17/11/2022
د اشنا په مــــــــــــــخ چـــمـن او ګلزار پرېږده
په مشــــــــکي خال يــې نافه د تار تار پرېږده
راشه اومې کـــــــــــــــــــــړه توبه درله د مئيو
اے واعظه نن مې کېـــــــــف ته اوزګار پرېږده
مـــــــــوده پــــــــــــــس اشنا راغـلے دې رقيبه
ډيـــــــــــوه بله نن زما په مــــــــــــزار پرېږده
هسى نۀ زمــــــــونږ مســـتي ئې پښېمان کړي
وړومبۍ شېخ ته شـراب ورکړه مېخوار پرېږده
اے حمزه چى ســـــــــــروکار دې شو له عشقه
راشه بـــــــــــس که د دنيا کـــــــاروبار پرېږده
حمزه بابا