غورہ ویناوې

غورہ ویناوې * ځینې ​​​​وختونه کوچنۍ خبرې کولی شي ډېر څه حل کړي *

د وطن له خاورې، خاورې ځار شم. د دې وطن هره ازادي او خپلواکي دې رنګینه وي. خدای دې یې غېږه تل ښېرازه لري، د وطن بچي دې خد...
19/08/2026

د وطن له خاورې، خاورې ځار شم.
د دې وطن هره ازادي او خپلواکي دې رنګینه وي. خدای دې یې غېږه تل ښېرازه لري، د وطن بچي دې خدای په وطن اباد لري، څوک دې هم ترې لیرې نه شي.

د دې وطن لېوني هم ښکلي دي، د مینې ډک دي. هغوی چې لږ څه تند دي، بې حوصلې دي، خیر دی، وي دې کنه.

خدایا، د دې وطن د هر فکر، هر مذهب او هرې سیمې او ژبې وګړي اباد او سوکاله ولره.

د خپلواکۍ ١٠٧مه کالیزه دې نېکمرغه وي!

افغانستان زنده باد

چین ولې په فوټبال او کرکټ کې نه راڅرګندېږي؟ اصلي لامل د Gaokao ازموینه ده.دا ازموینه د نړۍ  تر ټولو مهمو او سختو ازموینو...
19/07/2026

چین ولې په فوټبال او کرکټ کې نه راڅرګندېږي؟
اصلي لامل د Gaokao ازموینه ده.
دا ازموینه د نړۍ تر ټولو مهمو او سختو ازموینو څخه ګڼل کېږي او د هر چینايي زده‌کوونکي د راتلونکي برخلیک په ټاکلو کې مهم رول لري.
هر کال شاوخوا ۱۳ میلیونه زده‌کوونکي په دې ازموینه کې ګډون کوي او د هېواد غوره پوهنتونونو د محدودو چوکیو لپاره په سخته سیالۍ کې برخه اخلي.
د ازموینې د بریا عمومي کچه شاوخوا ۶۰٪ ده، خو غوره پوهنتونونو ته د داخلېدو چانس خورا کم دی.
له همدې امله ډېری چینايي کورنۍ دا غوره ګڼي چې خپل اولادونه د ۱۲ کلونو لپاره د دې ازموینې چمتووالي ته وهڅوي، نه دا چې فوټبال او کرکټ د شوق یا مسلک په توګه تعقیب کړي او مسلکي لوبغاړي شي.
سربېره پر دې، چین کې د دغو غوره پوهنتونونو د فارغانو ټولنیز او اقتصادي مقام د فوټبال او کرکټ د ډېرو لوبغاړو لوړ دی.
نوټ: یو ملت چې علم یې خپل لارښود وګرځاوه، پرمختګ یې وکړ.او بل ملت چې فوټبال اوکرکټ یې خپل اصلي هدف وګرځاوه، نورو ملتونو پرې لوبې وکړې او تر پښو لاندې یې کړ.

دا اختر هم د هغې پېغلې د واده د خوښۍ په ډؤل ده چې په "سوره" کې ورکړل شوې وي. *سوره: د پښتنو له بدو دودونو یو هغه چې په ک...
18/03/2026

دا اختر هم د هغې پېغلې د واده د خوښۍ په ډؤل ده چې په "سوره" کې ورکړل شوې وي.

*سوره: د پښتنو له بدو دودونو یو هغه چې په کې د مقتول کورنۍ ته خپله لور/خور ددې لپاره ورکوي چې د مقتول کورنۍ له غچ څخه لاس په سر شي.

10/03/2026

کابل جان ښایسته بارانی موسم
゚viralシfypシ゚viralシalシ Hamid Ullah Babakarkhil

07/03/2026

هېڅ یوه ونه مرغانو ته په ځای ورکولو بې میوې او بې پاڼو شوې نه ده
نو مهربان اوسئ.

27/02/2026

وطنه ته یې زما زړه کې د ایمان په رنګ
خود به غلیم راته قهرېږي د شیطان په رنک
🇦🇫

27/02/2026

تل دې وي آباد افغانستان♥️🇦🇫💪

20/02/2026

هغه بله ورځ چا لیکلي ول چې پښتون مېشته کابل سیمو کې پرمختیایي کارونه په هیڅ حساب دي. کوم دري ژبی هېوادوال ورته لیکلي ول چې پښتون مېشته پښتنو خپله سیمه په خپله ډېران کړی او هیڅ راز د صفايۍ خیال نه ساتي او نه هم د هغه پرمختیایي کارونه سمه ساتنه کوي چې تر اوسه ترسره شوي. دې کې ډېرو په دغه دري ژبي هېوادوال نیوکې کړې وې.

ددې خبرې د اثبات لپاره یو ځل ملالۍ واټ (بتخاک څلورلارې) ته دې ورځو کې یو ځل ورشئ، وګورئ چې واقعن مونږ انسانان یو؟ انساني ژوند همداسې وي؟

نه نظافت شته، نه نظم، پراخ سړک به لاس پلورونکو رېړو نیولې وي، د چا به عاجل کار وي، خو دوی به د لارې منځ کې رېړۍ ودرولې یي، د زېړو ریکشو والا خو هیڅ نه وایم. ا ا ا ته دې خدای وسه ورکړي چې دا بې کاره مخلوک ورک کړي. نه به خپل لاس ته ګوري نه به د بل، منځ، منځ کې به ځان درته واچوي، او کله چې موټر ووهي بیا به زارۍ کوي چې غریب سړی یم.

یوازې دولت یو هېواد یو ولایت یوه سیمه نه شي ښېرازه کولی. او تر څو چې دا د قصه خوانۍ او خیبر بازار چمونه دلته روان وي، خدای شته که ښېرازي او پرمختګ ووینو.

Cp

19/02/2026

په یاد ولرئ.
صدقه چي څومره پټه او په پرده کې وي هغومره یې ثواب او اهمیت زیات دی اخلاص ډېر مهم دی

19/02/2026

هر څه چې دوه اړخیزه وي
هیڅکله نه ختمیږي.
که هغه درناوی وي او که مینه ...

Adresse

Am Rasbach 27
Gerolstein
54567

Telefon

+93786833123

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von غورہ ویناوې erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an غورہ ویناوې senden:

Verknüpfungen

Teilen