لوړ فکر

لوړ فکر اسلامي پاڼــــہ

بیا ځلې ځواني، روغ صحت، ښه وخت او ښې ورځې نه را ګرځي، له همدې فرصته ګټه پورته ڪړئ او د اللّٰه جل جلاله عبادت او نیڪ اعما...
11/06/2026

بیا ځلې ځواني، روغ صحت، ښه وخت او ښې ورځې نه را ګرځي، له همدې فرصته ګټه پورته ڪړئ او د اللّٰه جل جلاله عبادت او نیڪ اعمال په ښه شوق او ذوق سره وڪړئ.

عجیبه نه ده؟ 😥قبرونه د هغو ځوانانو او پیغلو څخه ډک دي، چې ویل به یې په بوډا توب کې به توبه وباسو.
09/06/2026

عجیبه نه ده؟ 😥
قبرونه د هغو ځوانانو او پیغلو څخه ډک دي، چې ویل به یې په بوډا توب کې به توبه وباسو.

د قربانۍ د احکامو لنډ بيانقرباني همغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانۍ يادګار دی کوم چه الله جل جلاله ابراهيم عليه سلام...
23/05/2026

د قربانۍ د احکامو لنډ بيان
قرباني همغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانۍ يادګار دی کوم چه الله جل جلاله ابراهيم عليه سلام ته د خپل خوږ اولاد د قربانی حکم کوي پلار او زوی دواړه د خدای جل جلاله حکم پرځای کوي .
قوله تعالی :
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).
ژباړه :هغه هلک چه کله د هغه سره د منډو ترړو سن ته ورسيد ،نو ابراهيم عليه سلام هغه ته وويل زويه ! زه په خوب کی وينم چه ستا زبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! د هغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .
اسماعيل عليه سلام دغه وخت لا بلوغ ته نه ؤ رسيدلی خو د مور او پلار سره د منډو او کومک سن ته رسيدلی ؤ.
اصلاً دخدای جل جلاله د اسماعيل زبح کول هدف نه ؤ بلکی په ابراهيم عليه سلام يی دا امتحان وکړ چه آيا دی د خپل خوږ اولاد قربانی ته هم تيار دی ؟ چه بلاخره پدی امتحان کی ابراهيم عليه سلام بريالی شو د خپل زوی پرځای يی څاروی قربانی کړ .
نو دا زمونږ قربانی همهغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانی سنت دي .
ددې قربانۍ څخه اصلی موخه اخلاص دی ،خدای جل جلاله ته د قربانۍ غوښه نه رسي بلکی نيت او اخلاص ورته رسيږي .
ابراهيم عليه سلام هم يو بشر ؤ هغه د خپل زلمی زوی زبحې ته حاضر شو مونږ خو بايد په ډير اخلاص د تقريباً (1100-3000) افغانيو قربانی ته حاضرشو.
قربانی پرکومو خلکو واجبه ده :
په کومو خلکو چه د فطرصدقه واجبه وي په هغو قربانی هم واجبه ده ،مګر د خپل طرف نه د خپل بالع او نابالغ اولاد د طرف نه واجبه نده اوکه څوک يی وکړی نو ثواب لري .
د قربانۍ وخت دری ورځی يعنی د ذوالحجی د لسم،يوولسم اودولسم د ماښام پوری دی .
پدی موده کی که شپه وي اوکه ورځ قرباني کولای شي خو د اختر لومړې ورځ بهتره ده.
سرسايه خو د اختر له لمانځه مخکی کول ضرور دي مګر قرباني د لمانځه څخه ورسته کول ضرور دي.

د کومو څارويو قربانی کول ضرور دي:
پسه ،سريلی ،غويی،ميښه او اوښ دا پنځه ډوله څاروی که نر وي اوکه ښځه قربانی يی جائزه ده.
په ګډ اوڅرلی کی يواځی يو نفر او په غوا،ميښه او اوښ کی اوه کسان شريکدای شي .
د ګډ او وزګوړ يا سريلي عمر به يوکال يا ترهغه زيات وي ،خو که د يوکال نه کم وي او په جسامت اوصورت کې د يوکلن په شان معلوميږي بيا هم جايز دی .
غوا به دوه کاله يا تردوه کاله زياته وي اوښ د پنځو کالو يا ترهغه زيات وي .

د قربانی څاروی څنګه پکار دی :
د قربانی څاروی ښه اوتيار پکار دی ړوند،کوډ اولکۍ پرې کړي څاروی قرباني صحي نده.
۱- کوډ : چه په دريو پښو ځی او يوه پښه پر ځمکه نشی لګولای که يی ولګوي هم تلی ورباندی نشي .
۲- د کوم څاروی چه غوږونو اوغاښونه نه وي قربانی يې نه صحي کيږي .
مګرکه دوه يا څلور غاښونه يی نه وي يا يی د غوږ د دريمی حصی نه کم پرې شوی وي صحي ده .
همدارنګه که ښکر يې بالکل په بيخ کی مات وي قربانی يي نه صحي کيږي او که لږ حصه ماته وي يا د پيدايښت په وخت کي نه وي نو د هغې قرباني جائزه ده.
۳- د ډير خوار او ډنګر څاروی چه يواځی هډوکی اوڅرمن پاتی وي اوغوښه بالکل ونه لري په ټيله روان وي قرباني يې نه صحی کيږي .
۴- که بی خبره د څاروی په ګيډه کې بچی راووت نو قربانی صحی ده که بچی يی روغ وي هغه دې هم قربانی کړي.

د قربانۍ کولو طريقه :
د قربانی څاروی به داسې څملوي چه مخ يې قبلې طرف ته وي او دا دوعا دی ووايي :
اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ .
ما خپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده د هغه ذات طرفته راګرځيدلی يم چه آسمانونه اوځمکی يی پيداکړی دي او زه د مشرکانو نه نه يم ،زما لمونځ ،زما حج اوټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي ،چه هغه د ټول جهان مالک دی او د هغه څوک شريک نشته ،ماته ددې حکم شوی دی او زه فرمانبردار يم ،ای الله ! دا هرڅه ستا ورکړه ده اوستا د پاره ده.
که يی دوعا ياد نه وي په زړه کی دې نيت وکړی بسم الله او الله اکبر به ووايي .
څاروی بايد په تيره چاړه حلال کړ شي په پڅه چاړه زبح کول مکروه دي ځکه چې حيوان ته بې ضرورته تکليف رسيږي .
که چا قصداً بسم الله او الله اکبر پريښودل نو څاروی مردار شو، مګر که اراده يی وه خو د حلالولو په وخت کی يی هيره شي نو حرامه نده.
څو پوری چه د څاروی ساه نه وی وتلی ترهغه پوری د څرمن ويستل او سرپريکول ندي پکار.
څوضروری مسئلی :
۱- د قربای غوښه به دری حصی کړی يوه خپل ځان ته ،يوه حصه به په خپلو خپلوانو وخوري او دريمه برخه به په فقيرانو اومسکينان وويشی ،خو که کور ګڼ وي ټوله دی پر خپل اهل عيال وخوري.
۲- د قربانی څاروی که پخپله حلال شی بهتره دی ،پر بل چا حلالول هم جائز دی خو چې هلته سړی موجود وي ،د قصاب مزدوري به له خپله جيبه ورکوي نه له قربانی څخه.

د حضرت سليمان (عليه السلام) په زمانه کې، يو سړی د هغه په دربار کې ناست و. هر څه عادي ښکارېدل... تر هغه چې يو څوک راننووت...
23/05/2026

د حضرت سليمان (عليه السلام) په زمانه کې، يو سړی د هغه په دربار کې ناست و. هر څه عادي ښکارېدل... تر هغه چې يو څوک راننووت.
يو سړی دربار ته راننووت، خو هغه عادي انسان نه و. هغه د مرګ فرښته (عزرائیل علیه السلام) وه چې د انسان په بڼه راغلی و.
کله چې هغه راننووت، سترګې یې په هغه ځوان خښې کړې چې د حضرت سليمان (ع) تر څنګ ناست و. هغه ورته کتل... او همداسې یې ورته کتل. ځوان سخت وډار شو، زړه یې په درزا شو او بدن یې ورپېد.
کله چې د مرګ فرښته لاړه، ځوان په بيړه حضرت سليمان (ع) ته ورغی او پوښتنه یې وکړه:
"دا څوک و؟ ده ماته داسې کتل لکه مخکې یې چې هېڅ انسان نه وي ليدلی..."
سليمان (ع) ورته وويل:
"دا د مرګ فرښته وه."
د ځوان وېره نوره هم زياته شوه او ويې ويل:
"هغه چې ماته څنګه کتل... خامخا زما د روح اخيستلو اراده لري!"
ځوان زاري پيل کړه:
"ای سليمانه... څه وکړه! ما وژغوره!"
سليمان (ع) ورته وويل:
"زه څه وکړم؟ که ستا وخت پوره وي، نو پوره دی."

خو سړي ټينګار وکړ:
"ستا په واک کې بادونه دي... بادونو ته امر وکړه چې ما له دې ځایه ډېر لرې، هندوستان ته يوسي."
له بيت المقدس څخه تر هندوستانه... دا يو ډېر اوږد او تصور نه کېدونکی سفر و.
حضرت سليمان (ع) د رحم له مخې بادونو ته امر وکړ. بادونو هغه سړی پورته کړ او په يوه شيبه کې یې هندوستان ته ورساوه.
کله چې هغه سړی هندوستان ته ورسېد، ويې ليدل چې يو څوک ورته په تمه دی: **د مرګ فرښته!**
هغه همغلته وه. په تمه وه. او په هماغه شيبه کې یې د هغه روح واخيست.
وروسته چې کله د مرګ فرښته بېرته راغله، حضرت سليمان (ع) ترې وپوښتل:
"تا هغه سړي ته دومره په ځير ولې کتل؟"

فرښتې ځواب ورکړ:
"الله پاک ماته امر کړی و چې د ده روح په هندوستان کې واخلم. خو کله چې ما هغه ستا په دربار کې وليد، زه حيران شوم. ما له ځان سره وويل: دا سړی به تر هندوستانه څنګه رسېږي په داسې حال کې چې اوس دلته دی؟ خو کله چې زه هندوستان ته ورسېدم، هغه مې وليد چې پخپله راغلی و."
الله تعالی پوهېږي چې تاسو به چېرته مړه کېږئ او کله به مړه کېږئ. هېڅوک له خپل ټاکلي وخت څخه نشي تښتېدلی.
د هر انسان لپاره په دې دنيا کې يو وخت ټاکل شوی دی. کله چې ستاسو وخت راشي:
نه يوه ثانيه مخکې کېږي.
نه يوه ثانيه وروسته کېږي.
په هماغه ټاکلي وخت به د مرګ فرښته ستاسو په وړاندې وي.

02/02/2026

(شعبان ۱۵ مه) دبرات شپه او ورځ:

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي!!!

به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي ، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي!!!

صحابه راغلل له څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عمل نامه کې په روژه باندې وشي.
د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې د دې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ
ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عمل نامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به دبرات ( شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله
(رض)
اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی ، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی ، او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته ، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی!!!

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه
ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول

2:-دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول
3:-دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول

ګرانو دوستانو : ويل کيږي چې د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير ليکل کيږي او دعا کولی شي د انسان تقدير ته بدلون ورکړي نو هيله ده چې په دي شپه کي اللهﷻ ته عبادت وکړئ "او د ټول مسلمان امت لپاره د اتفاق دعا وکړئ
ماهم په خپلو دعاګانو کې ياد ساتئ!

Address

Gardez
P.G

Telephone

+93766667546

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لوړ فکر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to لوړ فکر:

Shortcuts

Share

Category