20/08/2024
دوه دقیقې وړاندې مړ شوم, دلته یوازې ملایکې راسره دي, نور مخلوقات هم شته؛ خو نه یې پیژنم, ملایکو ته مې په زارۍ وویل, بېرته ژوند راوبښئ, خپلې ښځې ته مې واپس کړئ؛ ځکه لا ځوانه ده او تر څنګ یې د دریو میاشتو حمل هم دی, خپل هغه کوچني ته مې ولیږئ, چې تر اوسه یې د دنیا رڼا نه ده لیدلي, لږه شېبه وروسته ملایکې د تلویزیون سکرین ته ورته یو څېر راوړ, راته کړل یې دنیا ته تګ دې ناممکن دی, دومره همکاري درسره کولی شو, چې له دې سکرین دې خپله کورنۍ وڅارې, بیا یې راته وویل د هغه نړۍ او دې نړۍ په وخت کې ډېر توپیر دی, دلته څو دقیقې د دنیا له څو ورځو سره برابرې دي, ته به سکرین کې ګورې چې د کورنۍ حالت دې په چټکۍ سره تغیریږي, چې له مخکې خبر یې.
له دې خبرو وروسته د سکرین پرده روښانه شوه, لومړی مې خپله ځوانه ښځه ولیده چې زوی یې غېږ کې نیولی و, ریښتیا هم سکرین کې ژوند په ډېرې تېزۍ سره روان و, هره دقیقه وروسته حالات بدلیدل, تغیریدل, زوی مې ډېر زر زر لوئيده, ښځې مې په بېړه بېړه زما د تقاعد ماشونه اخیسته, زوی مې ښوونځي کې داخل شو, وروڼو مې ودونه وکړل, د هر چا خپل ژوند او مزې شوې؛ خو هره ورځ مې د دومره بدلونونو او اوښتونو تر منځ یو تور سیوري ته ورته یو ثابت څیز لیده, ملایکې ته مې غږ کړ, چې دا سیوری سم نه ګورم، لږ یې رانژدې کړه, چې سم یې وګورم, مهربانې ملایکې نه یوازې دا چې رازوم یې کړ, بلکې د ځمکې پر مخ یې راوښوده, نا اشنا دا وه چې زما د مرګ پنځلس کاله تېر شوي و, هغه سیوري ته مې چې وکتل, ما پسې یې ژړل, هغه دا پنځلس کاله ټول په ژړا کې تېر کړي و، دې سیورې ته زه هم ژړا او سلګیو ونیوم او ښه مې ورته وژړل دا سیوری مې مور وه.
روسی لیکوال چیخوف
ژباړه: Tawheedullah Lihaz
نوټ: ځینې معترضه جملې له ژباړې غورځول شوې