08/09/2026
چـــــې زمــــا د پرهـــــــرونو ميلمـــانۀ دي
ستـــــا يادونه کۀ دردونه دي خـــــواږه دي
زمـــونږ زړونه چـــــې د بل رضـــا ته ګوري
پۀ سينـــو کښ کۀ زمــونږ دي زمونږ نۀ دي
هغــــه خلــــق د مئيــنو رهبــــــــران شــــو
چـــــې د مينـــــې د مسلکـــــه خبـــر نۀ دي
پۀ دې ښـــار کښ به ســـړي ســړي ته ګورې
د دې ښـــار بلهـــا سړي ، سړي خـــــوارۀ دي
د يــــارانو خلي به څه بانــــدې خـوږې شي
کۀ حــــالات هغســـې زهـــر دي تراخـــۀ دي
لويــو لويــو حــــــــادثو ته مخــــــامخ يــم
ستــــا وړې وړې خبـــــرې مــــې پۀ زړۀ دي
چـــــې پۀ ښکلــــو پسې تلــي هغه روک دي
چې د ښکـــــلو چــا منلـــــي هغــــه مړۀ دي
په ســــاده ســـاده کـتو د ســـــړي زړۀ وړي
دا واړۀ واړۀ پــــۍ مخـــــي ډېـــر پاخۀ دي
د صابــــر غونــــدې بې ســــره ليـــــوني له
د الفـــــت پۀ زنځيـــــرونو تـــړل خــــۀ دي
صاحب شاه صابر صيب..!!
💫🥀