22/08/2026
د ماشوم د حرکتونو کمېدل کله باید جدي ونیول شي؟
د امیندوارۍ په وروستیو میاشتو کې د ماشوم حرکتونه د هغه د روغتیا د ارزونې له مهمو نښو څخه دي
که مور احساس کړي چې د ماشوم حرکتونه د معمول په پرتله کم شوي یا د حرکت په ډول کې څرګند بدلون راغلی باید دا موضوع عادي ونه ګڼي او د ارزونې لپاره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي
🔹 د ماشوم حرکتونه د هرې مور او هر حمل له مخې توپیر لري
🔹 مهمه خبره د ماشوم د خپل معمول حرکتونو پېژندل دي
🔹 د حرکتونو ناڅاپي کمېدل یا بندېدل باید له پامه ونه غورځول شي
🔹 د ماشوم د حرکتونو د کمېدو په صورت کې د راتلونکې ورځې انتظار مه کوئ
مهم:
د خوږو خوړلو یا د کورني طریقو په وسیله د ماشوم د حرکتونو د بېرته راتلو انتظار کول د طبي ارزونې بدیل نه دی
ډاکټره ممکن د ماشوم د زړه ضربان د جنین حالت او د اړتیا په صورت کې الټراساونډ او د وینې جریان Doppler معاینه وکړي
د ماشوم د حرکتونو بدلون د مور لپاره یو مهم خبرداری دی په وخت ارزونه د ماشوم د خوندیتوب لپاره مهمه ده
🩺👩⚕️ دوکتورس برښنا نصیب عبدالي
د نسایي او ولادي ناروغیو ټرېنر متخصصه او
د اکمال تخصص پروګرام استاده
🏥 پته: خوست ښار د لوی جامع جومات لویدیځ لوری غفران پلازا زیرزمیني
📱 WhatsApp: 0773190444
ستاسو روغتیا زموږ مسؤلیت دی.