21/04/2025
( جامعه المبشرین لعلوم القرآن الکریم ) او ( مبشرین د تأليف او ترجمې اداره ) دواړه د نصیر خیریه بنسټ له لوري سږکال تاسیس شوي چې راتلونکې اونۍ به افتتاح شي.
جامعه المبشرین کې به تکړه او مجربو استاذانو له لوري د قرآن کریم د تجوید او حفظ درسونه ورکول کیږي او مبشرین د تأليف او ترجمې ادارې کې به په مختلفو ژبو چاپ شوي اثار هیوادوالو ته وړاندې شي.
جامعه المبشرين لعلوم القرآن كريم
کې د تعلیمي کال افتتاحیه غونډه وشوه
د تعليمي كال 23 د شوال 1446 ه ق مطابق 2 د ثور 1404 ه ش ورځ دوشنبه ورځ افتتاحي غونډه وشوه
اولاً د غونډې پیل د قرآن کریم په تلاوت سره وشو، له تلاوت وروسته د مدرسې د علم التجوید او قراءات استاذ فضيلة الشيخ المقرئ شيرمحمد شرافت (المدني) حفظه الله لخوا طلباء كرامو ته د علمي ترقي، اخلاص، د علم حاصلولو اهميت او همدارنګه د ديني علومو عظمت او د وخت د قدر او ادب په اړه ارزښتناکه وينا وکړه.
ثالثا: ناظم تعليمات القارئ محمد حامد د جامعې د تعليمي نظم او قواعدو په اړه مهم معلومات طلباء کرامو ته بيان کړل.
د غونډې په پای کې د فضيلة الشيخ شيرمحمد شرافت (المدني) حفظه الله لخوا د جامعې د پرمختګ او تعلیمي کال لپاره دعاء وشوه.
په غونډه کې د جامعې ټول استادانو او اراکينو ګډون کړى وه.