Adil photo studio

Adil photo studio که غواړئ بهترينه پوټوګراپي ننداره او وکړئ راسره ملګر?

سلامونه او پیرزوینې مې ومنئ!د پاسپورټونو د نواقصو په هکله مالومات!اکثره دوستان چی پاسپورتونه واخلی او وروسته ورته مالومه...
08/03/2024

سلامونه او پیرزوینې مې ومنئ!
د پاسپورټونو د نواقصو په هکله مالومات!
اکثره دوستان چی پاسپورتونه واخلی او وروسته ورته مالومه شي چی پاسپورټ یې نواقص لري نو لاندې مالومات درسره شریک کیږي.
پوښتنه:- زما په پاسپورټ کې نوم غلط کړئ څه باید وکړم؟

ځواب:- کچیرې د فورم اشتهبا لرله او پاسپورټ ورباندې چاپ شوی وي نو د پاسپورټ مکمل محصول باید تحویل کړې او کچیرې د فورم تذکره دواړه یو شان وي او اشهبا د پاسپورټ ریاست څخه شوی وي نو که شل ورځې یې تیرې شوی نه وي د پاسپورټ قیمت ( ۱۰۰۰) زر افغانۍ د تحویلۍ په صورت کی درته نوی پاسپورټ درکوي. که چیرته یې وخت ډیر وتلۍ وي نو د مکمل محصول تحویلي ورباندی لازمه ده.

پوښتنه:- ما د تذکرې مطابق پاسپورټ اخیستی ده خو اوس غواړم په عمر کې تغیر راولم څه باید وکړم؟

ځواب:- د عمر تغیر د ملی احصایې ریاست کار دی اول به د هغه ځایه عمر اصلاح او بیا به د اصلاح په همغه مکتوب کاپی پاسپورټ هم تغیر کړې.
پوښتنه:- زما نوم اوږد دی څومره حروف د پاسپورټ په سیستم کې ځایېږي؟
ځواب:- د پاسپورټ سیستم په پاسپورټ کې د ۱۴ حروفو څخه نهایی تر ۱۸ حروفه ظرفیت لري. نو کوشش وکړئ په پاسپورټ کې اضافي ټکي (حاجی، مولوی، مفتی، ښاغلی) څخه تیر شئ صرف نوم مو ولیکئ او که کیږي نوم مو هم مختصر کړئ مثال (Haji Mohammad Rasool Khan) دا نوم داسې ولیکۍ (M Rasool Khan) .

پوښتنه:- ما په عربی اماراتو سفارت کې پاسپورټ اخیستی دی د زیږیدو ځای یې راته کابل لیکلۍ ده او اوس مې چی خپل ولایت کې پاسپورټ واخیستو نو د زیږیدو ځای راته خوست لیکلی ده ویزې ته خو کوم مشکل نلري؟

ځواب:- مخکې ساده پاسپورټونه هرچا د مختلفو ولایتونو څخه اخیستی دي چی په همغه پاسپورټونو ورته ویزې وتلي دي. او دغه کسانو چې هلته اماراتو، سعودی، قطر، بحرین، مسقط وغیره ملکونو کی پاسپورټورنه تمدید کړي دي چی همغه ولایت یې ورته لیکلۍ ده کوم چی اول پاسپورټ کې ورته لیکل شوی ؤ او اوس چی وطن ته راغلی دي او پاسپورټونه ورته نوی کیږي نو د تذکرې مطابق ورته خپل ولایت چاپ کیږي چې دغه ویزې ته هیڅ زیان نلري په شرط ددې چی په نوم سپیلینګ او عمر کې یې تغیر رانشي که په عمر کې یوه ورځ یا په نوم کې یې یو حرف تغیر راشي نو ویزې ته ستونزه پیښیږي.

پوښتنه:- زما پاسپورټ کې د پلار نوم پر ځای مې تخلص ورکړۍ ده او اوس رانه عربی ملکونه په پاسپورټ کې د پلارنوم غواړي څه باید وکړم؟

ځواب:- اکثره ملکونه د نوم او تخلص سره اشنا دي خو کله کله عربی ملکونه د تخلص پر ځای د پلار نوم غواړي نو په دغه صورت کې باید خپل پاسپورټ د پاسپورټ لوی ریاست کابل ته ور وړې چی د پاسپورټ په اخیري حصه کې درته د تایئد ټاپه ووهي چی په هغې کې نوم، تخلص، دپلارنوم، د نیکه نوم او عمر شامل وي.

پوښتنه:- ما تیرکال د پاسپورټ لپاره ټول مراحل خلاص ؤ بایومیتریک او پیسو تحویلي مې هم کړیوه خو اسناد مې پاسپورټ شعبې ته ندي سپارلي اوس څه باید وکړم؟

ځواب:- کوشش وکړئ د پیسو د تحویلۍ وروسته سمدستی بایومیتریک او اسناد مو پاسپورټ شعبې ته تسلیم کړئ. ځکه پاسپورټ او نورې ادارې ټولې مالی کال لري او حسابات یې د کال په پای کې تصفیه کیږي نو چی کال ورباندی تیر شي بیا یې پاسپورټ ریاست نه قبلوي ځکه د تصفیې څخه پاتی شي.
هیله ده چی سوالونه مو حل شوی وي کچیرې کوم سوال لرئ د تبصرو په برخه کې راته پریږدئ انشاالله تر خپله وسه مو خدمت کی یم.

پوسټ شیئر کړئ تر څو مو هیوادوال ورڅخه ګټه واخلي.
مننه او درنښت
Taif Shah Hamdard

درې ورځې پاتې دي.موژ مو خدمت کوو
02/10/2023

درې ورځې پاتې دي.
موژ مو خدمت کوو

د امریکا DV  لاټری مونږ تاسو ته د امریکا گرین کارت او داٸمی اقامت د نوم لیکنی لپاره ثبت نام اجرا کوه  اړین اسناد 💳پاسپور...
13/10/2022

د امریکا DV لاټری
مونږ تاسو ته د امریکا گرین کارت او داٸمی اقامت د نوم لیکنی لپاره ثبت نام اجرا کوه
اړین اسناد
💳پاسپورټ کنه وی تذکره هم بسنه کوی
🧾تذکره
📸عکس رنگه سپین بگروند px600×600

خوست د فامیلیو جومات.
22/04/2022

خوست د فامیلیو جومات.

16/04/2022

خوستوال د وطن په ننګ او پاکستان په خلاف راوتلي.
.

15/04/2022
نوي جوړ شوي تصویرونه.که تاسې یې هم غواړئ نو پېج لایک او شېر کړئ.
09/04/2022

نوي جوړ شوي تصویرونه.
که تاسې یې هم غواړئ نو پېج لایک او شېر کړئ.

ددې ډول تصويرونو جوړولو لپاره.هيله کوم پېج شېر او لایک کړئ.
08/04/2022

ددې ډول تصويرونو جوړولو لپاره.
هيله کوم پېج شېر او لایک کړئ.

که دا ډول تصویرونه غواړئ نو کمنټ یې کړئ
08/04/2022

که دا ډول تصویرونه غواړئ نو کمنټ یې کړئ

 .
29/03/2022

.

د عکس اخيستنې پخوانی انداز. .
01/03/2022

د عکس اخيستنې پخوانی انداز.
.

Address

Khost

Telephone

+93776721990

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Adil photo studio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Adil photo studio:

Share