لوی ڪندهار

لوی ڪندهار Kandahar Afghanistan

29/05/2023
کندهار  شهیدانو چوک 55کاله مخکي (1968م )    زموږ  هویت زموږ خپل لباس دی
13/02/2023

کندهار شهیدانو چوک 55کاله مخکي (1968م )

زموږ هویت زموږ خپل لباس دی

کابل ته د مجاهدينو له ننوتلو وروسته د افغانستان د هوايي ډګرونو حالت، ۱۹۹۲ع دغه الوتکي له شاهي او کمونيستي دورې پاته روغي...
09/10/2022

کابل ته د مجاهدينو له ننوتلو وروسته د افغانستان د هوايي ډګرونو حالت، ۱۹۹۲ع
دغه الوتکي له شاهي او کمونيستي دورې پاته روغي الوتکي وې چي د دوو سترو تنظيمي ډلو لاسونو کي وې.

تخته پُل کلا، کندهار: د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کي د "تخته پُل کلا" په نامه يو پخوانی سل کلن "کاروان سرای یا رباط" ست...
29/09/2022

تخته پُل کلا، کندهار:

د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کي د "تخته پُل کلا" په نامه يو پخوانی سل کلن "کاروان سرای یا رباط" سته چي د بولدک سړک جنوب اړخ ته په څو کلیومترۍ کي موقعيت لري.
دغه کاروان سرای د بده مرغه د ورستيو اورښتونو له امله ويجاړېږي.

کابل کندهار لار، ۱۹۶۵عهغه وخت موږ بهرني سیلانیان نه په نښه کول، نه چا د بهرنیانو کورنۍ ته په سپکه کتل او نه هم په لویو ل...
11/08/2022

کابل کندهار لار، ۱۹۶۵ع

هغه وخت موږ بهرني سیلانیان نه په نښه کول، نه چا د بهرنیانو کورنۍ ته په سپکه کتل او نه هم په لویو لارو کي بریدونه، لوټماری، غلا او قتلونه موجود وه.

د امریکا سفارتکابل افغانستان۱۹۶۲
05/08/2022

د امریکا سفارت
کابل افغانستان
۱۹۶۲

د زمري اوومه افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځې په نوم سره لمانځل کيږي. په همدي پار دملي بیرغ په اړه ځینې مهم معلومات دلته ش...
29/07/2022

د زمري اوومه افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځې په نوم سره لمانځل کيږي. په همدي پار دملي بیرغ په اړه ځینې مهم معلومات دلته شریکوو.
دافغانستان دبیرغ رنگونه د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان لخوا داسې څرگند شوي، تور رنگ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنگ د هېواد د آزادۍ د مجاهدو شهيدانو نښه، زرغون رنگ د هېواد د آزادۍ د ترلاسه کولو وروسته د پرمختگ او زرغونېدو نښه. په بله وينا د ښکېلاک په تور تم کې د هېواد د آزادۍ لپاره شهيدو مجاهدو وينه توی کړه او آزادي يې وگټله اوس د هېواد د بيا زرغونېدو او پرمختگ وخت دی. د اماني پېر نه وروسته د افغانستان په ملي بيرغ کې گڼ شمېر بدلونونه راغلل چې تر ټولو لوی او څرگند بدلونونه د خلقيانو د واکمنۍ پر مهال، د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ليدل کېږي.
د افغانستان همدا اوسنی بیرغ د افغانستان د اسلامي دولت د انتقالي ادارې لخوا په ۲۰۰۲ ز. کال کې د هېواد د ملي بيرغ په توگه وټاکل شو.
دا بيرغ د افغانستان د پاچايي ۱۹۳۰-۱۹۷۳زېږدي کالونو بیرغ ته ورته دی. خو يوازينی توپیر چې د پاچايۍ د وختونو او د اوسمهالي بیرغ په بڼه کې ليدل کېږي هغه د بیرغ په نښان کې د شهادت کلمه ده. په ۲۰۰۴ ز. کال کې د بيرغ په نښان کې د لږ بدلون په راوستلو سره، دا بيرغ د افغانستان رسمي بيرغ په توگه وپېژندل شو.
د افغانستان د بېرغ سور (عرض) معياري اندازه يو متر او پنځه ويشت ساتني او اوږد والى (طول) د هغې د عرض دوه برابره دى. البته دغه اندازه د بېرغ استعمال او استفادې ايجاب ته په کتو چې بېرغ ور باندې نصب يا پورته کېږي، په تناسب سره کوچنۍ يا لويه کېداى هم شي.
د افغانستان د بېرغ د پورته کولو او راښکته کولو لپاره له فولادي رنګه رسۍ څخه استفاده کېږي. رسۍ په غبرګه توګه د لاستي د پورتنۍ برخې د قبې له لاندې څخه د پارچې د ساتنې په صندوق پورې دوام پيدا کوي.
د افغانستان بېرغ د ودانۍ دپاسه يا د ودانۍ په منځ کې او يا د ننوتلو په دروازه کې نصب کېږي. که چېرې يو بنسټ خصوصي بېرغ هم ولري؛ نو د نصب په وخت کې د افغانستان بېرغ ښي اړخ ته او د خصوصي بنسټ بېرغ کيڼ اړخ ته نصب کېږي.
د افغانستان بېرغ په چټکۍ پورته او په ورو راښکته کېږي، د سپورتي مراسمو او نورو مواردو پر وخت د بېرغ پورته کولو سره ملي سرود غږول کېږي. د دې تر څنګ په متروکه، نيم کاره، مخروبه او هغوى ته په ورته ودانيو باندې د بېرغ پورته کول مجاز نه دي. همداشان د افغانستان په الوتکو باندې د بېرغ پورته مجاز نه دي، د دې پر ځاى د افغانستان بېرغ په لومړۍ ننوتونکې دروازه باندې رسمېږي.
د افغانستان له بېرغ څخه د استفادې ممنوعیت:
په لاندې حالاتو کې له بېرغ څخه استفاده نه شي کېداى:
1: په هغه صورت کې چې پارچې يې زړې او ورستې شوي وي.
2: په هغه صورت کې چې رنګ يې له لاسه ورکړى وي او کمرنګې شوي وي.
3: په ښکلاييزو ظروفو او ځمکنۍ نقليه وسايطو کې.
4: په جامه او نورو اضافه شيانو کې.
5: د حيواناتو او ځمکنۍ نقليه وسايطو لپاره د ګټې اخيستلو په شيانو کې.
هغه شخص چې ملي بېرغ ته په علني ډول د سپکاوي مرتکب شي، د عدلي تعقیب لاندې نيول کېږي، د لومړي ځل لپاره توصيه، د دوهم ځل لپاره ليکلى اخطار او د دريم ځل لپاره په نغدي جزا چې اندازه يې د (۱۰۰۰) ا.ف څخه تر (۵۰۰۰) ا.ف پورې وي، محکومېږي.

واخان د نړۍ بام دی او که موږ له دې بامه راولوېدو، د ژوندي پاتې کېدو هېڅ امکان مو نشته.په انځور کې دوه افغان سرتېري ليدل ...
24/07/2022

واخان د نړۍ بام دی او که موږ له دې بامه راولوېدو، د ژوندي پاتې کېدو هېڅ امکان مو نشته.

په انځور کې دوه افغان سرتېري ليدل کيږي چې په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې د واخان په لوړو څوکو کې په ګزمه بوخت دي.

د اعلیحضرت ظاهر شاه بابا یوه لومړۍ لاس خاطره!مشره خور مې شا و خوا ۶۷ کلنه ده هغه کیسه کا له ننه شا و خوا ۵۵ کاله وړاندې ...
22/07/2022

د اعلیحضرت ظاهر شاه بابا یوه لومړۍ لاس خاطره!
مشره خور مې شا و خوا ۶۷ کلنه ده هغه کیسه کا له ننه شا و خوا ۵۵ کاله وړاندې مې پلار د پکتیا ولایت په ځاځیو کې لوا مشر وو اعلیحضرت ځاځیو ته په دوره راغلي وو پر لاره په کوم دلیل له خپل کاروانه بېل سوي وو ماخوستن مهال ږغ وسو چې اعیلحضرت راغلی او ملګري يې تر شا پرې ایښي دئ.
او اعلیحضرت یوازي له ډریور او یوه ساتونکې سره رارسېدلي دئ نو د لوا په فامیلیو کې شور ما شور جوړ سو چې د ډوډۍ بند و بست وکړي چې په دې کې د اعلیحضرت پامېږې او ږغ کوي چې هر منصبدار چې کور څه پاخه کړی وي هغه دي راوړي نو د فامیلیو له ټولو کورونو ډول ډول خواړه يې د اعلیحضرت حضور ته راوړل او اعلیحضرت هم په ډېره لېوالتیا د حاضرو خوړو خوند کاته او بیا به يې پوښته کول چې دا د چا د کور دي؟
وايي زموږ له کوره يې کیچیړی/ډنډکی/ چيکیړی ور ایستلي وو چې اعلیحضرت په ټولو خوړو کې همدا غوره کړل او پر همدې يې بسنه وکړل چې د یادو خوړو میسي لوښي زما مور داسې ساتل لکه یو ګرانبيه غمی او مدام به يې ویل چې په دې لوښو کې ظاهر شاه ډوډۍ خوړلې ده.
صديق الله خوشال.
د تاريخي موادو د پاره زموږ پاڼه خوښه او دغه انځورونه له ملګرو سره شريک کړئ✅

بولدک ته د م ج ا هدينو او تنظيمي وسلوالو ننوتل، کندهار، ۱۹۸۸ع کالد ډاکټر نجيب الله د دولت څخه د کندهار او چمن تر منځ تجا...
20/07/2022

بولدک ته د م ج ا هدينو او تنظيمي وسلوالو ننوتل، کندهار، ۱۹۸۸ع کال
د ډاکټر نجيب الله د دولت څخه د کندهار او چمن تر منځ تجارتي ښار #بولدک نيولو ورځ چي وروسته پکښي د مجا هدينو تر منځ په خپل منځي جنګونو کي وران سو.
د بولدک نيول د نجيب د رژيم د پاره ځکه لوی سرخوږی وو چي له پاکستان سره نږدې او له وخت مخکي ئې نيول مجا هدينو بريا او کابل مېشت دولت ته ئې نيول سخت وه.
مجا هدينو له هر څه مخکي بولدک پر قومي وېش تقسيم او هره دولتي اداده د يوه ځاي ټبر په واک وه او دې کار ډېر ژر د دوی تر منځ پر مادياتو داسي جنګونو ته لار هواره کړه چي د بولدک اکثره اوسېدونکي کډه کولو ته اړ سول او پکښي يوازي د توپک تر سيوري لاندي د ګوتو په شمار څو دوکانونه او خپل سري وه.
بولدک د کندهار ولایت سرحدي اولسوالۍ ده چي ۲۵۵ لوی او کوچني کلي لري چي ټولټال ۴۵۰۰۰۰ وګړي پکښي ژوند کوي.
سپين بولدک د افغانستان او پاکستان تر منځ تر تورخم وروسته دويم لوی بندر دی.

د ډاکټر نجيب الله کورنۍ او ژوند:منډيګک بنسټ له سياست ورهاخوا د افغان واکمانو په اړه د هغوی ناويلي اړخونه څېړي، دې برخه ک...
19/07/2022

د ډاکټر نجيب الله کورنۍ او ژوند:
منډيګک بنسټ له سياست ورهاخوا د افغان واکمانو په اړه د هغوی ناويلي اړخونه څېړي، دې برخه کي د پخواني واکمن نجيب الله د ژوند او کورنۍ په اړه دغه برخه وړاندي کوي، لطفاً د البوم په پېژندلو کي تاسي هم مرسته وکړئ!
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجيب الله په ١٣٥٣کال کي له فتانه نجیب نومي پېغلي سره واده وکړ او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او موسکا په نومونو لرلې.
ډاکتر نجيب الله د ملګرو او پاکستان مېشتو مجاهد ينو له گواښونو له کبله کابل کي د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته د هغوی دفتر ته پناه يوړه. پوره څلورنيم کاله يې دملگرو ملتونو په دفترکې تېر کړل او بلاخره د ۱۹۹۶ع/ ١٣٧٥ لمریز کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د تالبانو د لښکرو د ننوتلو سره سم په ناپوښتلي حالت له خپل ورور شاهپور سره په گولۍ وويشت او وروسته يې بيا په رسۍ وځړاوه.
د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورگانې د ١٩٩٢ کال څخه په نوي ډېلي کي ژوند کاوه.
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
د تاريخي موادو د پاره زموږ پاڼه خوښه او دغه ليکنه/البوم له ملګرو سره شريک کړئ✅

دا ښڪلي انځور نن په پڪتیڪا ڪي ڪیږل سوئ،د حاجیانو د راتلو په مناسبت یې د ښه راغلاست لپاره د ڪور دروازه ورته برابره ڪړي.یو...
18/07/2022

دا ښڪلي انځور نن په پڪتیڪا ڪي ڪیږل سوئ،
د حاجیانو د راتلو په مناسبت یې د ښه راغلاست لپاره د ڪور دروازه ورته برابره ڪړي.
یو بل ته د لاس ورڪولو وخت دي🇦🇫🏳🤲،

Address

Kandahar
ASA

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لوی ڪندهار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category