28/11/2025
#دَ يارانې لوظــــــــــونه مۀ ماتوه
مۀ کوه مه! ګلـــــــــونه مۀ ماتوه
ګله! بې ځايه سترګې مـــۀ خړوه
هسې زمــونږه زړونه مـــۀ ماتوه
دَ احتســــاب وختونه تلي ساقي
ويرېـــــږه مه جامــونه مۀ ماتوه
زمانې مۀ چـــــېړه دَ زړونو سره
دَ محبت ملکــــــــــونه مۀ ماتوه
قاصـده! هېرې قيصې مـۀ يادوه
دَ زړۀ ورغلي ورونه مــــۀ ماتوه
دَ شيرينۍ شرطــــــــونه وپېژنه
قاصدہ! هسې غرونه مۀ ماتوه
ستا زنځيرونه ماتېدونکي نۀ دي
صــــابره! خپل لاسونه مۀ ماتوه #