Hadi

Hadi اول زما فعالیت وګوره ورسته مي فالو کړه
اضافه خبري یا نصحت کول مي بیا نه خوښیږي
پوه سواست خوږو 🥰👇

لنډه کیسه څوارلس کلن هلک خپله پېغله خور تر کوڅيو ونېوله، د هغې پر اوږه تم منګی يوې خواته کوږ شو، ولوېد او له درب سره مات...
13/08/2024

لنډه کیسه

څوارلس کلن هلک خپله پېغله خور تر کوڅيو ونېوله، د هغې پر اوږه تم منګی يوې خواته کوږ شو، ولوېد او له درب سره مات کلدورکي ( د منګي ټوټې ) يوې بلې خوا ته ولوېدل.

نجلۍ پر ژامه سوک وخوړ، لاړې يې باد شوې ، کيڼ لور ته ړنګه شوه، سر يې د چوترې پر سميټي ژۍ ولګېد، ځای پر ځای پرېوته.

هلک د هغې تشي ته لغتې ونيولې، په عمر پخه ښځه له کوټې راووته، هلک يې پورې واهه، پر نجلۍ ور پرېوته او له خولې څخه يې ښېراوې راووتې:

_ خدای دې ټک له ټکه که، مغزى دې مات شه، ښه ورځ ونه وينې…

هلک لاس ور وغځاوه، ښځه يې تر مټ ونېوله، نجلۍ ته يې دوه_ درې سوکه ورکړل، ځای پر ځای ودرېد، له خولې څخه يې ځګونه باد شول:

_وژنم يې !

دا يې وويل او ديوال ته نږدې د خرې پر کته کېناست.

ښځې خپلې لورته وکتل، سترګې يې سپينې راختلې وې، غاښونه يې په وينو سره ول، ښځې په ژړا کې وويل:

_مړه دې کړه!

هلک لاړې تو کړې، پر خپله بهيدلې پزه يې لستوڼی تېر کړ، څه يې ونه ويل.

د نجلۍ زګېروی واورېدل شو، شېبه وروسته يې سترګې رڼې کړې، يو دم يې وژړل، ځان يې د مور غېږې ته ور واچاوه.

مور يې د هغې په ککرۍ لاس تېر کړ، ګوتې يې په وينو سرې شوې، په غريو کې يې وويل:

_څه ووايم، خدای دې ځوانيمرګ کي.

وروسته يې د نجلۍ ټکری سم کړ، نجلۍ ولاړه شوه، زانګې وانګې کوټې ته ننوته.

ښځې هلک ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:

_څه خطا، څه ګناه، ولې؟

هلک خپله پزه پورته کش کړه، په خشکه يې وويل:

_دا دريم وار دی چې په اوبو پسې د باندې وځي!

مور يې چيغه کړه!

_نو په دې کې څه خبره ده؟

هلک په غوسه وويل:

د کلا تر مخ هلکان مردکي کوي، شرم دی شرم!

ښځې په غريو کې وويل:

_زار ( زهر ) دې تر خوله سه، هغوی خو سره خوله هلکان دي، نن جامې مينځو! اوبه راوړي !

هلک چيغه کړه!

_ دومره آزادي مه ورکوه! که مې دا وار ولېده! مرداره به يې کم

له دې سره يې په جېب کې پرتو مردکيو ته شرنګ ور کړ او په منډه له کلاه ووت

جګ قد او د پوست سپینوالي ئې لکه وړیا (وای فای) د ډېرو پام ځان ته اړولی و.هغه د ماموت خان په خبره: تېرېدونکو کسانو خو داس...
05/08/2024

جګ قد او د پوست سپینوالي ئې لکه وړیا (وای فای) د ډېرو پام ځان ته اړولی و.
هغه د ماموت خان په خبره: تېرېدونکو کسانو خو داسي کوږ ورته کتل، لکه چرګ چي په کوزه ګي ګوري.
تر پرون دوې درجې ګرمي زیاته، ۴۸ درجو ته رسېدلې وه، دا لا هم له څو بېک قلمونو سره پر جمپ ولاړه وه.

د شفري نسخې لیکونکی هغه ډاکټر چي، ایمان او وجدان دواړه پلوري؛ په سپین رنګ لکسیز کي سپور و، ښځي ته په رانژدې کېدو ئې موټر کرار کړ، د څنګ ملګری ئې مخاطب کړ او ښځي ته په کتو ئې وویل: "اښه دا ټول قلمونه به تر ګټي پوري سل افغانۍ حساب کړو، نو په دا سره ګرمۍ کي د دې سلو افعانیو له پاره ولاړه ده؟ فکر نه کوم. د دې بدن ته په کتو، ښه ګیراکان به لري او په زرګونو به ګټي".

قلمونو والا ښځه چي سختي ګرمۍ اخستې وه، پر جمپ کښېناستله، لمر ته پروت د اوبو بوتل چي اوبه ئې سختي ګرمي سوي وې‌، پر سر توی کړې او د سړک پر غاړه نانوان ته ودرېده: "وروره! نن مي سودا نه ده کړې، د پلار د تقاعد پیسې هم ورکي دي، د خدای له پاره دوې وچي ډوډۍ په پور راکه".
نانوان تندی تریو کړ: "په تاسو فقیرانو یو خدای ښه رسېږي..."

افغانه فرشته ناهیلې د کور پر خوا روانه سوه، سترګي ئې اسمان کي ښخي کړې؛ وئې ویل: "شکر دی چي د دې بې وخته بارانونو پر ځای ډبري نه اوري..."
بسم الله وطن دوست

د  #بدنامه  #ناول  #وروستۍ برخهمور یې لاس وروړاندې کړل سر یې ځینې راپورته کړو ، ګلابې شنډو یې له پزې څخه په راغلو وینو ت...
21/07/2024

د #بدنامه #ناول #وروستۍ برخه

مور یې لاس وروړاندې کړل سر یې ځینې راپورته کړو ، ګلابې شنډو یې له پزې څخه په راغلو وینو تکې سرې اوښتې وې ، د مخ په دواړو خواوو یې د لسو ګوتو چاپونه له ورایه ښکاریدل ، مور یې د ټکرې په پیڅکه د هغې اوښکې او وینې ورپاکې کړې په تندې یې ښکل کړه ، له لاسه یې ونیوه غوښتل یې پورته یې کړي ، د نرګس لاس پنجه یې په لاسونو نرمه ولګېده ، لاس پنجې ته یې وروکتل ، له ځوو ډکه او تڼاکې وه بره میز ته یې وکتل ، د نغرې له سره دیګ بخار ښکته ایښي ؤ او د نرګس د لاس پوستکې سوی بوی آشپزخانه کې تاویده راتاویده ، مور یې د هغې تڼاکو لاسو ته ښه وژړل یوازې یې دونه وویل : خدای دې یې ستا له هر تار وښته قربان کړي
نرګس په وینو ډکه خوله مسکۍ شوه ویې ویل : ما درته نه ویل تور رنګ بد بخت رنګ دی ، خپل ګریوانه ته یې ګوتې وروړلې سترګې یې پټې کړې ، له زور سره یې سم ګریوان تر لمنې وشکوه او دا ټپه یې وکړه
“ما مې د پلار شمله ساتله”
“پلار مې شمله په ځمکه ولي غرقه شومه”
مور یې له اوږو ونیوه پورته یې کړه ، دهلیز ته د رسیدو سره یې وویل ته ودریږه زه کالي درته راوړم ، دهلیز کې ولاړه وه سترګې یې په پریوتي کاغذ ولګیدې ، ملا کې ورقات شوه د راپورته کېدو نه وه همداسې ورپریوته ، کاغذ یې خلاص کړو ، نمبر سره خواکې د الیاس نوم لیکل شوی ؤ ، بیرته یې قات کړو او د څنګ المارۍ په یوې تاکچې کې پټ کیښودو ….
له یوې اونۍ خاموشۍ روسته یې د د جمعې په ورځ د انګړ ور وټیکده ، پلار یې دروازه خلاصه کړه ، له روغ بړ روسته یې خان ملک حجرې ته پورته کړو او مخ کې یې ورته دسمال کیښودو ، راغلي ټول میلمانه له ځایه پورته شول له سره یې یو بل غیږ کې ونیول او یو بل ته یې د نوې خیښۍ مبارکي ورکړه ….
خان ملک وویل : ملک صیب ژمې په رارسیدو دی که مو خوښه وي دې نیک کار کې به خنډ او ځنډ نه راولو ، د دې میاشتې په پای کې به نرګس لورکۍ ډام ډوم سره واده کړو ، ملک وویل : خان ملک صیب اوس چې مې لور درکړې واک او اختیار یې ستا دی خوښه دې چې نن یې وړې که سبا یې وړې ….
د دوه خانانو تر منځ خیښۍ ټول کلی په سر اخیستی ؤ او ښه درز سره د واده تیاریانې روانې وې ، د جعمې شپه د نکریزو شپه وه ، نرګس د انجونو له ټولې څخه پورته شوه ، له خپلې کاکا لور مهدیه څخه یې موبایل وغوښت ، او د دهلیز له المارۍ څخه یې قات کړی کاغذ راوویست ، شماره یې ډائل کړه د اوکۍ سره یې سم په ژړا وویل : ااالیاس …..
الیاس په بې قرارۍ وویل : نرګس ته یې ؟ ښه یې ؟ چیرته یې په ما هر ساعت د کال هومره تیریږی ، په زنګ وهلو کې دې دومره ځنډ ولې وکړو ؟
نرګس په غریو نیولي غږ وویل : وېلې مې ؤ کنه که ستا نشوم که در یې نکړم بیا ؟
الیاس وویل هو ویلې دې ؤ مګر زما کورنۍ ویل : لږ صبر وکړه د پلار غوسه یې سړه شي بیا بیا ورځو ، راکوي به دې ولې به دې نه راکوي ، خامخا به دې راکوي
نرګس په سلګو شوه سبا مې واده دی ، تا ناوخته کړه زه یې د بل په نامې کړم ….
الیاس له څو سوو سوو فریادونو روسته وویل ، یاد دې شي ما هم ویلې ؤ که رایې نکړې په دوی به مې وس نه رسیږي مګر په ځان خو مې وس بر دی ….
نرګس په خپل سر قسم ورکړو ویې ویل ته به هیڅ لیونتوب نه کوي ، ما خو ویلې ؤ څه چې قسمت وي ، غوښتل یې خپل زړه په خبرو تش کړي مهدیه رامنډه کړه موبایل یې ځینې کش کړو ویې ویل : کاکا راروان دی
سهار ډنګ ډونګ سره له پورې کلي ورا رارونه شوه ، لالا او د تره زوی یې ناوې له مټ څخه نیولې وه ، د انګړ له دروازې یې راوویسته د ګلپوش موټر په طرف یې روانه کړه ، ناڅپه د کلي مخ خړ ګرد ونیوه ، موټر په تیزۍ بریک ونیوه ، ځوان هلک د توماچې سره له موټر څخه راکښته شو ، سترګې یې د حسن په ملکې ولګېدې مسکی شو ویې ویل : درته مې ویلې ؤ کنه چې په ځان مې وس بر دی همدې خبرې سره سره سم په زړه لاس کیښودو او په ځمکه راخطا شو ، نرګس د کلي منځ کې نارې کړې ، الیاس …..
خپلې مټې یې د لالا او تره زوی څخه وڅنډلې او د لویدلې جسد په طرف یې ورمنډه کړه ، په سپینه جوړه کې په خړو خاورو کیښناسته د الیاس سر یې په خپل ځنګون کیښودو ، مخ ته یې څو ځلې ووهه ویې ویل : ما سره خبرې وکړه ، خو الیاس زړه له کاره لوېدلی ؤ ، په چپ لاس کې یې کاغذ نیول ؤ لیکلې یې ؤ : زما د حسن ملکې نرګسو ، زه ډاډه یم ستا له لیدو روسته ماته حاجت نه پاتې کیږي چې ځان په تومانچه وولم ، پوهیږم شاید زړه مې وچوي ، خو بیا هم که سنګ دله وم شاید دې راوړې توماچې ته حاجت پیدا شي….
کاغذ یې راپورته کړو د کاغذ په یوې څنډې یې یو څه ولیکل او په ځمکه لویدلې تومانچه یې راپورته کړه مخامخ یې پلار ته ونیوه ، له نیولو سره یې سم پلار د یو کلیوال له لاسه ټوپک راکش کړ نرګس یې په وریښمینه سینه سورۍ سورۍ کړه ، په ځمکه راپریوته ، په رڼو سترګو کې یې ګیلې او مسکا دواړه ژوندۍ پاتې شوې او د الیاس په سینه ورپریوته ….
کلیوال ټول حک حیران ولاړ ؤ ، پلار یې وروړاندې شو ، ویې ویل اخیر دې هم خپله وکړه ، ودې شرمولم ، په ځمکې پریوتی کاغذ یې راپورته کړو لیکلې یې ؤ :
بابه جان پوهیږې ما کې دونه همــت نشته چې خپل زړه ته راتیر پلار وولم خو باور لرم هغه پلار چې د خپلې لور لاس په ګرم اور داغی شي هغه ویشتی هم شي ، ما مې خپل خون په غاړه نشو اخیستی خو تاته مې خپل خون لکه د مور شیدې دربحښلی که له مرګه روسته په ما احسان کوې مونږ جوړه خښ کړه ….

(پای)

دا ؤه د (بدنامه) ناول وروستۍ برخه:

بدنامه مرواء ناول څلورمه برخهمور یې ژر سینې پسې رانږدې کړه اه زما پښتنې لورې …..ورځ اوږده وه ، پلار یې د جومات تګ لپاره ...
20/07/2024

بدنامه مرواء ناول څلورمه برخه

مور یې ژر سینې پسې رانږدې کړه اه زما پښتنې لورې …..
ورځ اوږده وه ، پلار یې د جومات تګ لپاره تیاري نیوله ، لور یې وویل که دی لاړ شي او هغوی راشي بیا ؟ مور یې تسلي ورکړه چې پلار ته دې وایم له المنځه سیده کور ته راشي ، ماذیګر شو د چا پته ونه لګیده ، مور او لور یوې بلې ته وکتل ، لور یې د شرم احساس وکړو ، له ځایه پاڅیده مور یې وویل چیرته ؟ نرګس وویل ځم چې دا د تور بخت تور کالي بدل کړم ، له کوټې ووته ، همدې سره سم د انګړ دروازه ووهل شوه ، رامنډه یې کړه مور ته یې وویل : لکه چې راغلل ، مور یې وویل ارامه اوسه رنګ دې بیخي والوتو ، ته اشپزخانې ته ورشه زه دروازه خلاصوم ، مور یې د انګړ دروازې خواته ورغله ، نرګس د دهلیز له نیمه بندې دروازی ورګوري چې څوک دي ، مور یې د دروازې پرانستو سره سم په نابلده خلکو سترګې ولیږدې ، هغوی وویل : که خدای مو غلط نکړي دا به د نرګس دوی کور وي ؟ مور یې په خندا وویل : خلک د کورو پوښتنه د نارینوو په نوم کوي ، ټولو وخندل د ننه راتګ بلنه یې ورکړه ، د نرګس مور ویل نارینه څوک نشته درسره ؟ راغلې ښځې وویل : زوې مې ؤ مونږ یې ښکته کړو دی لاړو ، دا دوه مې لورګانې دي یوه یې واده شوې ، بیا یې وویل : ستا شهزادګۍ چیرې دی ؟ مور یې ورغږ کړ ، نرګیسو که چای تیار وي راځه ، راغلې مېلمنې له ځنډ روسته په ټوکو وویل : فکر کوم نرګس مونږ ته د شپې د ډوډۍ تیاری کوي ، ټولو وخندل مور یې ورجیګه شوه ویې ویل دا دې اوس یې ګورم ، مور یې ورپسې ورغله ، ویې لیدل چې چای هر څه تیار دی د اشپزخانې په میز ایښي ورته یې وویل ولې یې نه راوړې ؟ نرګس چې خولو کې ډوبه وه ویې ویل : لاسونه پښې مې شړکیږي ، زړه مې درزیږي ، نه پوهیږم څنګه ورسره مخامخ شم ، مور یې وویل : قربان دې شم لور جانې د چای وړل تر ټولو ښه بهانه دی ، زه ځم ته چای راوړه ، مور یې د میلمنو سره په کیسو لګیا وه چې په دروازې د حسن ښاپیرۍ د راغلو ټولو میلمنو مرۍ کې لاړې وچې کړې ، د نرګس په لاس کې د ګیلاسونو ډک پتنوس شور جوړ کړو ، لاسونه یې لړځیدل ، د الیاس مور خپلې لور ته وویل : ورشه پتنوس ترې واخله کنه یوه پیاله به هم ژوندۍ پاتې نشي ټولو وخندل ، الیاس مور ورپورته شوه په تندې یې ښکل کړه د ماشالله په ویلو سره یې وویل : چې زوی به مې په کوم زیارت لاسونه ایښي وي ، له دې خبرې سره د نرګس پلار د ټوخې په کولو سره رادننه شو ټول پاڅیدل ، ملالۍ او ځولۍ یې لاسونه ورښکول کړل ، ټول کیښناستل د یو بل په پیژندلو یې خبرې سره پیل شوې ، الیاس مور وویل : وروره خبر ډیره نا تاووم راتاووم زما زوی ځلمی دی ستا لور پیغله دی ریشتې پسې راغلي یو ، نرګس له خپله ځایه پورته شوه له کوټې ووته پلار یې وخندل ویې ویل : خور جانې مخکې مې ښځې ته ویل د چا چې پیغله لور په کور وي د کور دروازه یې د خوستګارو په مخ باید خلاصه وي ، سهار هم ریشته راغلې وه بس زمونږ خوښه دروند سنګین او ښه نغری دی چې لور مو تل په عزت ژوند پکې تیر کړي ، دا چې تاسو دومره درانده پښتانه خلک یئ مونږ به هم یوه ورځ درشو ستاسو کور کلی ولس به هم وګورو ستاسو زوی به هم وګورو که مو خوښ شو خو بسم الله به کړو ،
د الیاس مور وویل : ولې نه وروره هرکله راشئ ، زمونږ کور تاسو نه جار ، که خبره زما د زوی وي هغه خو تاسو کتلی لیدلی هلک ده ، سړي د چای پیاله کیښوده ویې ویل : وبښه پوی نشوم څنګه مو لیدلی کتلی دی ؟ د نرګس مور غوښتل د الیاس مور په سترګو پوی کړي خو د هغې ټوله توجو د نرګس پلار ته وه ، د خبرو په منځ کې ور وغورځیده ویې ویل : راکه خورې ګیلاس درته ډک کړو ، هغې د ګیلاس په سر لاس کیښودو ویې ویل نه بس بیا ډیریږي مننه ، د نرګس مور په سترګو پوی کړه ، د الیاس مور غلې شوه خو د جینۍ پلار بیا وپوښتل زه پوی نشوم ؟ هغې ویل : زما زوی الیاس او نرګس دواړه د پوهنتون ټولګیوال دي یو بل ښه پیژني ان شالله ښه ژوند به ولري ، سړی ځای کې رانیغ شو خپلې ښځې ته یې وویل : مخکې له دې چې په خپل کور کې د چا بې عیزتي وکړم دوی ته ووایه له دې ځایه لاړ شي او هیڅکله هم بیا د دې کور دروازې ته ونه ګورې ، د نرګس مور غوښتل څه ووایي خو خاوند یې وویل : لکه زما په خبره پوی نه شوې ؟ دوی ځي که زه له دې ځایه لاړ شم ؟ راغلې میلمانې پاڅیدې ، نرګس ژر له دهلیز څخه د آشپزخانې په طرف ورمنډه کړه ، د میلمانو له کوټې څخه وتلو په وخت کې سړي وویل : ښځې ! نرګس ته ووایه چې سهار راغلې ریشتې ته تیاره ووسې زه د خان ملک زوی ریشته قبلوم او د دوی د راتګ بهانه به ورختمه شي او لور ته دې دا هم ووایه چې له نن څخه روسته د دې کور ټولې دروازې یو طرفه دي که د باندې ووته د ننه نشي راتلی او که ننه وې د باندې نشی تلی ، د پوهنتون او ډومتوب همدمره عزت بس ؤ چې رایې کړو ، ځولۍ یوخوا بل خوا وکتل نرګس یې ترسترګو نشوه په لاس کې قات کړی کاغذ یې د دهلیز کونج ته ګذار کړو او ایسته ټول ووتل ….
پلار یې انګړ ته راووت د انګړ دروازه یې کنډه کړه د آشپزخانې په لورې وروان شو ، ښځې یې د کوټې کړکۍ څخه ورپام شو ، چابک قدمونه یې ورواخیستل ، تر ورسیدو مخ کې یې خاوند بیرته له آشپزخانې راووت لاس یې څنډ وهه ، د برنډې په مخ یې له څنډ وهلي لاس څخه د وینو دارې جوړې شوې ، ښځه یې له څنګه څخه ورتیره شوه ، آشپزخانې ته ورننه وته ، د آشپزخانې په کونج کې یۍ په نرګس سترګې ولګېدې سر یې ځنګانو کې ایښی ؤ ، مور یې لاس وروړاندې کړل سر یې ځینې راپورته کړو

د نن برخې (پای)

که غواړی ددې ناول وروستۍ برخه هم ولولئ نو موږ وڅارئ Hadi

 مور یې لاس کې نیولی د ګیلاسونو ډک پتنوس کیښودو رامخکې شوه ویې ویل : لکه رښتیا کومه خبر ده ؟؟؟نرګس چې د بهانې لپاره یې ن...
20/07/2024



مور یې لاس کې نیولی د ګیلاسونو ډک پتنوس کیښودو رامخکې شوه ویې ویل : لکه رښتیا کومه خبر ده ؟؟؟
نرګس چې د بهانې لپاره یې ناوخته کړی ؤ له ځایه پاڅیده ویې ویل : اففف شین سهار کې دونه مغزه څوک لري چې د هرې خبرې ځواب درکړي ، له کوټې ووته ویې ویل زه ځم ، مخکې له دې چې بل څوک ورشي زه حمام کوم ….
مور یې د کور په پاتې کارونو ورګډه شوه ، له ځنډ روسته یې د حمام دروازه خلاصه کړه ، له سره یې ځان پاک راتاوو کړی ؤ ، سپین اننګي یې د یخ څخه ګلابي اوښتې وو ، مخامخ یې په خپلو تورو بخملې جامو ورپام شو ویې وویل : مورې ! دا زما جامې چا راخیستې ، مور یې د کوټې په منځ کې یوه پرده خوره کړه ، د زیتونو تیل او ږمنځ یې راوخیسته هغه یې کيښنوله ، له سر څخه یې ورته تاؤ کړئ ځان پاک ایسته کړو او تور اوږده ویښتان یې پرې راخوشې کړل ، تیل یې پرې ووهل او ږمنځ یې ورواچوله ورته یې وویل : خپل اولاد هر رنګ او هر لباس کې مور او پلار ته ښایسته وي خو ته بیا تور رنګ سره شغلې کوې ، دا چې نن درپسې هر څوک راځي که د یوې مور له سترګو وګوري حتما یې خوښیږې ، هغې ورمخ کړ ویې ویل : مورې ته څه وایې ؟ څوک راځئ ؟ څوک مې خوښوي ؟ مور یې ګڼو وښتانو منځ ته ږمنځ ورواچوله ویې ویل : له خدای ورسته یوازې مور د اولادونو د زړه خبرې اوریدی شي ، اوس ته ووایه څوک دی ، له کومه یې پیژنې ؟
له لږ ځنډ روسته یې وویل : الیاس نومیږي ، پوهنتون کې مې ټولګیوال دی ، له درې کالونو راهیسې یې پیژنم ، ښه هلک دی ، خو مورې ستا په سر مې دې قسم وي ، زه نامشروع اړیکه مخکې ته نشم وړئ یوازې یوه اونۍ کیږي ماته یې د مینې اظهار کړئ ما هم واک او اختیار خپلې کورنۍ ته پریښئ ورته مې وویل راشه که کورنۍ مې هو وویل زما هو دی او که نه یې وویل …. غلې شوه ، مور یې وپوښتل او که نه یې وویل بیا ؟ د جینۍ شنې غاټې سترګې له مړو اوښکو ډکې شوې ، همداسې غلې پاتې شوه ، مور یې په تندې ښکل کړه ویې ویل : بخت دې خدای مه ویده کوه ، هغه دې وشي چې ته یې غواړې ، خاوند یې له خالي ترموز سره رادننه شو ویې خندل ویې ویل : نن خو د مور او لور پټ بحث روان دی ، دا بحث ته له یوې لنډې دمې روسته دوام ورکړئ ، دا ترموز راډک کړئ چې د میلمانو ګیلاسونه تش پاتې نشي ، ښځې یې وویل : واا سړیه خیرت خو دی ، څوک دي او څنګه یې په دا شین سهار راپیښه کړې ، سړی د کوټې منځ ته راننوت دچای ترموز یې په ځمکه کیښودو خپله په مخامخ ورسۍ کې کیناسته ویې ویل : د چا چې پیغله لور په کور وي دروازه یې باید د هر چا په مخ خلاصه وي ، مور او لور یوې بلې ته وکتل ، مور یې پورته شوه ترموز یې واخیستو د آشپزخانې په لور روانه شوه لور یې لاس وروږد کړ له مخامخ توشک څخه یې ټکری راکش کړ ، په نیمه ږمنځ شویو وښتانو یې راوغړوه ، ښځې یې ورنارې کړې ، سړی راځه چای تیار دی ، په دروازه کې یې ترموز ورکړو دی لاړو او مور یې راننه وته ، لور یې د ګیلو ډکې سترګې ورپورته کړې ، مور یې غیږ کې ونیوله ویې ویل : مه ورخطا کیږه په اول ځل څوک خپله خور لور چاته نه ورکوي بس دا دعا کوه چې د هغوی د راتګ څخه مخکې دوی لاړ شي ، بیا یې وپوښتل څه وخت راځي ؟ نرګس خپلې دواړه اوږې پورته کړې ویې ویل نه پوهیږم ، مور یې وویل زنګ ورته ووهه پوښتنه وکړه څه وخت راځي ، لور یې دواړه سترګې مور کې ښخې کړې موررررې زه یې نمبر نلرم ، مور یې وویل : اوس چې خبره رشتې پورې رسیدلې زه په تا شک نکوم ، زنګ ووهه چې پوی شو څه وخت راځي ، لور یې د مور په سر لاس کیښودو ویې ویل : ستا په سر مې دې قسم وي نه یې نمبر لرم نه مې نمبر لري ، زما صرف په یوه ټکې خوښ شو چې زما لیدو لپاره یې خپله مور تر پوهنتونه راوستې وه کنه له دې مخکې چې پوی شم سم رټلي ځوابونه مې ورکړل ، مور یې ژر سینې پسې رانږدې کړه اه زما پښتنې لورې......

د نن برخې (پای)
که غواړئ څلورمه برخه ولوئ نو موږ فالو کړئ Hadi

بدنامه ناول! دوهمه برخهد ټپې لاندې یې بله ټپه ولیکله!“ خدای دې زما د مور انګور کړه “           “زه په مور ګران یم ستا به...
19/07/2024

بدنامه ناول! دوهمه برخه

د ټپې لاندې یې بله ټپه ولیکله!

“ خدای دې زما د مور انګور کړه “
“زه په مور ګران یم ستا به ډیر قدر کوینه”
غوښتل یې د تختې په کونج کې یو زړه ❤️ رسم کړي خو ناڅاپه نرګس او ورسره ټولې ټولګېوالې په دروازه راننه وتې ، الیاس له ډیرې ورخطایۍ نه د “ سلام او ستړې مشې “ په ځای همدا یوه جمله تکراره وله ، څه دی څه دی ؟
د نرګس یوې نږدې ملګرې ورته وویل : څه دی خو ټولګي ته راغلو ، لکه ستا زړه ؤ له تا څخه اجازه واخلو ؟
ورپسې نور ټولګیوال راغلل خپلو خپلو ځایونو کې کیناستل د ښوونکې راتګ سره ټول ودریدل ، ښوونکې تختې ته وکتل بیا یې وپوښتل دا شاعري چا لیکلې ؟ الیاس سر ښکته کړو خو نرګس لاس وروغځوه الیاس ته یې اشاره وکړه ویې ویل : استاده دا الیاس لیکلې ، الیاس سر ورپورته کړو ګوري چې نرګس دهٔ ته ګوته نیولې ، ښوونکې د ټولګي منځ ته ورغئ بیا یې وویل ټول کیښنئ ، ټول خپلو څوکیو کې کیناستل الیاس چې غوښتل په خپلې څوکۍ کې کینې ښوونکې ورغږ کړ ، نه شاعر صیب ته مه کینه ، فکر کوم تا ټولګی غلط کړی د ادبیاتو ټولګی څنګ دهلیز کې ده ځه هلته ورشه ، الیاس بحښنه وغوښته خو ښوونکې په تنده لهجه وویل : ووزه ….
الیاس د دروازې په لور روان شو ، ښوونکې ورغږ کړ مخکې له دې چې لاړ شې دا لیکلې ټپه دې پاکه کړه ، ټولګې کې ناستو ټولو کسانو خندل ، الیاس خپله لیکل شوې ټپه پاکه کړه ، تخته پاک یې په خپل ځای کیښودو او روان شو ښوونکې بیا ورغږ کړ : دا پاتې برخه یې سباته پاکوې ؟ د ټولګېوالو د خندا غږ تر دهلیزه راوتلو ، الیاس وویل : استاده تاسو وویل ستا لیکل شوې ټپه پاکه کړه ، کومه یوه چې ما لېکلې وه ما پاکه کړه دا پاتې یوه ما نده لېکلې نو ځکه مې پاکه نکړه زه کله ستاسو له آمره سرکشي کوی شم ، ټولګی یو ځل بیا د خندا شور په سر واخیستو ، ښوونکې د چپ په ویلو سره وپوښتل دا بله برخه یې چا لیکلې ؟ الیاس ژر نرګس ته ګوته ونیوه ویې ویل دې …..
نرګس په حیرانتیا وروکتل ماااا؟ ښونکې یې خبر ورلنډه کړه پاڅه ووزه او له وتلو مخکې خپله برخه تخته پاکه کړه
دواړه له ټولګې څخه ووتل ، نرګس وویل ستا عصاب خراب دي ، ستا مشکل څه دی ولې دې زه ورته په ګوته کړم هغه خو ما نه وه لیکلې ، الیاس مسک شو ویې ویل : نوره نه پوهیږم ټولګي ته د ننوتو سره مې سم ستا د بدن خوش بویي حس کړه ، هغې وویل خو زه ټولګي کې نه وم ، الیاس وویل : هو !ته نه وې خو په هغو لارو چې ته یو ځل تیره شوې یې هغه لارې کالونه کالونه ستا د بدن خوش بویۍ بوی ورکوي ، له اوږدې خاموشۍ روسته د پوهنتون د دهلیز سر ته ورسیدل ، الیاس وویل کانتین ته ځئ ؟ چای څښکئ ؟ نرګس د هو او نه ځواب ورنکړو خو دواړه د کانتین په لور روان شول …
د میز په سر له دوه قهوو ګیلاسو څخه نری نری لوګی د آسمان په طرف پورته کېدو ، نرګس په څوکۍ کې رامخکې شوه خپل غبرګ لاسونه یې د میز په سر کیښودل ، د قهوې ګرم ګیلاس یې په خپلو ګلالیو لاسونو کې تاووه او راتاووه بیا یې وویل : د مور دې خوښه شوم ؟؟؟؟
الیاس له خپلې قهوې څخه یو غوړپ وکړو ویې ویل : داسې څوک به وي چې ته یې خوښه نشې ؟؟؟؟
خا چې داسې ده څه وخت ریشتې پسې راځئ ؟؟؟؟
الیاس وویل که ته وغواړې همدا نن !
هغې ووې چې داسې ده جمعې په ورځ پلار مې هم کور کې وي تاسو هم راشئ ، که دریې کړم ښه که نه ….
الیاس خپلې څوکۍ کې رانیغ شو که نه څه ؟
که در یې نکړم قسمت به نه وي
هغه په تریو تندي وویل یو مې دا د قسمت خبرې نه خوښیږي ، ستا خوښه ده زما خوښه ده قسمت نو بیا دې کې څه کار لري ، مونږ به خپل قسمت په خپله لیکو ، که لیکل شوي قسمت ته کینو خدای خبر د چا د منګولو ښکار به شي …
شیبه چپ وو نرګس وویل ! که یې درنکړم څه ؟
دهٔ وویل : که په دوی مې زور بر نه وي له ځانه خو مې بر دی ، زه پوهیږم چې بیا څه وکړم
جمعې ورځ وه ، سهار وختي نرګس خپل د خوب ځای راټول کړو مور یې ورپام شو ویې ویل : دا لمر له کومې خوا راختلی ؟ څنګه چې نن ملا اذان راپورته شوې یې ؟
له خوبه ډکې سترګې یې مښلې ، په سپین مټ کې یې نښتی ڼستوڼی راښکته کړو ، د کړکۍ په څنډه کیښناسته ، په خپلو غبرګو ورانونو یې د ګلابې پنجابې ګونځې ګونځې لمن راخوره کړه ، د ويښتانو تور لاشتیک یې د سپینو غاښونو په منځ کې ونیوه ، په جوړه لاسونه یې له سپینې غاړې خواره واره ویښتان راټول کړل ، شاته یې ټول یوځای کړل لاشتیک یې ورواچوه ویې ویل : زمونږ خو کور ندی د جومات دروازه ده یو ځي بل راځي ، جمعې ورځ ده اوس به مې بیا څوک په سر ولاړ وي ، مور یې وخندل ویې ویل : له څوک دې ریشتې پسې راځئ ، د جینۍ وارتار خطا شو ویې ویل : تاته چا وویل ؟ مور یې لاس کې نیولی د ګیلاسونو ډک پتنوس کیښودو رامخکې شوه ویې ویل :....

نور بیا........موږ وڅارئ Hadi

بدنامه مرواء لومړي برخهد ټولګي په دروازه کې ورته ښه شیبه ولاړ ؤ ، نرګس غوښتل له سره ښویدلی شال په سر کړي  ، له کتابه یې ...
18/07/2024

بدنامه مرواء
لومړي برخه

د ټولګي په دروازه کې ورته ښه شیبه ولاړ ؤ ، نرګس غوښتل له سره ښویدلی شال په سر کړي ، له کتابه یې سر پورته کړو سترګې یې په الیاس ولګیدې ، الیاس له ډیرې ورخطایۍ د ټولګي منځ ته قدمونه ورواخیستل او د ټولګي په منځ څوکۍ کیښناسته ، نرګس خپل شال په سر کړو او د غیږې کتابونه یې په څنګ څوکۍ کې کیښودل د دروازې په لورې روانه شوه ، الیاس له خپلې څوکۍ پورته شو ویې ویل : تاسو کینئ زه به تر هغې د باندې دهلیز کې په تمه شم تر څو زمونږ نور ټولګیوال راشي ، نرګس دوه ګامه د دروازې خواته وروړاندې شوه بیا یې وویل : د باندې تګ ته حاجت نشته او سم دلاسه یې د ټولګي دروازه رابنده کړه او مخ یې الیاس ته کړ ویې ویل : ته څه کاره یې ؟ څوک یې ؟ ځان ته دې څه فکر کړئ ؟ ته یو بې غیرته او بې حیا انسان یې، ستا او ستا همفکره ځوانانو د لاسه څوک خپلې لورګانې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه لیږي ، تا حتما زما پیژندلو کې غلطي کړې ځکه دې پرون رخصتۍ کې موټر راته ښکته پورته کولو خو زه د هغوی په څیر نه یم چې د سړک په سر ولاړ هر موټر ته پورته کیږي ، زه مې د پلار هسکه شمله یم زما راغورځول به زما د مجبورۍ اخیري حد وي ، اوس ستا خوښه ده که کینې او که د باندې ځئ؟ الیاس خپلې غاړې پاسنۍ تڼۍ خلاصه کړه ویې ویل : ما هم د پښتنې مور شیدې خوړلي ، ماته د یوې پښتنې د عفت او عزت اندازه شته ، ما تاته زما موټر د دې لپاره نه ښکته پورته کولو چې تاته مزاهېمت وکړم ، ما مې خپله مور راوستې وه هغې ته مې ته ښودلې ، بلکل ما ستا په پښتونوالۍ او روزنه هیڅکله شک نده کړی ، ما غوښتل ستاسو په کور دا د ننګ دنګه شمله دې زمونږ په کور هم راځوړند شي ، په مخ یې راغلې خولې وچې کړې ، ځان یې سره سم کړو او په خپلې څوکۍ کیناسته ، نرګس غوښتل کوم څه ووایي ناڅاپه د ټولګي ور خلاص شو او ټولګیوال یې یو بل پسې رادننه کېدل ، هر څوک په خپل ځای کیناستل ښوونکې درس پیل کړ ، الیاس ډیر نارامه ناست ؤ د درس په پای کې الیاس له ټولو څخه مخکې له ټولګي څخه ووتو ، نرګس سمدلاسه را ولاړه شوه ورپسې ورغله خو الیاس له دهلیز وتلی ؤ خپل موټر ته پورته شو او ایسته لاړو ،
د تل په څیر سبا سهار الیاس پوره لس دقیقې پوهنتون ته وختي راورسیدو ، ټولګي ته د ننوتلو سره یې سم کتابونه په خپلې څوکۍ کېښودل غوښتل یې چې د نورو ټولګیوالو تر راتلو د پوهنتون په کانتین کې په تمه پاتې شي ، له ټولګي څخه د وتلو په وخت کې یې سترګې په تورې تختې ولګیدې ، په تختې دا ټپه لیک شوې وه چې
“ نوره د کور د ټینګې نه یم “
“مور ته دې وایه چې جرګه راولیږینه”
له لېدو سره یې رنګ زیړ شو پښې یې سستې شوې ځای په ځای کیناسته ، ذهن ته یې سل خبرې راتلې ، ځان ته یې د تسلۍ لپاره دا جمله بار بار تکراروله : دا به بل چا لیکلې وي…
پاڅیدو په ورو ورو یې د ټولګې سر ته قدمونه واخیستل ، په تورې تختې لیکله شوې ټپه یې ښکل کړه ویې ویل : نه ! دا به بل چا لیکلي وي ؟؟؟
د ټپې لاندې یې بله ټپه ولیکله !

د نن برخې پای

*بی سره چرګ!ددې چرګ نوم بی سره مایڪ دهیو امریڪایي بزګر په ۱۹۴۵ ڪال ڪې د خپل د چرګ سر پرې ڪړ او غوښتل یې چې ویې خوري، خو ...
14/07/2024

*بی سره چرګ!
ددې چرګ نوم بی سره مایڪ ده
یو امریڪایي بزګر په ۱۹۴۵ ڪال ڪې د خپل د چرګ سر پرې ڪړ او غوښتل یې چې ویې خوري، خو ڪله چې ویې ڪتل چې چرګ له سر پرې کولو وروسته هم ژوندی ده او نه دی مړ شوی تعجب يې وڪړ او وروسته له دې چې د چرګ مرۍ په پرې شوی ځای وینو وچه شوه د چرګ مري ته یې مایع یا اوبلنه غذا جوړوله او د پیچڪارۍ له لارې یې ور اچوله.
دغه چرګ په امریڪا ڪې دومره مشهوره شو چې خاوند یې د میاشتې ۴۵۰۰ ډالرو چې د اوس وخت ۸۰ زره ډالر ڪېږي ددې چرګ له نمایش نه ترلاسه ڪول دغه بی سره چرګ ۱۸ میاشتې ژوندی وه او له هغې وروسته مړ شو.

موږ خو تل وايو چي په اسلام کي د څلورو ودونو اجازه سته،خو آيا خبر ياست؟تر څو چي د حضرت محمد ﷺ لمړۍ مېرمن بي بي خدېجه ؓ ژو...
14/07/2024

موږ خو تل وايو چي په اسلام کي د څلورو ودونو اجازه سته،
خو آيا خبر ياست؟
تر څو چي د حضرت محمد ﷺ لمړۍ مېرمن بي بي خدېجه ؓ ژوندۍ وه د هغې د احترام، ميني، همکاريو، درناوي او قربانيو پخاطر يې دوهم واده او نکاح نده کړې، د آنحضرت ص ټولي نکاحوي د بي بي خدېجې ؓ تر وفات وروسته وې.
#نوټ: زموږ په ټولنه کي ما په لسهاوو حتا په سلهاوو دوهم ودونو والا ليدلي چي تر يو دوو او درو کلونو پوري د کور ماحول نسبتآ آرام وي، خو بيا چي يې کوچنيان پيدا او لږ غټان سي چي تاسي يې هغه سنګيني او پدر داره ښځي بولۍ پداسي جګړو، خوابديو او جنجالونو سر سي چي د مېړه څخه لاره او بدرو ورک کړي، او کله چي يې اولادونه ځوانان سي ټوله ژوند يې په حريفۍ، غيبتونو او شيطانتونو تېرېږي، يوه هم په مېړه کوډي او تعويضونه کوي او بله هم، آخر د مېړه څخه په ډېرو کوډو او تعويضونو سوچ لېونى جوړ کړي، د جايداد د تقسيم پر وخت هم جنجالونه او جنګونه وي، محکمې او عرضونه وي حتا په وينو سره ولړي او د ژوند تر پايه لکه دښمنان خوابدي او مرور سره ګرځي، ځني ناسکه وروڼه بيا د عالم د شرمه مخامخ يوه نمايشي خندا سره کوي خو چي دا مخ يې سره چپ سو يو د بل يوه خوا نه سره پرېږدي،
د پورته ټولو کارونو نتېجه د انسان د دنيا او آخرت تباهي ده.
شريعت چي اجازه ورکړېده هغه خپل شرايط لري، که ته د اولي خانمي څخه اولادونه لرې، په قول دي کوي، عزت دي کوي، د اولادونو، کور، ستا او ستا د مېلمه خدمت کوي، د دين پالنه او پنځه وخته لمونځ کوي او کور دي په ټول دى خو ته بيا هم د مستۍ او تجربې لپاره دوهم واده کوې ددې مثال داسي دى لکه د سکون د ژوند څخه د بربادۍ او هلاکت پر لور کوچېدل.
ستاسي نظرونه هم راسره شريک کړى 👇

په يوه کلي یو هلک قتل وکړجرګه را ټوله سوه د جرګې ګډونوال زیاتره سپین ږیري او پاخه عمر لرونکي خلک وو تر ډېرو خبرو ورسته ئ...
02/07/2024

په يوه کلي یو هلک قتل وکړ
جرګه را ټوله سوه د جرګې ګډونوال زیاتره سپین ږیري او پاخه عمر لرونکي خلک وو تر ډېرو خبرو ورسته ئې دا فیصله وکړه چي د قاتل هلک خور به د مقتول کورنۍ ته ورکوي.
له ناستو او ولاړو خلکو څخه به دا ږغ تر غوږ کېدی چي ډېره ښه فیصله ئې وکړه دواړي کورنۍ له دښمنۍ څخه خلاصي سوې.
ټوله خلک یو په بل پسي روان سول، د کلي په کوڅو کي یو، یو سره ورک سول او د کلي کوڅې تشي سوې.
درې یا څلور ورځي ورسته د نجلۍ واده جوړ سو ټول کلیوال ډېر خوشحاله وو؛ ځکه کلیوالو په ډېر وخت غوښي او وریجي نه وې خوړلي،
کله چي نجلۍ د مقتول د کور د دروازې له چوکاټ څخه پښه واړوله او سرای ته داخله سوه نو په لوړ ږغ ئې وویل:
زما قاتل لالا ته وایه
ته خو را خلاص سوې زه دي بندي د عمر کړمه

شیر ئې کړئ ملګرو

یو حاجي ڪیسه ڪوي...دوه حاجیان په الوتکه کې، د الوتنې د انتظار په وخت سره په مجلس شول. زه په خدای قسم کوم چی ودی  کیسی ته...
12/06/2024

یو حاجي ڪیسه ڪوي...
دوه حاجیان په الوتکه کې،
د الوتنې د انتظار په وخت سره په مجلس شول.
زه په خدای قسم کوم چی ودی کیسی ته می ډیر وژړل

اول حاجي: زه د یوه ساختماني شرکت مشر یم، الحمدالله دا لسم ځل دی چې حج کوم.
دوم حاجي: د خدای له دربار څخه درته د حج قبلول او د شکرانې د ادا کولو هیله کوم.
دوم حاجي: زه ډاکټر سعید جراح یم او په یوه شخصي روغتون کې کار کوم.
په یوه خصوصي روغتون کې له دېرشو کالو کار کولو وروسته وتوانیدم چې د حج لګښت خوندي کړم، خو په کومه ورځ چې مالي څانګې ته لاړم چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مې خوندي کړې پيسو ته لاړم، هلته مې د یوې مور سره یو ناروغ معیوب ماشوم وليد، پوه شوم چې میرمن ډیره غمجنه او اندیښمنه ده او د خپګان لامل یې د میړه له دندې ګوښه کول وه او حقیقت دا دی چې دوۍ اوس د دې توان نه درلود چې د خپل معلول ماشوم د درملنې لپاره خصوصي روغتون ته پیسې ورکړي.
د روغتون مدیر ته ورغلم او ترې ومې غوښتل چې د روغتون په لګښت د ناروغ ماشوم درملنې وکړي، خو د روغتون مدیر زما غوښتنه رد کړه او ویې ویل: دا شخصي روغتون دی، خیریه بنسټ نه دی.
ما په پوره نا امیدۍ سره د روغتون رییس پریښود او په داسې حال کې چې زما زړه د ناروغ او د هغه د کورنۍ لپاره سخت وسوځيده، ما په تصادفي او ناڅاپه توګه خپل جیب ته لاس کړ ګورم چې د حج لپاره مي د سپما پیسې پلاس کې راغلې.

د څو شیبو لپاره مي فکر وکړ چې دا پیسې څنګه او چیرته ولګوم.
په ناڅاپي مي خپل سر اسمان ته پورته کړ او خدای ته مې وویل:
هيې خدايه!
ته زما د زړه په ارمان تر هر چا ښه پوهيڔې، زما لپاره له حج کولو او ستا د کور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو محبوب جومات ته له تللو نه ښه بل څه نشته او ته هم پوهېږې چې ستا کور ته د رسېدو لپاره مې ټول عمر هڅه او هاند وکړ. .
هيې خدايه!
زه د دې نا امیدې میرمنې، د هغې بې وزله میړه او د هغې د ناروغ ماشوم ستونزې ته ترجیح ورکوم، کوم چې ستاسو کور ته د تلو او لیدلو په هیله کې يم.
خدایه ته ما له خپل فضل او رحمت څخه مه محروموه!
زه په مستقیم ډول د روغتون مالي څانګې ته لاړم او ټولې پیسې مې معتمد ته وسپارلې او ورته ومې ویل چې دا پیسې په روغتون کې د یو ناروغ او معیوب ماشوم د درملنې لپاره د شپږو میاشتو په مخه تادیه کوم ماد روغتون مدیر او مالي څانګې څخه غوښتنه وکړه چه مهرباني وکړئ په هیڅ حالت کې د ناروغ مور ته مه وایئ چې ما د دوۍ د معیوب ماشوم د بستر او درملنې لپاره پیسې ورکړي دي او که دوی ټینګار وکړ نو ورته ووایاست چې روغتون ستاسو لګښتونه په غاړه اخيستي.
کورته راستون شوم، له یوې خوا ډېر مایوسه او خفه وم، ځکه چې د حج سفر او د خدای د کور لیدل مې له لاسه ورکړل، خو په همدې وخت کې مې په دننه کې یو عجیبه د اطمینان احساس پیدا شو، چې زه خدای د ناروغ، معیوبو او غریبو د ستونزو د حل لپاره يوه وسيله وګرځولم

د شپې ویده شوم چې مخ مي له اوښکو لمده وو، خوب مې ولید چې د خدای د کور طواف کوم.
او خلكو راته سلام وكړ او ويې ويل: حج دې قبول شه، حج سعيد، او ته پوهيڔې، مخكې لدې چه دځمكې پر سر حج وكړې، د اسمانونو حج دې وكړ، هير دې نشي.
زه پاڅیدم او د خوښۍ یو عجیب احساس مې وکړ
ما د خدای شکر ادا کړ او له خدايه راضي شوم.
څو دقیقې وروسته چې له خوبه راپاڅېدم، د ټیلیفون زنګ راغی، ګورم چې د روغتون مدیر د ټیلیفون په کرښه کې دی، له لنډ سلام او روغبړ وروسته یې وویل:
د روغتون خاوند سږ کال حج ته ځي او هيڅکله هم له خپل شخصي ډاکټر پرته نه دى تللى، خو له بده مرغه دا ځل يې شخصي ډاکټر د مېرمنې د حمل د نژدې کېدو له امله د حج په سفر کې د روغتون له مالک سره نه شي تللی، نو زه له تاسو غوښتنه کوم، چې سږ کال د حج په سفر کې له دوۍ سره یو ځای لاړ شئ.
ما د شکر سجده وکړه او پرته له کومذلګښت خدای ماته پخپل کور کې د حج او زیارت کولو توفیق راکړ .
الحمدلله، نه یوازې دا چې ما د حج د سفر لګښت نه دی ادا کړی، بلکې دا چې دوی زما له شرکت او خدماتو راضي وو، دوی ماته ډیرې ډالۍ او د پام وړ لګښتونه هم راکړل.
د حج د سفر په جریان کې یو فرصت را منځته شو او ما د هغې نا امیدې میرمنې کیسه د روغتون مالک ته وکړه ترڅو دایمي بيمه ترلاسه کړي تر څو معلول ماشوم لپاره وړیا خدمات وړاندې کړي.
کله چې له سفر څخه راستون شوه، امر یې وکړ چې د ناروغ ماشوم درملنه دې د روغتون له ځانګړي حساب څخه تر هغه وخته پورې وشي چې هغه په بشپړ ډول روغ شوى نه وي او همدارنګه یې د ورته پیښو لپاره د ځانګړي فنډ رامینځته کولو امر وکړ تر څو د غریبانو درملنه وکړي. او په ورته وخت کې يې یو بل امر وکړ چې خورا د خوښې وړ و، چه دې میرمنې میړه د هغې په یوه شرکت کې وګمارل شي.
او دا امر يې هم وکړ چې ټولې هغه پيسې چې ما د معيوبينو د درملنې لپاره ورکړې وې، زما حساب ته دې جمع شي.
آیا کله مو د رب العالمین له فضل او رحمت څخه لوړ فضل او رحمت لیدلی؟!!!
اول حاجي چې د ډاکټر سعید خبرې واورېدې، له شرمه په اوښکو کې ډوب شو، د حاجي سعید تندی یې مچ ښکل کړه او ویې ویل: په خدای قسم چې نن مې د کمترۍ او غریبۍ احساس وکړ، هر کال چه به حج ته تلم. له ځان سره مې فکر کاوه چې د هر حج په کولو سره به د خدای په نزد زما مقام لوړ وي، خو اوس پوه شوم چې ستا حج زما او زما په شان له حج څخه زر چنده زیات ثواب لري.
ځکه چې فرق دا دی چې زه پخپله حج ته تللی وم او د خدای کور ته تللی وم، خو تاسو خدای پاک خپل کور ته وربللې واست.

یاالله ‎ﷻ‬ هغه کسان چې د دې کیسې په خپرولو کې هڅې کوي
¤ نیک عملونه
¤ صالح اولادونه
¤ بیت الله حرم ته حج کول
¤ عاجله او بشپړه روغتیا او شفا
¤ د دنیا او آخرت په چارو کې اجرونه ورکړي

اللهم آمین یا رب العالمین
موږ هم په دُعا ګانو ڪښي یاد ڪړئ.

”دې لیکنې زما د سترګو نه اوښکې روانې کړې“😓💔د مشهورې فرانسوي ماډلې مارين الحمير څخه چا پوښتنه وکړه چې ته کومې خبرې متاثره...
04/04/2024

”دې لیکنې زما د سترګو نه اوښکې روانې کړې“😓💔
د مشهورې فرانسوي ماډلې مارين الحمير څخه چا پوښتنه وکړه چې ته کومې خبرې متاثره کړې چې اسلام دې قبول کړ؟
هغه ځواب ورکړ ډيرې مطالعې او څيړنې تر څنګ چې ما خپل نفس ته مراجعه وکړه او همدارنګه مې خپل ژوند ته لومړيتوب وټاکل نو زه مسلمانه شوم هغه زياتوي دغې واقعې زه ډيره متاثره کړې يم ،‌ د رسول الله صلی الله عليه وسلم مجلس کې ډير خلک ناست ول، يو شخص پاڅيد او غوښتنه وکړه چې يا رسول الله ما ته دعا وکړه زما ماشوم ځوي له څو ورځو راهیسي بې درکه دی نه موندل کيږي!
مخکې لدې چې محمدﷺ هغه ته دعا وکړي مجلس کې ناست يو بل شخص اوچت شو او وويل: يا رسول الله ص زه اوس د فلاني باغ تر څنګ تيريدم دا ماشوم مې له نورو ماشومانو سره يو ځای وليد چې لوبې کولې!
کله چې ماشوم پلار دا خبره واوريده په خوشحالۍ او په مڼډه هغه باغ لورې ته روان شو.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ايسار شه او هغه يې بيرته راوغوښت!
هغه شخص رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله ته ښه پوهېږې چې د يوه پلار احساسات څرنګه وي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ښه پوهيږم ليکن ستا د رابللو مقصد دا دی او بيا يې وفرمايل: کله چې باغ ته ورسيدې د ځويه! ځويه! غږ پرې مه کوه بلکې پخپل نوم يې راوبوله!
هغه شخص وويل: يا رسول الله ص هغه زما ځوي دی د ځوي وينا کې څه حرج دی؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: د څو ورځو بې درکۍ له امله ستا په لهجه کې هغه ته د مينې او درد کيفيت دی او ته پوهيږې چې لوبو کونکو ماشومانو کې به کوم يتيم هم وي که چېرې ستا لهجه کې هغه ته خوږوالی زيات وي هغه يتيم زړه ته صدمه رسيږي او ارمان کوي چې اي کاش زما پلار ژوندی وای چې ما ته يي هم زويه! ويلي وای، کور ته ماشوم بوزه خپل شوق هلته تر سره کړه.
رسول ص وفرمايل: د بل چا ميرمن پر وړاندې خپلې ميرمنې سره محبت مه کوﺉ، همدارنګه رسول ص خلک منع کړي چې د غريب پر وړاندې خپل دولت نمايش مه کوﺉ، د خپل کور د غوښې خوشبويي څخه همسایه مه تنګوﺉ.
محترمو ورونو: اختر ورځې راروانې دي که هر يو دا فکر وکړو چې اقلاً يو يتيم ځان سره په خوشحالۍ کې څرنګه شريک کړو کيداي شي دا عمل مو د بخښنې سبب شي هيڅ نده معلومه کيداي شي زمونږ د ډيرو دا اخرنۍ اختر په دنيا کې وي....

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hadi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share