Online shop

Online shop مونږ غواړو چى ډول سره يوشو

31/01/2026
طلا او نقره/ سرای شهزادهیوه لنډه مشورهپه افغانستان کې منظم مالي بازار په ځانګړي ډول د ونډو او توکو (کالیو) بازار شتون نه...
31/01/2026

طلا او نقره/ سرای شهزاده
یوه لنډه مشوره

په افغانستان کې منظم مالي بازار په ځانګړي ډول د ونډو او توکو (کالیو) بازار شتون نه لري، او په دې برخه کې د خلکو پوهه او علمي مطالعه تقریباً د صفر سره برابره ده. خو له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې خلک په سرای شهزاده کې د توکو (کالیو) بازار ته مخه کړې او په اخستلو او خرڅولو بوخت دي.

دا ډول سوداګر په مالي نظام کې بې تجربې سوداګر یا اخستونکي بلل کېږي. دا خلک د چانس پر بنسټ کله ناکله ګټه ترلاسه کوي، او همدغه موقتي ګټې بیا نور ناخبر (بی تجربې سوداګر) خلک هڅوي چې دې سوداګرۍ ته داخل شي. دا یو ډېر خطرناک کار دی.
په اوږدمهال کې داسې کسان لوی تاوانونه ویني او ځینې وختونه نه جبرانېدونکي زیانونه تجربه کوي. خلک باید په موقتي ګټو خوشحال نه شي او له دې ډول فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک په ځانګړي ډول او دولت په عمومي ډول د دې بازار د څار او تنظیم لپاره نه چوکاټ لري او نه لازم ظرفیت. زما اندېښنه دا ده چې دا کوچنی مالي بازار یا سرای شهزاده، چې افغانستان یې لري، په راتلونکي کې له لویو ستونزو سره مخ کېدای شي.

دا نن دامریکا جمهور رئیس دامریکا دمرکزي بانک رئیس نامزد کړه او دې سره نرخونه په نړیوال بازار کې ښکته را روان دي چې دنور فکتورونو سره کیداي شي ادامه پیداکړي، مطمین یم په افغانستان کې خلک دا مطالعه نلري او نه یې تعقیبوي.

Address

Chiplhar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Online shop posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category