25/05/2025
د عزت وړ ځوانان ــــــــ د ملت فخر
Rehman Wazir
د عیدالرحمن په څېر ځوانان زموږ د ټولنې هغه ستوري دي چې رڼا یې نه يوازې خپله لاره روښانوي، بلکې د نورو لپاره هم د هيلې څراغ ګرځي. دا هغه ځوانان دي چې د وطن مينه یې په رګونو کې روانه ده، شپه او ورځ د خپل خاورين هېواد د خدمت لپاره هڅې کوي، قربانۍ ورکوي، او هيڅ ډول ستړيا او خنډ ته تسليمېږي نه.
د عیدالرحمن په شان مخلص، ريښتوني او فداکار ځوانان زموږ د ټولنې لپاره يو نعمت دي. دوی د راتلونکي نسل لپاره نه يوازې يو مثال دي، بلکې د پرمختګ، سولې او يووالي بنسټ هم ږدي. داسې بااحساسه او غيرتي ځوانان تل د تاریخ پاڼې زر کوي.
موږ ته پکار ده چې د دغسې ځوانانو ستاينه وکړو، هغوی ته عزت ورکړو، ملاتړ يې وکړو، او هڅه وکړو چې د دوی په شان وفادار، غيرتي، او وطنپال انسانان جوړ شو.
عیدالرحمن، ته يوازې يو نوم نه یې، ته د يو سوچ، يو جذبې، او يو حرکت نښه یې. رب دې نور هم کامياب لره، او دا خاوره دې تل په تا ویاړي.
Waziristan