25/06/2026
پروان کې د اوبو رسولو شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، پروان ولایت کې د څهباندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۶ شبکو چارې پیل شوې.
د دغه وزارت په وینا، یادې شبکې د مرکز چاریکار په ګډون په بګرام او جبلالسراج ولسوالۍ کې جوړېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲ زره او ۲۱۸ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.