03/02/2026
Rehman Ullah Afridi
🏰 د خان زمان خان نواب کلا – تیراہ
(تاریخ)
د خان زمان خان نواب کلا د تیراہ درې، ضلع خیبر کې موقعیت لري۔ دا کلا د ځایي پښتون مشر خان زمان خان له خوا شاوخوا د 1770ء نه تر 1800ء کلونو ترمنځ جوړه شوې ده۔
په هغه وخت کې تیراہ او خیبر سیمه د بشپړې قبایلي خپلواکۍ لاندې وه، او هر لوی قوم د خپل ځان د دفاع لپاره کلاوې جوړولې۔
دا کلا په لوړې غونډۍ باندې جوړه شوې وه، تر څو پر درې، قبایلي لارو او تګ راتګ بشپړه څارنه وشي۔ کلا د دفاع له پلوه پیاوړې وه او د جرګو، انتظامي پرېکړو او بیړني دفاع لپاره کارول کېده۔
د 1897ء د تیراہ جګړې (Tirah Campaign) پر مهال، کله چې برتانوي پوځ په سیمه کې عملیات وکړل، د دغسې قبایلي کلاوو پوځي اهمیت کم شو، خو دا کلا د ځایي خلکو لپاره د مزاحمت، غیرت او وقار نښه پاتې شوه۔
نن دا کلا تر ډېره حده ویجاړه ده، خو لا هم د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د قبایلي تاریخ یوه مهمه نښه ګڼل کېږي