Sh Rashid Dawatyar

Sh Rashid Dawatyar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sh Rashid Dawatyar, Photographer, Afghanistan, Asadabad.

BCS Students
01/10/2022

BCS Students

  #هیله۰ده۰ترپایه۰یې۰ولولئ۰اوعملي۰یې۰کړئ!د برات شپه دشعبان دمياشتې پنځلسمه شپه ده چې د ( پنځلسي شپه )هم ورته ويل کيـږي. ...
16/03/2022


#هیله۰ده۰ترپایه۰یې۰ولولئ۰اوعملي۰یې۰کړئ!
د برات شپه دشعبان دمياشتې پنځلسمه شپه ده چې د ( پنځلسي شپه )هم ورته ويل کيـږي. او دبرات شپه دشعبان دمياشتي د14م تاريخ له ماښام څخه شروع کیـږي بياتر صبح صادق پورې.
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆
1: د حضرتِ عايشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې دا مبارکه وایي ما له نبي کريم ﷺ څخه اورېدلي دي: چې څلور شپې داسې دي چې په ټولو کي د الله ﷻ د رحمت دروازې خلاصي وي،
① ـ
② ـ
③ ( دبرات شپه)
④ .
2: د برات شپې ته هم مُـــــــبارکه شپه ويل کيـږي ځکه چي پدې شپه کي د الله ﷻ رحمتونه، برکتونه، او نعمتونه نازلیږي.
3: له حضرتِ علي رضی الله تعال عنهُ څخه روايت دﺉ چي رسول الله ﷺ وفرمايل چي دبرات په شپه کي د دنیا او آسمانو خلګوته د الله ﷻ حُــــــــکم کيـږي، هر مسلمان ته بخښه کیږي بغير له مُـــشرِک او بُـغض(کينه) کوونکي څخه.
4: د برات دشپې تر ټولو ستره ځانګړتيا داده: د حضرت علي رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي نبي کريم ﷺ ويلي دي چي د شعبان پنځلسمه ( يعني دبرات شپه) سي تاسو بايد عبادت وکړﺉ او په راتلوونکې ورځ يې روژه ونيسی، ځکه چي لوی خداي ﷻ له لمر لوېدو وروسته د دنیا آسمان ته راکښته کيږي او الله تعالی وایي : چي ايا کوم دبخښني غوښتوونکی سته؟ چي بخښه ورته وکړم، آيا کوم د رزق غوښتوونکی سته؟ چي زه رزق ورته ورکړم، آيا کوم مصيبت (غم) ځپلی سته؟ چي زه يې مشکلات ورحل کړم. اوداسي نور آوازونه هم وي ترڅوچي سهار کــيـږي.
سبحان الله دا زموږ او ساتاسي لپاره څومره د نېکبختۍ ځاي دی، ګرانوو ملګرو بايد ددې شپې د عبادت څخه ځانونه مــــحروم نه کـــــــړو.
5: دبرات شپه دا هغه مبارکه شپه ده چي پدې شپه کي رحمتونه نه تقسیمیږي بلکه پوره پوره برخه ورکول کیږي وعبادت کوونکو کسانو ته، څــــومره نېکبخته دی هغه کس چي ددې برخي څخه برخمن سي،ليکن افسوس شايد چي په سلو کي به يو يا دوه کسان ويښ وي.
6: د برات شپه هغه مبارکه شپه ده چي پدې شپه کي د انسانانو دټول کال اعمال الله ﷻ ته وړاندي کيـږي او دراتلوونکي کال حکم (فیصله) به کيـږي. کوم کسان چي په راتلوونکي کال کي زېـږول کيـږي دهغو نومونه او نېټه به ليکل کيـږي، کوم کسان چي په راتلوونکي کال کي مړه کيـږي د هغو نومونه اونېټه به ليکل کیـږي، دبنده ګانو د راتلوونکي کال رزق او روزي راکښته کيـږي (مالوميـږي.)
7: د بــرات مانا په عربي ژبه کي د خلاصون او نِـــجات ده، او دا داسي شپه ده چي الله سبحانه وتعالی ﷻ د زيات شمېــــر انسانانو ګناهونه بخښي او دجهنم له عذابه يې خلاصوي نو ځکه يې ددې شپې نوم {لَــيْـلَــةُ بَـرأت}
《 دبرات》شپه کېــــښود.
8: د برات شپه يو سپېـڅلې او مُـقدسه شپه ده، په روايت کي راغلي دي چي( نبي کريم ﷺ به دبرات په شپه کي له عادت څخه زيات عبادت کاوه او په دابله ورځ به يې روژه نيول.) نو موږ او تاسي هم بايد پدې شپه کي خپل تر توان او طااقت پوري عــبادت وکړو او دخپلو ګناهونو د بخښني دعاوي وکــــــــړو. امین

Address

Afghanistan
Asadabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sh Rashid Dawatyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category