Pashto Insight پښتو

Pashto Insight پښتو Kontaktinformationen, Karte und Wegbeschreibungen, Kontaktformulare, Öffnungszeiten, Dienstleistungen, Bewertungen, Fotos, Videos und Ankündigungen von Pashto Insight پښتو, Kamera/Foto, Bielefeld.
(1)

We create and share well-researched historical videos, educational content, and technology-related information to inform, inspire, and raise awareness.professionally for everyone

📩 WhatsApp (Contact): +93 771 647 873

06/09/2026

د قذافي جنجالي ۴۲ کلنه واکمني خو بد پای!
پوره ويډيو لينک کمنټ کې شته👇

ابو منيار محمد القذافي له يوې صحرا د هيواد تر واکمنۍ خو په داسې مرګ مړ شو چې نړۍ حيرانه کړه!پوره مستند يې پر يوټيوب راسر...
06/09/2026

ابو منيار محمد القذافي له يوې صحرا د هيواد تر واکمنۍ خو په داسې مرګ مړ شو چې نړۍ حيرانه کړه!

پوره مستند يې پر يوټيوب راسره وګورئ👇

د قذافي ۴۲ کاله واک، خو يو بد او حيرانوونکی پای | Gaddafi’s 42 Yea...

دا ونه هغه وخت لا ژوندۍ وه، چې انسانانو لا د تاریخ ډېرې پاڼې نه وې لیکلې! د امریکا د کالیفورنیا په غرونو کې یوه عجیبه ون...
02/09/2026

دا ونه هغه وخت لا ژوندۍ وه، چې انسانانو لا د تاریخ ډېرې پاڼې نه وې لیکلې!

د امریکا د کالیفورنیا په غرونو کې یوه عجیبه ونه شته چې Methuselah نومېږي. د ونې د کلنیو کړیو له مخې، عمر یې شاوخوا ۴۸۰۰ کاله اټکل شوی؛ یعنې دا ونه د مصر د لویو اهرامونو له جوړېدو هم مخکې راټوکېدلې وه!

دا د Bristlecone Pine له ونو څخه ده؛ داسې ونه چې په وچو، سختو او د ژوند لپاره نامناسبو غرنیو سیمو کې د زرګونو کلونو لپاره ژوند کولی شي.

تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې د دې ونې دقیق ځای تر اوسه پټ ساتل شوی، څو خلک یې زيانمنه او ماته نکړي.

تصور وکړئ… کله چې دا ونه کوچنۍ وه، زموږ د نن ورځې ښارونه، هېوادونه او ډېری تمدنونه لا نه وو رامنځته شوي.

خو دا ونه لا هم ولاړه ده!

U.S. Forest Service، National Geographic

27/08/2026

نيپال؛ سيلابونو زرګونه کسان وژلـ.ـي کلي او ښارونه يې لاندې کړي دي:

د اګست ۲۷مه نيپال هيواد کې دسيلابونو راتلو له امله تر دې مهاله ۱۶۵ کسان اوبو وړي او ۱۵۰۰ کسان بې درکه دي.

د مرګ ژوبلې او ورکو شمير ښايي تر دې هم څو چنده لوړ شي.

هغه کلی چې خلک یې په بشپړ ډول بې‌ درکه شول:په ۱۵۸۷ کال کې شاوخوا ۱۱۵ انګلیسي کډوال د امریکا د Roanoke ټاپو ته ورسېدل، څو...
27/08/2026

هغه کلی چې خلک یې په بشپړ ډول بې‌ درکه شول:

په ۱۵۸۷ کال کې شاوخوا ۱۱۵ انګلیسي کډوال د امریکا د Roanoke ټاپو ته ورسېدل، څو هلته خپل نوی مېشت ځای جوړ کړي.

خو څو کاله وروسته، کله چې د هغوی د مرستې لپاره خلک بېرته ورغلل، ټول کلي تش و!

نه کوم انسان پیدا شو، نه د جګړې ښکاره نښه او نه هم د مړو جسدونه.

یوازې یوه عجیبه نښه پاتې وه: د یوې ونې پر تنه د CROATOAN کلمه کښل شوې وه.

تر اوسه په یقین سره نه ده معلومه چې د Roanoke خلک څه شول. ځینې څېړونکي باور لري چې هغوی ښايي له سیمه‌ییزو خلکو سره یوځای شوي وي، خو د دوی د برخلیک بشپړ او قطعي ثبوت لا هم نه شته.

همدا وجه ده چې Roanoke د امریکا د تاریخ له تر ټولو مشهورو ورکو شویو مستعمراتو څخه ګڼل کېږي.

له ۱۰۰ کلونو ډېر وخت تېر شوی، خو یوه پوښتنه لا هم بې‌ځوابه ده: دا خلک چېرته لاړل او ورک شول؟

🦤 هغه مرغه چې یوه لغته یې انسان تر مرګ رسولی شي!Cassowary د استرالیا او پاپوا نیوګیني په ځینو سیمو کې ژوند کوي. دا نږدې ...
26/08/2026

🦤 هغه مرغه چې یوه لغته یې انسان تر مرګ رسولی شي!

Cassowary د استرالیا او پاپوا نیوګیني په ځینو سیمو کې ژوند کوي. دا نږدې ۲ متره لوړ او تر ۷۰ کیلوګرامه پورې دروند کېدای شي.

خو اصلي حیرانوونکې خبره یې پښې دي!
د پښې په دننۍ ګوته کې یې تر ۱۰ سانتي‌متره پورې اوږده تېره پنجه وي، چې د دفاع پر مهال پرې سخت ټپ رامنځته کولی شي.

تر دې لا عجیبه دا ده چې دا بې‌الوتنې مرغه په ساعت کې شاوخوا ۵۰ کیلومتره منډه وهلی شي!

مرغه دی، خو پښې یې د وسلې په څېر دي.

#مرغان #طبيعت #استرالیا

یوه څوکۍ، دوه ولسمشران؛ ارګ به هم حیران و چې چا ته مبارکي ووایي!د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۹مه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه ...
26/08/2026

یوه څوکۍ، دوه ولسمشران؛ ارګ به هم حیران و چې چا ته مبارکي ووایي!

د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۹مه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه داسې ورځ وه چې که د سیاست پر ځای د فلم کیسه وای، ښايي ډېرو خلکو به ویل: «دا خو مبالغه ده!»

په کابل کې اشرف غني او عبدالله عبدالله، چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر پایلو سخت اختلاف درلود، په هماغه ورځ جلا جلا مراسم ترسره کړل او د افغانستان د ولسمشر په توګه یې لوړه وکړه.

غني په ارګ کې لوړه وکړه؛ عبدالله هم په په سپېدار ماڼۍ کې خپل مراسم ترسره کړل او د ولسمشرۍ دعوه یې وکړه

یعنې صحنه داسې وه:

یو ارګ، دوه لوړې، دوه ولسمشرۍ ادعاوې!

د ټاکنو پایله عبدالله نه منله او ویل یې چې دی د ټاکنو اصلي ګټونکی دی. له همدې امله سیاسي کړکېچ دومره ژور شو چې د یوه هېواد د ولسمشرۍ لپاره دوه جلا سیاسي مراسم جوړ شول.

تر ټولو عجیبه دا وه چې دا هر څه د نړۍ د سترګو په وړاندې په کابل کې وشول؛ داسې ښکارېده لکه د ولسمشرۍ څوکۍ چې د «یو کس لپاره» نه، بلکې د دوو کسانو لپاره رزروجوړې شوې وي!

خو دا سیاسي شخړه بالاخره همداسې پاتې نه شوه. د ۲۰۲۰ کال د مې په ۱۷مه غني او عبدالله د واک د وېش پر یوه هوکړه سره سلا شول او عبدالله ته هم په حکومت کې مهم رسمي رول ورکړل شو.

د افغانستان تاریخ به ښايي ډېرې عجیبې سیاسي ورځې ولري، خو د یوه هېواد لپاره په یوه ورځ د دوو ولسمشرۍ لوړو صحنه بیا له هغو ورځو څخه وه چې سیاست یې رښتیا هم د فلم په څېر کړ.

#افغانستان #تاريخ #سياست #نادودې

پوښتنه:که یوه ورځ AI د حکومتونو له ډېرو انسانانو څخه ښه پرېکړې کولای شي، ایا باید واک انسان ته پاتې شي، که ماشین ته؟او د...
25/08/2026

پوښتنه:

که یوه ورځ AI د حکومتونو له ډېرو انسانانو څخه ښه پرېکړې کولای شي، ایا باید واک انسان ته پاتې شي، که ماشین ته؟

او دليل يې؟

شاپور ځدراڼ:هغه ځوانان چې یو وخت به يې د شاپور لوبې په شوق او جذبې سره کتلې، نن د خپل هم هغه اتل د ژوند لپاره دعاوې کوي....
15/05/2026

شاپور ځدراڼ:

هغه ځوانان چې یو وخت به يې د شاپور لوبې په شوق او جذبې سره کتلې، نن د خپل هم هغه اتل د ژوند لپاره دعاوې کوي.

ورور يې وايي:

ناروغي یې تر مغزو رسېدلې ، ټول بدن یې له انتان ډک شوی ، حتی نري رنځ هم ورسره پیدا شوی . MRI او CT Scan ښودلې چې حالت یې عادي نه دی.

شاپور ځدراڼ ته دې خدای عاجله او کامله شفا ورکړي🙏😘

Adresse

Bielefeld
33818

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Pashto Insight پښتو erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Verknüpfungen

Teilen

Kategorie