Zma Helmand

Zma Helmand Unseen Afghanistan: Streets, History & Culture

08/08/2026

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ ځوانانو او قومي مشرانو د ټولني د خدمتونو او د پوهني د ودي په پار، ډاکټر محمد خان خروټي ته د درناوي او ستایني ځانګړې غونډه جوړه کړه، چي په ترڅ کپ یې نوموړي ته د ویاړ بګړۍ او ستاینلیک ډالۍ کړل.

ډاکټر محمد خان خروټي د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي په سیمه کي خپله دوه جریبه شخصي ځمکه د معارف په واک کي ورکړې او په خپل شخصي لګښت یې پرې دوه معیاري ښوونیز تعمیرونه جوړ کړي دي، څو د سیمي انجوني او هلکان په مناسب تعلیمي چاپېریال کې زده کړي وکړي.

سربېره پر دې، نوموړي یاد ښوونځي ته دوه مجهز کتابتونونه، درسي توکي او نور اړین تعلیمي امکانات هم برابر کړي، چي د زده‌کوونکو د علمي ودي او د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام بلل کېږي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي د ډاکټر محمد خان خروټي دغه خدمتونه د پوهني په ډګر کي یوه ستره پانګونه بولي او هیله څرګندوي چي د نوموړي دا نېک اقدام به نورو خیرپالو ته هم د خدمت او همکارۍ الهام ورکړي.

Address

Lashkar Gah

Telephone

+93708842873

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zma Helmand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category