کندهار مرکزی تجارتی لیسه

کندهار مرکزی تجارتی لیسه شه راتلونکی زموږ سره امتحان کړی

07/08/2018

زیری زیری زیری....
دکندهارمرکزي تجارت لیسه ټولو هغو زده کوونکو ته خبر ورکوي چي ترنهم ټولګۍ یې زده کړي وي او غواړي خپلی زده کړي تر دولسم ټولګۍ پوری بشپړ کړي نو زموږ سره دې خپل نومونه ثبت کړی.
#یادون: دثبت نام دشروع وخت دسهار د۸:۰۰ بجو څخه تر غرمې ۱:۰۰ بجې پوري.

دکندهار ولایت دمرکزي تجارت لیسې څخه د۱۳۹۷ کال دکانکور په ازموینه کی بریالي زده کوونکو ته خپل دخوښي پوهنځۍ دکامیاب کیدو م...
07/08/2018

دکندهار ولایت دمرکزي تجارت لیسې څخه د۱۳۹۷ کال دکانکور په ازموینه کی بریالي زده کوونکو ته خپل دخوښي پوهنځۍ دکامیاب کیدو مبارکی وایو...
زموږ اداره ستاسي داینده کوښښ او خدمت په هیله...

روز استقلال کشور مان مبارک !خپلواكى ورځ مو نيكمرغه! تل دى وى افغانستان! HAPPY INDEPENDENCE DAY!
20/08/2017

روز استقلال کشور مان مبارک !
خپلواكى ورځ مو نيكمرغه!
تل دى وى افغانستان!
HAPPY INDEPENDENCE DAY!

پروژه (Project) څه ته وايي؟پروژه د ورته او تړاو لرونکو فعالیتونو هغه مجموعې ته ویل کیږي، کوم چي باید د یوه مشخص وخت او م...
12/08/2017

پروژه (Project) څه ته وايي؟

پروژه د ورته او تړاو لرونکو فعالیتونو هغه مجموعې ته ویل کیږي، کوم چي باید د یوه مشخص وخت او معلوم مصارفو په نظر کي نیولو سره ترسره سي.

البته، کېدلای سي چي په پروژه کي د وخت او مصارفو د مشخصوالي تر څنګ څیني نور محدودیتونه هم وضع سوي وي.

مسلسل تعقیب
۰۰۲



12/06/2017

د کندهار مرکزی تجارتی لیسی اداره ټولو بریالی شوو زده کوونکو ته مبارکی وایی او د خدای ج د پاک دربار څخه ورته د ژوند په ټولو مشروع چارو کښې د بریالیتوب غوښتونکی ده.

09/06/2017

سبا یعنی شنبی ورځ د ټولو محترمو متعلمینو څخه هیله کیږی ښوونځی نه تشریف راوړی تر څو دوی ته خپلی اطلاع نامی ورکړل شی.

عوامل اصلی فقر در افغانستانبی برنامگی دولت ها: یکی از عوامل اساسی فقر در افغانستان را در بی برنامگی دولت ها یا عدم استرا...
06/05/2017

عوامل اصلی فقر در افغانستان

بی برنامگی دولت ها: یکی از عوامل اساسی فقر در افغانستان را در بی برنامگی دولت ها یا عدم استراتیژی دقیق و همه جانبه برای بیرون رفت از فقر می توان دانست.
بیكاری: بیكاری به حیث یكی از عوامل اصلی فقر در سطح كشور به خصوص دهات افغانستان دانسته می شود. موجودیت بیش از 4 ملیون جوان بیكار، خود می تواند بیانگر این واقعیت تلخ محسوب شود
جنگ ها: سه دهه جنگ در کشور، باعث از بین رفتن تمامی زیربناهای اقتصادی و بیجا شدن صدها هزار نفر در داخل کشور گردیده و روند عادی زندگی مردم را مختل ساخته است.
خشك سالی و آفات طبیعی: آفات طبیعی مانند سرازیر شدن سیلاب ها، امراض نباتی، هجوم ملخ ها و خشك سالی ها، برای كشوری مانند افغانستان كه تدارك چندانی برای رسیدگی به اینگونه حوادث و آفات وجود ندارد.
بیسوادی: یکی دیگر از عوامل ایجاد فقر در جامعه، بیسوادی است.
عدم كنترول نفوس: عدم کنترول نفوس در درون خانواده‌ها از عوامل دیگر فقر در افغانستان شناخته شده است. كثرت فرزندان در خانواده هایی كه در آن هیچگونه زمینه‌ء برای تعلیم، صحت، غذا و سایر نیازمندی های آن وجود نداشته باشد، می تواند خانواده ها را در فقر بیشتر فرو برند.

ب.ک. ک

اقتصاد افغانستاناقتصاد افغانستان بالاثر جنگهای چندین دهه از هم پاشیده بود. تا سالهای ۱۹۹۲میزان اقتصاد افغانستان تدریجاً ...
06/05/2017

اقتصاد افغانستان
اقتصاد افغانستان بالاثر جنگهای چندین دهه از هم پاشیده بود. تا سالهای ۱۹۹۲میزان اقتصاد افغانستان تدریجاً در حال نزول بود. تا آنکه از سال ۱۹۹۵الی ۲۰۰۱ اقتصاد این کشور در زمین فرو رفت. سطح بیکاری به حد نهائی خود رسید، به جز تولیدات ناچیز زراعتی دیگر همه تولیدات وجود نداشت. امراض فقر مانند عدم تعلیم وتربیه اطفال، شیوع امراض، گرسنگی، عدم احترام به حقوق انسان و صدها مسایل دیگر بروز نمود. که هر کدام کوشه از جامعه را رنج می‌داد. در سال ۲۰۰۲ جامعه جهانی در شهر بن مبلغ 97 میلیارد دالر را غرض کمک به افغانستان وعده دادند که از آن جمله ۳۹ میلیارد دالر آن در عرصه‌های ساختمانی، راه ومیدان سازی، اعمار کانالها، آبرسانی شهر و دهات کمک به دهاقین و مالداران دهات، تربیه اردو و پولیس، تعلیم وتربیه معارف، و تقویه دولت بمصرف رسیده‌است. زیاده ازین پول هارا دونرها از طریق خود به کمپنی اعمار کننده یا قرار دادی پرداخته‌اند. که فارغ از پلان انکشافی دولت شمرده شده‌است. عواید نا خالص به نرخ رسمی ۱۵٫۶۱ بیلون در سال ۲۰۱۰ بوده‌است. امروز افغانستان ۹۲ فیصد گندم خودرا خودش تولید می‌کند. با این حال این کشور وابسته به کمکهای خارج درقطار کشورهای فقیر ودر حال انکشاف شمرده می‌شود.درآمدسرانه این کشور حدود ۸۰۰-۹۰۰ دالر می‌باشد.۸۰ فیصد نفوس مشغول کشاورزی ومالداری می‌باشد.۶۷ % بودجه عادی دولت و ۱۰۰% بودجه قوای مسلح از طریق همکاری کشورهای خارج بخصوص ایالات متحده امریکا پرداخته می‌شود. با قطع شدن چنین همکاری افغانستان وضع اقتصادی بدی را سپری خواهد نمود. غرض پر ساختن این خلا یگانه وسیله که می‌تواند عواید این کشور را نجات دهد همانا استفاده از معادن افغانستان می‌باشد. ارزش مجموعی معادن افغانستان ۱۱۳۱٫۸۴۰ میلیارد دالر بوده که می‌تواند ازین مدرک سالانه مبلغ ۳-۵ میلیارد دالر عواید بدست آرند. طوریکه معلوم گردید مصارف سالانه دولت افغانستان 6.9 میلیارد دالر امریکائی در یک سال می‌باشد. با بدست آوردن چنین مبلغ افغانستان می‌تواند بودجه داخلی خود را تامین نماید. در طی مدت ۱۱ سال دولت افغانستان نتوانست اراضی زراعتی، تاسیسات کشاورزی و صنعتی، سدهای برقی خویشرا را توسعه دهد تا می‌توانست بودیجه عادی خود را خود تمویل نماید. کنون ده فیصد نفوس مشغول کار صنعت می‌باشد. محصولات صنعتی این کشور کوکا کولا، نساجی، چرم،بوت لوازم پلاستیک، ذغال سنگ، گاز، کوبالت،مس، صابون، صنایع دستی، فرنیچر، کود کیمیاوی وچوب می‌باشد. حدود ۳۵ فیصد نفوس از نبودن نان خانه برق آب آشامیدنی صحی رنج می‌برند. واحد پولی افغانستان افغانی است. بانک مرکزی و بانک جهانی در هفته 60-50میلون دالر را به بازار عرضه میدارند.
ب.ک.ک

څنګه کاري چلند او شخصیت ولرئ؟شخصیت او مسلکي چلند یوتربله لازم او ملزوم دي. مسلکي چلند د انسان د شخصیت یوه برخه دی. هرکس ...
03/05/2017

څنګه کاري چلند او شخصیت ولرئ؟

شخصیت او مسلکي چلند یوتربله لازم او ملزوم دي. مسلکي چلند د انسان د شخصیت یوه برخه دی. هرکس په خپل ژوند، سلوکو او چلند کې ځانګړې تګلارې لري او په همغو پېژندل کیږي. لکه یو محصول او شرکت، چې د هغوی له برانډه پېژندل کیږي. انسان هم د خپل ځان د تشهیر لپاره د چلند ځانګړی برانډ لري.

کرزی په چپنه او قره قولۍ له لرې پېژندل کیږي. د غونډې په هرکونج کې ، چې ناست وي، خلک یې پېژني. په نړۍ کې یې هم خلک له ورایه پېژني. همدا، چې سترګې پرې لګیږي، پوهیږي، چې کرزی دی.

په شخصي چلند او تګلارو کې اصلي شرط د هغو مثبت اړخ دی. شهرت باید ستاسې په مثبتو خویونو، او چلندونو وي. په بد چلند شهرت د ګټې پرځای زیان کوي. ولسمشر غني ډیر خاندي، یا له ځانه ډیر حرکات ښيي، خو دا ښه چلند نه دی. ډیر وخت ترې منفي تاثر اخیستل کیږي.

مسلکي چلند داسې څه نه دي، چې تاسې ته یې څوک در وښيي. دا اکتسابي او له مسلکي تجربې سره تړلی شی دی. شاعران، چې وګورې خپل ځانګړي چلندونه لري.

د متعلمۍ دوره کې سړی ډیر بې پروا وي، د محصلۍ په دوره کې یې ژوند بدلیږي او چې فارغ شي او د بچیانو او ژوند څښتن شي، په ژوند او شخصیت کې ګڼ نور تغییرات محسوسوي.

یوڅوک په لیسه کې هسې ریشخند شی وي، خو چې د پوهنتون په دوره کې یې وینئ، په شخصیت کې یې بشپړ بدلون راغلی وي. ډېر شوخ او بې ادبه کسان ډیر غلي او مودب شي او ډېر مودب او غلي شوخ او بې ادبه شي. چاپیریال د افرادو په چلنډ ټاکلونو کې مهم رول لري. په هغو چاپیریالونو کې چې انساني شخصیت مثبته وده کوي، چلند هم مثبت وي.

که یوڅوک په لاپو شاپو مشهور شي، په عمر هم څوک پرې باور نه کوي، ځکه خلکو په همدې نامه پېژندلی. لکه یو محصول، چې یوځل بې کیفیته ثابت شي، نور یې څوک نه اخلي، ولو که کیفیت یې یو پر څو لوړ هم شي. شخصیت جوړول له ماشومتوبه پیلیږي او د عمر تر پایه وده کوي. موږ او تاسې هر یو د خپل ژوند ډیره برخه په خپل مسلکي، ټولنیز، سیاسي، ادبي او …. شخصیت جوړونې لګوو.

شاعر لګیا دی، چې څنګه په ټولنه کې تر نورو ډیر مشهور او ښه شعر ولیکي.

انجنیر په خپل او دا نور د خپلو کاري او مسلکي شخصیتونو پر اکمال بوخت دي.

ډیره وړه تیروتنه ددې لامل کیږي، چې شخصیت مو وشړیږي، ځکه خو وايي، چې شخصیت جوړول که هرڅو سخت دي، خو ساتل یې تر هغه څو ځله سخت دي.

ځینې کسان د شخصیت جوړونې مصنوعي هڅې کوي، خو دا ډول هڅې په نهایت کې بې نتیجې دي.

دا لکه پوکاڼۍ، چې په هوا وپړسیږي، خو، چې هوا ترې ووځي، بیرته خپل اصلي ځای ته راشي. که څوک په پیسو شخصیت جوړوي، د غریبۍ په ورځو کې به یې څوک د خره له نرخه هم ونه غږوي. په ډیرو خبرو، ډیر کار او ډیر درناوی هم شخصیت نه جوړیږي. په کاري شخصیت جوړولو کې تر ټولو مهم څیز کاري ظرفیت او رښتینولي ده. که وړتیا ولرئ او په کار کې صادق وئ، په ټولنه او مسلکي چاپیریال کې مو خپله شخصیت تبارز کوي.
#کاپی

03/05/2017

دمنجمنټ اساسات
مدير څوک دى؟

مدير په لغت کې اداره کوونکي او کار چلونکي ته وايي او په اصطلاح کې مدير هغه شخص دى چې د خپل ټيم د کړنو مسووليت په غاړه ولري .

هغه څوک چې پلان جوړوي د اداري او مربوطه څانگوچاري تنظيموي،تصميم نيسي،دمؤسسي کاري ګروپ څارنه کوي او کارکونکي اداره کوي .



سيستم څه شى دى ؟

سيستم ديو بل سره د مربوطه کړنلارو دمجموعي څخه عبارت دى چې دهغي په واسطه ځيني اداري موخي لاسته راوړل کيږي .

يا هغه مجموعه ده چي د څواړونده برخو ځيني تشکيل شوي وي او يو ځاي سره کار کوي چي په يوه برخه کي دستونزي په رامنځته کيدو سره ټول سيستم اغيزمن کيږي

دسيستم ډولونه :

١-پرانستي سيستم: چي له بهرني چاپيريال سره اړيکي لري.

٢- تړلي سيستم: له بهرني چاپيريال سره اړيکي نه لري .



ستراتيژي

ستراتيژي ديوبشپړي واحدي کړنلاري (برنامي) څخه عبارت ده چې دهغې پواسطه چې ديوي اداري اساسې موخو ته رسيدلاي شوو

يا په بل عبارت : ستراتيژي د تگلارو او فعاليتونو د بشپړ پلان نه عبارت ده چې دکوم پواسطه ديوي اداري ټولو موخو ته رسيدلاي شو .



پلان څه شى دي؟

پلان دوړاندي نه جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغي په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو.

مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي .

دوخت په اساس دپلان ډولونه

اوږد مهاله پلان :

دا هغه پلان دي چې د پنځو(٥) کالو څخه پورته وي چې دي ته ستراتژيک پلان هم وايي .لکه د سردار داؤد خان پيځه کلن پلانونه .

منځ مهاله پلان :

دا هغه پلان دي کوم چي د يوکال څخه تر پنځوکالو پوري وي .

لنډمهاله پلان :

دا هغه پلان دى کوم چې د يوي ورځي څخه تر يو کال پوري وي او لاندي ډولونه لري .

(ورځيني پلان ، ميا شتني پلان ، ربعي وار پلان ، کلني پلان )



تشکيل څۀ شى دى

د دندو تقسيم بندي ، د صلاحيتونو او مسووليتونو تعينول د سلسله مراتبو تعينول په يوه اداره کې د تشکيل په نوم ياديږي.

د دندو له ويشلو،دواک ورکولو،د دندو ټاکنه او په يوه اداره کې دواحدونو منطقې اړيکوله ټاکلو څخه عبارت دى .



اداره يا: (Organization)

اداره په لغت کي حاکميت،تنظيم،او په يوه کړۍ کي راوستلو ته وايې او په اصطلاح کي اداره دهغه قوي څخه عبارت ده چې ديوي هر اړخيزي پاليسي او يوه منظم تشکيل په پام کي نيولو سره داړونده وظايفو دښه ترسره کولو لپاره لاره هواروي او مطلوب هدف ته درسيدو امکانات برابروي .



اداره يوټولنيز نظم دى،چې يوشمير وګړي دټاکلو مقاصدو دترلاسه کولو لپاره په هغي کي تنظيم شوي وي او دخاصو قواعدودپيروى په اساس ديوبل په مرسته ځان هدف ته ورسوي.



داداري ډولونه

داره دحقوقو او سياسي علومو له مخي په دوه ډوله ده :

١-عمومي اداره : چې دټول هېواد په سطحه دبحث لاندي نول کيږي

٢-خصوصې اداره : چې ديوي موسسي،پروژي،تصدي او شرکت په سطحه تر بحث لاندي نيول کيږي .



او د اقتصاد له مخي هم په دوه ډوله ده :

١-تجارتي اداره :هغه اداري دي چي په لمړي قدم کي گټه په نظر کي نيسي او په دوهم قدم کې خدمات ترسره کوي.

لکه : موبايل کمپنياني (اريبا،افغان بيسيم ،اتصالات ،روشن او داسي نو ر ) .

٢- غير تجارتې اداره :هغه اداري دي چي په لمړي قدم کي خدمت کوي او په دوهم قدم کي خپل مصارف پوره کوي لکه :صحت عامه ،ترانسپورت رياست اوداسي نور) .



د ادارې مهم عناصر

موخې (هدف)- (Objectives)

سرچينې(منابع) - (Resources)

اغيزناکتوب (مؤثريت)- (Effectiveness)

گټورتوب (مثمريت)- (Efficiency)

ښکيل اړخونه (په اداره کې شامل خلک يا ګټه اخستونکي) Stake Holder



١- موخې (اهداف) _ (Objectives)

دمديريت له نظره موخې هغو غوښتل شوو پايلو ته درسيدني نه عبارت دي دکومو لاسته راوړنو ته چې د يوي اداري ټولي کړني يا فعاليتونه متوجه وي

موخې بايد دلاندي ځانگړتياو لرونکي وي: ( SMART )

· روښانه او مشخصه وي ( Specific ) _

· داټکل او سنجش وړ وي _ ( Measurable )

· دلاسته راوړني وړ وي _ (Attainable )

· حقيقت لرونکي وي _ ( Realistic )

· دوخت دمحدوديت لرونکي وي _ ( Time bound )



٢- سرچيني (منابع) : ( Resources )

منابع د يوي اداري مادي او معنوي پانگوڅخه عبارت دي.

د منابع ډولونه :

الف:بشري منابع ( Human Resources):لکه پرسونل،متخصصين او خدماتي کار کوونکي .

ب: فزيکي منابع ( Physical Resources ): لکه تعميرات ،ماشينونه ،ځمکه او داسي نور.

ج:مالي منابع ( Financial Resources ): لکه بوديجه او هغه نقدي پيسي چي مونږ ته په واک کي راکړل شوي دي يا هغه فنډونه چي ډونر تخصيص کړي وي.

د:غيرمحسوس منابع (Intangible Resources ): لکه مهارتونه،استعداد،کسبي زده کړي او تجربي



٣- اغيزناکتوب (مؤثريت) _ (Effectiveness)

دفعاليتونو په درسته توگه سرته رسونو څخه عبارت دى چې دموخو لاسته راوړلو لپاره مونږ سره مرسته کوي د يومطلوب هدف ترلاسه کول په ټاکل شوي (مشخص شوي ) وخت کي عبارت ى اغيزناكتوب .

او په اغيز ناکتوب کي يو موضوع ډيره مطرح کيږي چي هغه کيفيت(Quality) ده .

٤- گټورتوب (مثمريت) _ (Efficiency)

دسرچينو کارول په گټوره توگه چي دهغي په نتيجه کي ډيرمحصول (out put) لاسته راشي ،يعني محصول پرپانگي ډير وي .

کچيري خپل هدف په لږو منابعو اوکم وخت کي لاسته راوړل شي مثمريت بلل کيږي او لاندي ټکي پکي په نظر کي نيول کيږي.

کميت (Quantity)

ارزښت (Value)

وخت (time)



٥- ښکيل اړخونه (جوانب ذيدخل) _ (Stake holder)

ښکيل اړخونه له هغو وگړو څخه عبارت دي چي په اداره کي،يا د اداري په فعاليتونو کي برخي لري او يا د اداري فعاليتونه دهغوي په گټواو تاوان اغيزي ولري .

په اداره کي ښکيل اړخونه په لاندي ډول دي :

· برخه لرونکي (Participants)

· کارکوونکي او مامورين (Staff)

· مشتريان (Consumers)

· تمويل کوونکي (Donors)

· عرضه کوونکي (Suppliers)

· دمنطقي ياسيمي اوسيدونکي (Local community)



ديوي روغې اوسالمې اداري(Organization) نښې او ځانگرتياوي

· په يوه اداره کي ټولو اداري قوانينو،مقرراتو او اصولو پيري کول.

· تشکيل بايد داصل او اړتيا سر برابر وي او د اداري اصل له موخو او دندو سره يووالى ولري

· اداره بايد له جعل کارۍ (تقلب) ،کاغذپرانۍ،رشوت اخستني او ناوړه گټي اخستني نه پاکه وي .

· کار بايد اهل کار خلکو ته وسپارل شي.

· په اداره کي بايد هماهنگي ،دکنترول ښه سيستم او درهبري مقام څخه اطاعت موجود وي.

· اداره بايد کار کوونکو په انختاب،انتصاب،بدلون اوداسي نورو مهمو اداري اصولو پربنسټ لکه دتعادل اصل ،تخصص اصل،گتورتوب،اغيزناکتوب او انساني اړيکو په مراعت کولو سره منځته راغلي وي .







ديومدير مهمې دندي * Function of Management

١- پلان جوړونه 1- Planning

٢- سازمان ورکونه 2- Organizing

٣- لارښون ( مشري) 3- Leading

٤- استخدام (گمارل) 4- Staffing

٥- کنټرول 5- Controlling



پلان جوړونه (Planning)

پلان جوړونه يوه داسي پروسه ده چې دمديرانو په مرسته د مناسبو موخو د تشخيص اوانتخابولو په مقصد استعماليږي او همدارنگه د يوي اداري لپاره ديو کار يا عمل دکړنلاري حيثيت لري .

د اداري افرادو لپاره داهدافو ټاکل د دغه اهدافو لاسته راوړلو طريقي جوړول او وړانديز کول چې څه وکړو،څنگه يي وکړو،چيرته يي وکړو،کله يي وکړو، او څوک يي وکړي .

څه وکړو _خپل هدف معلومول

څنگه يي وکړو _ورځينۍ چاري معلومول

چيرته يي وکړو _ځاي تعينول

کله يي وکړو _وخت تعينول

او څوک يي وکړي _اهل کار تعينول



تنظيمول _ Organizing

ديو ارگان يااداري مالي ،بشري ،فزيکي،اوداسي نور منابع او سرچيني سره همغږي (هماهنگ) کول او په صحيحه توگه تنظيمول چې ديو ارگان اغيزمنتوب پکي نغښتى وي .

دوظايفو تقسيمول دخلکو په منځ کي دهغوى درشتو مطابق ته تنظيمول (Organizing)وايي



رهنمايي (لارښونه) Leading

دافرادو بيدارول ،تشويقول، رهنمايي کول، روزل اوترينګ کولوپروسي ته رهنمايي وايي .

مشري (رهبري) Leader ship:

مشري دلاس لاندي خلکو تر منځ دنفوذ کولو څخه عبارت دي ترڅو دهغوى پر فعاليتونو اغيزي وکړي ،او د اداري موخو لاسته راوړلو ته يي رهنمايي وکړي.

د يومشر او لارښود لازم خصوصيات او مهارتونه :

ټولنيز اوسيدل
ابتکار
قوي اراده لرونکي
په خپل ځان باور لرل
په زړه پوري والي
مرسته کوونکي
بدلون منوونکي
دموقعيت سره بلدتيا


استخدام (گمارل) _(Staffing)

د تشو بسونو ډوکول ،دافرادو جلبول ،نيول،تبديلو او رتبه ورکولو پروسي ته استخدام وايي .

استخدام د اداري په جوړښت او تشکيل کي دخالي پستونو ډکول او ډک ساتنو څخه عبارت دي چې لاندي پړاونه پکي شامل دي

استخدام په دوه ډوله دى

١ - داخلي استخدام :چې مقامونه د يوي اداري يا شرکت په داخل کي ډکيږي

داخلي استخدام لاندني گټي لري :

v کارکوونکي دشرکت او اداري په کلتور باندي ښه پوهيږي

v منيجر ټول کانديدان مخکي له مخکي نه پيژني

v دي سره داخلي کارګران تشويق کيږي



٢- خارجي استخدام :منيجر (مدير) داداري يا شرکت نه بيرون خلک پيداکوي چې مخکي ني په شرکتونو کي کار نه وي کړى

د دي لپاره په اخبارو کي او انترنيټ کي اشتهارات ورکوي.



کنټرولول: (Controlling)

کنټرولول دمديرانو له مهمو دندو څخه شميرل کيږي او له هغه پړاو څخه عبارت ده چې ترسره شوي فعاليتونه دپلان شوي فعاليتونو سره پرتله کوي ،چې دهميشني اصلاح لپاره په يوه اداره کي ترسره کيږي اودغه بهير دلمړنۍ مرحلي نه ترپايه پوري دوام لري .

دمشکلاتواو ستونزو پيداکول او دهغي حل کولو پروسي ته کنټرولول وايي ،ترڅو وکولاي شو چې خپل اداري اهداف دپلان مطابق لاسته راوړو .



دمنجمنټ سطحي ياطبقي _ (Management Levels)

د وظيفي له نظره دمنيجر ډولونه

لوړ رتبه يا دلوړي کچي مدير(Top level Manager)

هغه مدير دى چې داوږدي مودي لپاره پلان جوړوي ،دمنځنۍ او ښکتنۍ سطحي مديرانو ته لارښونه کوي ،هغوکنټرولوي او دپوره تصميم نيوني صلاحيت لري.

په نسبي توگه يوه وړکي اجرايوي ډله ده چي داره کنټرولوي او دټولو شعبو داجراتومسؤليت په غاړه لري ،داداري لپاره موخې ټاکي او دموخولاسته راوړلو لپاره ستراتيژي او تگلاره جوړوي او هم دمنځنۍ کچې دمديران دکړونو فعاليتونوڅآرنه کوي .



دلوړي کچې مديرانو دندې

داهدافو ټاکل او دهغې لاسته راوړلو لپاره اوږدمهاله پلانونه او ستراتيژي جوړول

دبيلابيلو څانگو کاري پړاو او دندي ارزيابي کول اوله هغوي سره مرسته کول

داداري غړو اوکارکوونکو دټاکني حق په اداره کي لري

دمنځنۍ سطحي مديرانو ته دهغوي دستونزو په اړوند لارښوني کول



منځنۍ رتبه دمنځنۍ کچې مدير (Middle Level Manager)

په يوه اداره کي دمديرانو دهغي ډلي څخه عبارت دى کوم چې دلوړ او ټيټ رتبه مديرانو ترمنځ روابط قايموي او دلوړي کچې دمديرانو څخه هدايت اخلي او دهغوي دتگلاري دعملي کولومسؤليت په غاړه لري او دښکته کچې دمديرانو فعاليتونه اوکړني مشاهده کوي او همغږي کوي او دلومړۍ کچې دمديرانو دڅارني مسؤليت په غاړه لري .

داهغه ډول مدير دى،چې دټيټي سطحي منيجران کنټرولوي او ددي منيجرانو دفعاليتونو مسؤليت په غاړه لري او د ډيپارټمنټونو لپاره پلان جوړوي او دسازمان ټاکلي اهداف تعقيبوي .



دمنځنۍ کچې د مدير دندې

دمتوسطي کچې پلانونه جوړوي او اوږدمهاله پلانونه دڅيړني او کنټرول لپاره لوړي کچې مديرانو ته وړاندي کوي او ترتيب کوي .

بيلابيلو څانگوته پاليسي جوړول .

· ورځيني او اونيزه (هفته وار) راپورونه کنټرولوي او ارزيابي کوي .

· ټيټو کچي مديرانو ته دهغو دستونــــزو په اړوند لارښوني او مشوري ورکوي .

· دکارکوونکو گمارل او ټاکلو دنده په غاړه لري .



ټيټ رتبه ،دلومړۍ کچې مدير (First level Manager)

هغه مدير دى چې دکارگرانو ورځيني فعاليتونه اداره کوي او ديوسازمان سوپرويزران اوکارگران په مستقيمه توگه کنټرولوي .

په دي ډله کي هغه مديران شامل دي کوم چې دخپلواجراياتو لپاره دمنځنۍ کچې مدير څخه هدايت اخلي او دخپلو اجراتو (کړنو) راپور ورکوي .



دټيټي کچې مديرانو دندي

· لنډمهاله کاري پلانونه جوړوي ،منځنۍ کچې مديرانو ته يي وړاندي کوي او هغي داجراء تو په اړه اضافه معلومات ورکوي.

· دلاس لاندي کارکوونکو کړنلاري ،کړني او طرزالعملونه څاري او کنټرولوي.

· د دندو لايحه په ټاکلي توگه جوړوي .

· له کارکوونکو سره هميشنۍ اړيکي لرل او تماس ورسره لري

ب.ک.ک

28/04/2017
25/04/2017

مدیریت څه شي دی ؟
مدیریت په لغت کي اداره کولوته ویل کیږي ، په اصطلاح کي ټاکلو هدفونوته د رسیدو لپاره د انساني او مادي قواوو همږغي کول په لږ مصرف او لنډه موده کی مدیریت بلل کیږی.
ب.ک.ک

Address

کندهار افغانستان
Kandahar
KANDAHAR

Telephone

0705599665

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کندهار مرکزی تجارتی لیسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category