Rahman baba ghani khan and allama iqbal sofi

Rahman baba ghani khan and allama iqbal sofi this page is about sofi personalities

26/02/2022

25/01/2022

غني
05/04/2020

غني

27/11/2019

سرداری نہ کیگی دہ توری دہ مستی نہ بغیر
اللہ لیدے نہ شی دہ حسن پرستی نہ بغیر

غنی خان بابا

11/11/2019
21/10/2019
ما غنی کہ دہ خپل زڑہ خبری اوکڑی پختانہ بہ می پہ سر کیی لرگی مات۔
17/07/2019

ما غنی کہ دہ خپل زڑہ خبری اوکڑی
پختانہ بہ می پہ سر کیی لرگی مات۔

غنى خان نظم (بادشاه)بادشاهى د جهان څه کړى ځانله ولى زياتى غمد انصاف تلل مشکل دى څه به ډير کړى څه به کمخپل غمونه دى لا لږ...
08/05/2019

غنى خان
نظم (بادشاه)

بادشاهى د جهان څه کړى ځانله ولى زياتى غم
د انصاف تلل مشکل دى څه به ډير کړى څه به کم
خپل غمونه دى لا لږ دى د جهان غمونه غواړى
داسى تخت به څګړى څکړى چه پرى شپه او ورځى ژاړى
د ټټوانو په ګله کښى غټ ټټو مخکښى روان وى
لوي بادشاه د ځناورو د هموو لوي حيوان وى
دا دنيا د سپى لکۍ ده نه نيغيږى نه سميږى
په وجود توره پيشو ده چه يي وينځى لا توريږى
بادشاهى هله جوړيږى چه نيم ولګى نيم مړه کړى
چه يو کس د بل په غوښو د خپل کور کوترى ماړه کړى
د دى ژونده څه مطلب شو چه يا مرى يا به بل وژنى
دا ميوه ګلاب دى څه شو باغ ساتى او بلبل وژنى
ربه ماله که دى راکړه بادشاهى د کل جهان
زه به يي وغورزوم د کوره لکه سوټى په ډيران
دا يو دوه ګړۍ ژوندون زه په جګړو نشم تيرولى
د دى ظلم په کټوي دى ربه بل کيږده برغولى
ماله راکړه څو ګلونه يو نيازبين شانى جانان
يو وړوکى غوندى باغ او په خواکښى سيند روان
چه يي زه په غاړه ناست يم په يخ سيورى د خرولى
په مزه مزه ليکمه د مزى مزى غزلى
کله سوال مينت جانان ته کله بد او رد ملا ته
د ساغر ساقى صفت کوم د ټيپرو ډک لالا ته
کله کله تانه ربه د وړو په شان ګيلى
کله نور ژوندون اميد کله سوي اوسيلى
کله ټنګ کله ټکور کله جام کله دلبر
يو جهان کښى د رنګ ډوب د جهانه بى خبر
بادشاهى هغو له ورکړه چه زغملى يي شى زور
چه په لاس لکه قصاب وى په خصلت لکه منګور
چه خپل ځان ته شى کولاى قربانى د ورور د وينى
هم هضمولى هم خوړى شى د غريب د غوښو پينى
تاج وړلى هغه سر شى چه وژل لکه وبا کړى
لکه پړانګ داړل څيرل کړه يرول لکه بلا کړه
تخت هم نه پاي بى زوره بى د طورى د جلاده
بادشاهان چه څومره ډير وى دومره وى دنيا برباده
لوي بادشاه وى لويه جوره دى په وينو زوو پايي
بادشاهى لکه د اور په وريتو په سوو پايي
ربه فضل په مونږ وکړه مونږ ساته د دى افته
چيرته غټ خر ته په شاه کړه دا د سرو لعلونو کته
سفارش ورته دا وکړه صيب زمونږه د بابته
وايه پام کوه د دله خره غنى ونه وهى په لته

غنی خان
07/02/2019

غنی خان

رحمان بابا
26/01/2019

رحمان بابا

03/01/2019

‏چي تاویږي نو مـالدار به تري تاویږي!!
ستا غریب ستا د کعبې نه خبر نه دي!!
بابا

Address

Peshawar
Peshawar
25000

Telephone

03428956636

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rahman baba ghani khan and allama iqbal sofi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rahman baba ghani khan and allama iqbal sofi:

Share

Category