25/05/2026
يانې ځې نه ايسارېږې !
که هرڅومره درته کلک شم
قسمونه درته درکړم
زيارتونه درته ياد کړم
سيپارې دې مخ ته کېږدم
باباګان درته قطار کړم
که له ځانه ماشوم جوړ کړم
او په چيغو درته سر شم
بيا به زړه رباندې خوږ کړې
بيا به پاتې شې نازکې !
يانې ځې نه ايسارېږې !
يانې اوس هم تابعداره
د خپل ضد او د عقدې یې
د غرور په بام ولاړه
د ښايست په نشه مستې
د ځوانۍ خولو کې غرکې
يانې هيڅ يو دليل نشته
چې د تلو مخه دې ډب کړي
يانې هيڅ خوشبیني نشته
چې د شتون زیری دې راکړي
وه د خدای په قلم هستې
وه مغرورې خدا مستې
وه د خدای په قلم جوړې
وه د خدای د خلقت بېلګې
د خپل ځان په ذات کې ورکې
د اسمان په ځمکه ميشتې
اسمان رنګې ستور مزلې
خود بسايې مکملې
بس دی بس دی زورورې
اې د حسن پېغمبرې
د خدای روی وکه کافرې
مه ځه مه ځه،
خير دی مه ځه
لطفا مه ځه
يو قدم وانخلې مه ځه
د زړه سواندو په مذهب شه
د يو چا د ژوند سبب شه
بهسودوال بېرته ژوندی کړه
دا ملنګ خاک نشين واخله
د سينې په تخت یې ځای کړه
جنتي غېږ ترېنه تاو کړه
ښه یې ځان ته رانژدې کړه
دا کافره خوله دې ورکړه
دا حرام اننګي ورکړه
ټول حلال حرام پرې وخوره
دا ګناه ورباندې وکړه
دا ګناه به دې احسان وي
دا ګناه به دې احسان وي
دا ګناه به دې احسان وي
پرويز بهسودوال ✍️