08/08/2026
راګوره خو د لاسو نه کاسه نۀ ږدمه زۀ
يم تږے خو پۀ هره پياله خله نۀ ږدمه زۀ
شمکور نه يمه ستا د خال رڼا راته رارسي
تياره دې وي خو کور بله ډيوه نۀ ږدمه زۀ
ماتيږي دې ، منمه چې هم دا ئې مقدر دے
خو دا تندے هيچا ته پۀ سجده نۀ ږدمه زۀ
هر څوک د بل پۀ لاره دي او زۀ پۀ خپله لاره
دنيا وائي پۀ سم پټي کښې پښه نۀ ږدمه زۀ
فرهاده تا یو غر او ما بلها غرونه کنستي
خو ګوره حوصله مې چې تېشه نۀ ږدمه زۀ
دا يو خصلت پۀ ما کښې د الفت د عنايت دے
پۀ لويه لار کښې چا ته آئنه نۀ ږدمه زۀ
د ژوبل ارمانونو د ژوندون بې وسي دا ده
د دې ستړې اوږې نه جنازه نۀ ږدمه زۀ
ديداره د پښتو پۀ مينه مست لېونے ګرځم
دا هسې خو شمله پۀ سر کږه نۀ ږدمه زۀ
ډاکټرديداريوسفزے
゚
゚viralシfypシ゚ ゚viralシfypシ゚