HamidHaqmal

Call Directions

HamidHaqmal media journalist🎤📖📺

27/09/2026

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند:
که پر ایران بیا برید وشي، د دوی ځواب به د نوې پوځي ټکنالوژۍ په کارولو سره وي.

26/09/2026

د پاکستاني خبریال پوښتنې ته د جی‌شنکر توند ځواب

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوه پاکستاني خبریال د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جی‌شنکر څخه وپوښتل چې هند به کله په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي؟

جی‌شنکر په ځواب کې وویل: «د یوه ترهګر هېواد استازی له ما دا پوښتنه کوي؟»
HamidHaqmal

پاکستان عامل بحران را در خاک خود جستجو کند!🔜 HamidHaqmal
26/09/2026

پاکستان عامل بحران را در خاک خود جستجو کند!
🔜 HamidHaqmal

د اسیا پراختیايي بانک: له افغانانو سره خپلې مرستې پراخوود اسیا پراختیايي بانک مشر وايي چې دغه بانک د افغانانو د ملاتړ لپ...
26/09/2026

د اسیا پراختیايي بانک: له افغانانو سره خپلې مرستې پراخوو

د اسیا پراختیايي بانک مشر وايي چې دغه بانک د افغانانو د ملاتړ لپاره نوې تګلاره پلې کوي. د دې تګلارې موخه د اساسي خدمتونو دوام، د ټولنو پیاوړتیا او د خلکو لپاره د معیشت د فرصتونو زیاتول دي.

نوموړي ویلي چې بانک له ۲۰۲۲ کال راهیسې د خپلو باوري شریکانو له لارې د خوړو خوندیتوب، روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره مرسته کړې ده.

د هغه په وینا، د اړتیاوو له زیاتېدو سره به د مرستو بهیر د لا پیاوړې څارنې او حساب‌ورکونې له میکانیزمونو سره دوام ومومي، څو خدمتونه اړمنو خلکو ته ورسېږي او ښځو ته اړوند خدمتونه د ښځینه کارکوونکو له لارې وړاندې شي.
HamidHaqmal
#خبر #تازه #بانک #افغانستان #کابل

🚨 تازه | نورستان کې د داع.ش د ډلې پر ضد ځانګړي عملیاتسیمه ییزې سرچینې، په نورستان کې د داع.ش او پاکستاني ملیشو د یوې ډلې...
26/09/2026

🚨 تازه | نورستان کې د داع.ش د ډلې پر ضد ځانګړي عملیات

سیمه ییزې سرچینې، په نورستان کې د داع.ش او پاکستاني ملیشو د یوې ډلې هغه پلان شنډ شوی چې غوښتل یې د کامدېش ولسوالۍ ته واوړي.

سرچینې وایي، د عملیاتو پر مهال لسګونه کسان وژل شوي، ټپیان یا نیول شوي او سیمه ترې پاکه شوې ده.

د راپور له مخې، د ډلې پاتې کسان د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته شاتګ کړی دی.

د تلفاتو او پېښې کره جزئیات لا خپلواک نه دي تایید شوي.

26/09/2026

🚨 عاجل | ډېره اسماعیل خان کې چاودنه؛ ۱۱ کسان وژل شوي

رویټرز د پاکستان د ژغورنې ادارې په حواله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې په یوې چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې نور جزئیات لا نه دي روښانه شوي.
HamidHaqmal
#خبر #پاکستان #تازه

26/09/2026

‏دا کانټینرونه د پاکستان د «اجیر حکومت» له لوري د عام ولس پر مخ په لارو کې اېښودل شوي دي! 😁

‏هماغه حکومت چې نړۍ یې «خپلواک او ازاد» بولي، د «رایو پر بنسټ همه‌شموله حکومت» یې ګڼي، په رسمیت یې پېژني او ان د امریکا او ایران ترمنځ د روغه‌جوړې منځګړیتوب هم ورسپاري!

‏خو ولس ته یې لا هم د لارې پر سر کانټینرونه په میراث پاتې دي! 😏
HamidHaqmal

#تازه #خبر #پاکستان #احتجاج #لاریون

د عمران خان د ملاتړ احتجاج یوه اوونۍ وځنډېد؛ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: احتجاج حتمي دیپه پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ...
26/09/2026

د عمران خان د ملاتړ احتجاج یوه اوونۍ وځنډېد؛ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: احتجاج حتمي دی

په پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ پلان شوی لوی احتجاج یوه اوونۍ ځنډول شوی، خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي وايي، احتجاج به خامخا کېږي. نوموړی وايي، د احتجاج ځنډول د حکومت د ستړي کولو د ستراتیژۍ برخه ده. په همدې حال کې اسلام‌اباد او پنجاب کې د احتمالي مظاهرو د مخنیوي لپاره لارې په کانتینرونو تړل شوې او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. د عمران خان زوی قاسم خان بیا له پلویانو غوښتي چې د اډیاله زندان شاوخوا له احتجاجه ډډه وکړي، ځکه د ده په وینا، دا کار د عمران خان ژوند له خطر سره مخ کولی شي
HamidHaqmal

استاد محمدزمان مزمل ته په ترکیه کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوهپه ترکیه کې د افغانستان علمي، فکري، ادبي او فرهنګي شخصیت است...
26/09/2026

استاد محمدزمان مزمل ته په ترکیه کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوه

په ترکیه کې د افغانستان علمي، فکري، ادبي او فرهنګي شخصیت استاد محمدزمان مزمل ته د انقرې تخنیک پوهنتون له لوري د افتخاري دوکتورا سند ورکړل شو.

د نوموړي د علمي او فرهنګي فعالیتونو د درناوي په موخه د پوهنتون په مقر کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې پر مهال یې د استاد مزمل علمي، فکري، ادبي او فرهنګي خدمتونه وستایل شول.

د استاد محمدزمان مزمل لپاره د افتخاري دوکتورا د برابرولو په بهیر کې د نړیوال سیاست استاد ډاکټر سید یعقوب عماد هڅې او له ترکي علمي او اکاډمیکو بنسټونو سره د نوموړي علمي اړیکې هم مهمې بلل شوې دي.
HamidHaqmal

Address

Kabul

Telephone

+989199085019

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when HamidHaqmal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share