𝐇𝐌𝐒 𝐂𝐫𝐞𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬

𝐇𝐌𝐒 𝐂𝐫𝐞𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬 𝐋𝐨𝐯𝐞, 𝐏𝐞𝐚𝐜𝐞 𝐚𝐧𝐝 𝐑𝐞𝐬𝐩𝐞𝐜𝐭

قال تعالى: {وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ}شيخ عبدالرحمن بن ناصر السعدي رحمه الله ددي أيت تفسير لاندي ...
17/10/2024

قال تعالى: {وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ}

شيخ عبدالرحمن بن ناصر السعدي رحمه الله ددي أيت تفسير لاندي ليكلي:
د دنیا رزق مؤمن او کافر ته رسیږي، خو د زړونو رزق د علم، ایمان، د الله تعالی محبت، له هغه څخه ویره، امید او داسې نور دي. یوازې هغه چا ته ورکول کیږي چې هغه یې خوښوي.

📚 تفسير ابن سعدي.

12/10/2024

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ‎﴿٢﴾‏
څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي
😢😢😢

10/10/2024

دا هم حقيقت دي چې خلک فحاشي خوښوي او کنځلې/بد ردې بيا tiktoker او youtuber پسې وايي..🤔

په حقوق الله كې بخښنه/معافي شرط ده او په حقوق العباد کې اصلاح/تلافي ضروري ده، د معافي او تلافي نه بغیر د کيسونو فيصله به...
02/10/2024

په حقوق الله كې بخښنه/معافي شرط ده او په حقوق العباد کې اصلاح/تلافي ضروري ده، د معافي او تلافي نه بغیر د کيسونو فيصله به د محشر په ورځ کيږي،
د خپل کيسونو فيصلې په دنيا کې وکړئ، بيشکه د حشر فيصلې ډير نازکې او نۀ بدليدونکې وي.....!!!! 😢

15/09/2024
02/09/2024

هغه خلک چې په یوازیتوب کې خپل مخونه په اوښکو لامده کوي او په عام محضر کې خپل خندا سره ژوند ته ښه راغلاست وايي د رب العالمین خوښ دي

28/08/2024

فطرت ساده و، خو انسان په جعل او منافقت ژوند غوره کړ، همدا لامل دی، چې نن ورځ انسان د ښه ژوند کولو پر ځای له ستړتيا مړ کېږي.

او هرې (ډلې) لپاره يو طرف دي(چه هغې خواته عبادت په وخت کې مخ ګرځوي)،نو تاسو نيکي خواته منډې والي وکړي. (نيکي طرف ته کوښښ...
18/08/2024

او هرې (ډلې) لپاره يو طرف دي(چه هغې خواته عبادت په وخت کې مخ ګرځوي)،
نو تاسو نيکي خواته منډې والي وکړي. (نيکي طرف ته کوښښ وکړئ)
#القران٢/١٤٨

15/08/2024

زمونږ د ټولنې د تربيې کچه داسې ليول ته رسيدلي چې د حرام ګرل فرينډ لپاره شعرونه او د حلال مېرمنې لپاره لطيفې وايو... 😢

درد ستا د سترګو ژړا او د اوښکو بهېدل نه دي... ریښتینی درد هغه وى چې ستا زړه چیغې کوي ... او ستا په وجود دننه هرڅه د ژړا ...
13/08/2024

درد ستا د سترګو ژړا او د اوښکو بهېدل نه دي...
ریښتینی درد هغه وى چې ستا زړه چیغې کوي ...
او ستا په وجود دننه هرڅه د ژړا غوښتنه کوي ...
او يوازې ستا غرور د اوښکو د تویدو مخه نیسي...
دا ستا په سترګو کې خندا کیږي ...
او یوازې ستا داخلي احساس ژاړي ...
د زړه د ژړا غږ نشته...
د زړه ژړا د سترګو له ژړا بده ده..
زړونه اکثره ژاړي او سترګې پټې وي...

''طلایی لارښوونې'' ✅کله چې یو څوک له تا نه ناخوښه شوې پوښتنه وکړي، موسکا وکړه او ووایه ولې غواړې چې پوه شې؟ ✅هیڅکله د کا...
11/08/2024

''طلایی لارښوونې''

✅کله چې یو څوک له تا نه ناخوښه شوې پوښتنه وکړي، موسکا وکړه او ووایه ولې غواړې چې پوه شې؟

✅هیڅکله د کار تر سرته رسیدو مخکې چاته پیسې مه ورکوئ.

✅ خپله ښځه په ډیر سوچ سره وټاکئ ځکه چې هغه به ستاسو د 90٪ خوښۍ یا مصیبت مسؤل وي.

✅ تر هغه وخته پورې خپله دنده مه پریږدئ تر څو چې تاسو بله دنده پیدا نه کړئ.

✅ کله چې د خپل ملګري نه موټر راوړي او په په موټر کې چيرته چکر ووښي، مخکې له دې چې بیرته راستانه کړئ، په پټرول ډک کړئ، (او ښه به دا وي چې د هیڅ شی د پور اخیستلو عادت مه کوئ).

✅ اجازه مه ورکوئ چې تلیفون مو د ژوند ښکلې شېبې خرابې کړي.

✅ خپلې مېرمنې ته پام وکړئ، د هغې کار ته درناوی وکړئ او د هغې خوراک ته ارزښت ورکړئ.

✅ که کوم شی له دوه ځل څخه زیات له چا څخه راخلی، هغه واخلئ.

✅ د شکمنو ځایونو څخه لیرې اوسئ ځکه چې هلته ناوړه شیان پیښیږي.

✅ د خپلې میرمنې غوره ملګري اوسئ.

✅ ستاینه هر څوک خوښوي، نو په هغه کې بخل مه کوئ، بلکې له منافقت څخه ځان وساتئ.

✅ کله چې له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ، پرېږدئ چې دوی وګټي.

✅ په یاد ولرئ چې ستاسو د سبا بریا د الله په مرسته ستاسو د نن ورځې په کار پورې اړه لري.

✅هیڅکله د خپلو اولادونو په مخ کې پر خپلې مېرمنې نیوکه مه کوئ، که څه هم معمولي خبره هم وي.

✅ کله چې کوټې ته ورننوځئ او یا غونډې/ميټنګ ته ورشئ، داسې ورننوځئ لکه چې د ځای پوره حکم لرئ، یعنې په پوره ډاډ سره.

✅ کله چې ټول غلي وي، خپل ښکلي نظر څرګند کړئ.

✅ کله چې د چا مېلمه ياست نو د کوربه له امر څخه د ګران بيه څه امر مه کوئ.

✅ روغتیا ته پام وکړئ، له بې ځایه بحثونو ځان وساتئ.

✅ هيڅوک کمزور مۀ ګڼه، هیچا ته مسخره مۀ کوه، هیچا ته ښکنځل مۀکوه او هیچا ته سپکاوی مۀ کوه.

✅ الله جل جلاله به له تا څخه د نورو د نیت او عمل پوښتنه نه کوي، بلکې ستا د هغو خبرو په اړه به پوښتنه کوي چې تا د هغوی په خلاف ویلي دي.

✅ په هر ځای کې چې یاست له الله څخه ووېرېږئ او په حقه د هغه عبادت وکړئ.

✅هیڅکله درواغ مه وایه، تل با اخلاقه، رښتیني او ښه اوسئ تر څو د نورو باور ترلاسه کړئ.

🤲 الله دې موږ ته هغه څه راکړي چې د هغه خوښ او راضي وي.

آمین

نوټ :که تاسې سره هم داسې کوم نصيحت وي را واچوي 👇

_ نورو داسې پوسټونو ترلاسه کولو لپاره موږ سره شي.🔁

"د ژړا لس ډوله دي، نهه يې ريا كاري دي او يوه يې د الله جل جلاله د رضا لپاره ده نو د الله تعالى د رضا لپاره كه په كال كي ...
10/08/2024

"د ژړا لس ډوله دي،
نهه يې ريا كاري دي او يوه يې د الله جل جلاله د رضا لپاره ده
نو د الله تعالى د رضا لپاره كه په كال كي يو ځل ژړا راشي دا ډيره غوره ده!"
امام ابراهیم بن عبدالله الکتاني رحمه الله
📖 الزھد ۱۸۵/۱ (احمد بن حنبل رحمه الله)

Address

Peshawar
25140

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when 𝐇𝐌𝐒 𝐂𝐫𝐞𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬 posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to 𝐇𝐌𝐒 𝐂𝐫𝐞𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐬:

Share