IHSAS

IHSAS Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from IHSAS, Photographer, Bannu.

13/08/2026

آئينه... غزل .. 80

د خيال.......... خوشبو په سلسله کښې بيعت شوی يمه
زۀ په فضا کښې ----------------- سراپا سرايت شوی يمه

سم د ماښام سره مې بلې شي ډېوې په زړۀ کښې
د ماسخوتن په ملاقات دې ------------- عادت شوی يمه

زۀ که فطرت يم -------------- نو نيمګړی نقل شوی يمه
که حقيقت يم----------------- نو غلط روايت شوی يمه

زۀ خو آسمان نۀ يم، انسان يم په يو حال کښې نۀ يم
يا به ټيټ شوی يمه -------------- يا به اوچت شوی يمه

چې خپل تعبير لره ----------- حېران او پرېشان ګرځمه
زۀ لکه خوب ------------- چرته ضرور خيانت شوی يمه

لکه سړک د کلي------------------- ښار ته رسېدلی يم خو
بيا بيا مات شوی يم------------- بيا بيا مرمت شوی يمه

لکه سپوږمۍ ----- چې ناپوره وم داغ مې پټ پاتې وۀ
چې پوره شوی يم -------------- دنيا ته جوت شوی يمه

د زاړۀ کور نه--------------------- نوي کور ته بهېدلی يمه
له زړو سترګو اوښکې اوښکې رخصت شوی يمه

د ملا په تير کښې مې سوړ لهر د احساس تېر شوی
د بې حسۍ له غشو، شکر-------------- بچت شوی يمه

جاوېد احساس

06/08/2026

چې د خپل زړۀ ټولې جذبې ستا په نوم وليکمه
دومره خو راشه د جائداد د انتقال لمحه ده

20/06/2026

اولس جانان کړه نو د ټول اولس جانان به شې
که لږ په خپله زمکه ودرېدې اسمان به شې
د سائل ورځ

31/05/2026

خدای ته وګوره چې لاس ور نزدې نۀ کړې
دلته ګل دی که ازغی دی، آتشګير دی

09/05/2026

د عقيدو نه ګرد څنډمه، نظريات ځلوم
زۀ د محبوب سره منسوب تصورات ځلوم

07/05/2026

زۀ د وجود او د عدم په مسله کښې ګېر وم
احساسه ما خو به خود غم د زيات او کم نۀ کاوۀ

30/04/2026

د ډېر لټون نه پس مې چرته وۀ خپل ذات موندلی
سېل به مې ولې د دې ستر براعظم نۀ کاوۀ

29/04/2026

څۀ داسې نۀ ده چې لهجې کار د مرهم نۀ کاوۀ
خو چا زما د زړۀ د زخم هډو غم نۀ کاوۀ

27/04/2026

ټولو ملګرو ته ډالۍ

23/04/2026

د کتاب نړيواله ورځ

زۀ د خيال د خوراک وږی يم ملګرو
بوځئ ما د کتابونو دسترخوان ته

Address

Bannu

Telephone

+923355765454

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when IHSAS posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to IHSAS:

Shortcuts

Share

Category