د نورستان ښکلا The beauty of nuristan

د نورستان ښکلا The beauty of nuristan Nuristan, National ,Parak,Afghanista.

05/08/2026

ځنګلونه د هېواد شتمني ده

Waigal Nuristan 1405/5/5
27/07/2026

Waigal Nuristan
1405/5/5

دردونکې انځور! 😢د نورستان د غمجنې پېښې دا دردونکې صحنه یوازې یو انځور نه دی، بلکې د سلګونو دردمنو زړونو کیسه ده. دې ماشو...
25/07/2026

دردونکې انځور! 😢

د نورستان د غمجنې پېښې دا دردونکې صحنه یوازې یو انځور نه دی، بلکې د سلګونو دردمنو زړونو کیسه ده. دې ماشوم یوازې خپل لاسونه پر سر نه دي ایښي، بلکې د غم، یتیمۍ او بې‌وسۍ دروند بار یې هم پر خپلو نازکو اوږو پورته کړی دی.
د نورستان خونړیو سیلابونو د دې ماشوم په ګډون زموږ د ګڼو هېوادوالو د کورنیو غړي ترې واخیستل، کورونه یې وران کړل او د ژوند خوښۍ یې په اوښکو او ماتم بدلې کړې. دا یوه داسې غمیزه ده چې د هر بااحساسه انسان زړه دردوي.
راځئ چې د دې غمجنو کورنیو ترڅنګ ودرېږو، د هغوی درد خپل درد وبولو او د امکان تر حده ورسره مرسته او خواخوږي وکړو.
الله تعالی دې ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس نصیب کړي، ټپیانو ته دې عاجله او بشپړه شفا ورکړي، بې‌ځایه شویو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي او ټولو غمجنو کورنیو ته دې جمیل صبر او اجر ورپه برخه کړي.

آمین یا رب العالمین. 🤲

20/07/2026

Nuristan

Waigal Nuristan
18/07/2026

Waigal
Nuristan

Nuristan
18/07/2026

Nuristan

نورستان
18/07/2026

نورستان

18/07/2026

🌹♥️🌹

*د نورستان پوهنتون تاريخچې، پرمختګ او لاسته راوړنو او په نورستان ولايت کې د پوهنتون شتون ارزښت او اړتیا ته لنډه کتنه!*نو...
17/07/2026

*د نورستان پوهنتون تاريخچې، پرمختګ او لاسته راوړنو او په نورستان ولايت کې د پوهنتون شتون ارزښت او اړتیا ته لنډه کتنه!*
نورستان پوهنتون چې په ۱۳۹۹هـ.ش کال کې تأسيس او په ۱۴۰۰هـ.ش کال کې يې د تدریس چارې پيل شوې.
نورستان پوهنتون د خپلو مسلکي کارکوونکو او استادانو پر مټ په خپل کم عمر کې دومره پرمختګ وکړ چې ځان يې د مملکت له لومړنیو او لويو پوهنتونونو سره په هره برخه کې سيال کړ.
نورستان پوهنتون د فتحې څخه راوروسته دومره پرمختګ وکړ چې نورو پوهنتونونو په تېرو شلو کالو کې نه وو کړی.
نورستان پوهنتون اوس مهال د ریاست تر څنګ دوه د علمي او محصلانو او د مالي او اداري معاونيتونه لري چې د یادو معاونیتونو تر چتر لاندې د شرعیاتو او د ښوونې او روزنې پوهنځي او بېلابېل آمريتونه او مديريتونه دي.
یاد دوه ګوني پوهنځي (۱۱) بېلابېلې څانګې لري چې په يادو څانګو کې له (۶۰۰) څخه زیات محصلين په زده کړو بوخت دي.
نورستان پوهنتون په دومره کمه موده کې وکولای شول چې ټولنې ته په درېيو دورو کې سلګونه تنه د علم په جامه سمبال مسلکي کادرونه د خدمت په موخه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې نورستان پوهنتون به په نږدې ورځو کې له (۱۰۰) څخه زیات علمي کادرونه په درېيمه دوره فراغت غونډه کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
نورستان پوهنتون اوسم مهال په تدريسي او اداري برخه کې له (۱۰۰) څخه زیات مسلکي کارکوونکي لري.
د نورستان ولایت جغرافیه او د یاد ولایت د ځوانانو زهني زکاوت ته په کتو سره په نورستان ولايت کې یو بشپړ پوهنتون ته دومره اړتیا ده لکه انسانان چې اوبو او اکسيجن ته اړه لري.
لوړو زده کړو سره د نورستان ولایت د ولس له زیاتې مينې له امله باید د موجوده پوهنتون په شته تشکيلاتو بسنه ونه شي، لا نور هم پرمختګ ورکړل شي او لا پياوړی شي.
نورستان پوهنتون په يو داسې سيمه کې موقعیت لري چې تدريسي چاپېريال يې په طبيعي ډول جوړ دی، شنې ونې، د لوړو نښترونه سېورې، روانې اوبه او شنه چمنونه او د دې ترڅنګ لوړو زده کړې د ولس سالم حق او ورسره مینه د دې څرګندونه کوي چې په نورستان ولایت کې د يو مجهز پوهنتون شتون څومره ارزښت لرونکی دی او څومره اړتيا ده ورته، هغه اشخاص چې د څېړنې او پلټنې پرته داسې هوايي او بې بنسټه څرګندونې کوي او وايې چې نورستان ولايت کې هېڅ پوهنتون ته ضرورت او اړتیا نشته، دا يوه غير معقوله او غير عادلانه مفکره او وړاندوېنه ده.
د موجوده نظام څخه د نورستان پوهنتون ادارې او ولسونو دا غوښتنه ده چې د داسې اشخاصو مخه ونيسي چې د ضرورتونو او اهميت معلوملو پرته د يو پوهنتون د شتون او نه شتون په اړه داسې بې بنیاده څرګندونې کوي.
په درنښت
#د نورستان پوهنتون ویاند

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د نورستان ښکلا The beauty of nuristan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category