د پشتو ادب خاوندان

د پشتو ادب خاوندان ژوند❤️آمن❤️مينه ❤️پوها❤️يوون❤️پرمختګ❤️سوکالي❤️احترام❤️ننګ❤️غيرت❤️سوله❤️

ژوند � آمن � مينه �پوها � يوون � پرمختګ �سوکالي� اتحاد �يوبل برداشت کول�يوبل ته عزت ورکول�پښتو وئيل � پښتو ليکل�خپل دود دستور رسم و رواج نه پریښودل زمونږ د پښتون قام د پرمختګ راز دي� زمونږ پاڼه درسره په پښتا نه مينه خوښه کړئ ستاسو پښتنو رونړو خويندو منندويه يم

23/01/2026

د دوستانو پر ځای ملګرو ووایئ، نو غوره به وي. پښتو خپله کړئ

ډرامېټکس سوسایټي اېډورډز کالج پېښور د ویلیم شیکسپیئر ډرامه مېکبتھ چې په پښتو کښې قلندر مومند منظومه ژباړلې ده او دوه زره...
10/03/2024

ډرامېټکس سوسایټي اېډورډز کالج پېښور
د ویلیم شیکسپیئر ډرامه مېکبتھ چې په پښتو کښې قلندر مومند منظومه ژباړلې ده او دوه زره دوېم نه تر د دوه زره شپږم پورې په "تاتره" مجله کښې قسط واره چاپ ده، نن د اېډورډز کالج زده کونکیو سټېج کړه.
په ډرامه کښې کردارونه لوبولو باندې هلکانو جینکو نن حد وکړو. یو سل او پینځۀ اتیا پاڼې دا ډرامه د ژباړې یو شاهکار دے. د دې مکالمې یادول او بیا لوبول یوه تاریخي بریا ده. ډرامې سټېج کولو کښې کۀ اېډورډز کالج سل کلنه تاریخواله لري خو تېر کال د "خوشال خان خټک: د دستار سړے" او دا کال مېکبث یوه داسې ځانګړې بریا ده چې د ادبي تاریخ، د تېټر، د ژباړې او پښتو ډرامې ذکر چې کله هم او چرته هم کیږي نو دا موقع به پکښې په زرینو ټکو ځلیږي.
دا وګړي ډېر کړې خدایه

 #روداد نن پښتو څانګه اسلاميه کالج پوهنتون د استاذ محترم پروفېسر ډاکټر Hanif Khalil صېب د پنځوس کلن جشن پۀ مناسبت پروګرا...
30/05/2023

#روداد
نن پښتو څانګه اسلاميه کالج پوهنتون د استاذ محترم پروفېسر ډاکټر Hanif Khalil صېب د پنځوس کلن جشن پۀ مناسبت پروګرام وکړو، چې پۀ کښې نوموړو استاذانو ډاکټر زر محمد سنګر صېب، زریاب یوسفزے صېب، پروفېسر ډاکټر شهاب عزیز ارمان صېب، پروفېسر ډاکټر اظهار الله اظهار،صېب او میډم کلثوم زیب د حنیف خلیل صېب پۀ ژوند او فن تفصیلي خبرې وکړې، پۀ زده کونکو کښې وحيدالله نایاب د ډاکټر صېب پۀ ژوند او فن خپله مقاله واؤروله- او ځنې زده کونکو د ډاکټر صېب پۀ شخصیت خپل خپل نظمونه واؤرول، د نظامت چارې د اتم سمسټر زده کونکي نجيب الله شاداب ترسره کړې، پۀ اخيره کښې د نننۍ غونډې صدر استاذ محترم پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي صېب اختتامي وينا وکړه او نننۍ غونډه پائې ته ورسېده.

ياده دې وي چې د نننۍ غونډې ټول کرېډټ استاذ محترم ډاکټر سجاد ژوندون ته رسي ځکه چې د پروګرام راجوړول، میلمنو ته بلنه او هر قسمه خدمت ته ئې ملا تړلې وه.

#قیام

په څه   دا      مراوره  چرته تللې  دا پښتودا ولى په دى ښار کى داسې غلې دا پښتوانديش شمس القمر     (د پښتو ورځ)
29/05/2023

په څه دا مراوره چرته تللې دا پښتو
دا ولى په دى ښار کى داسې غلې دا پښتو
انديش شمس القمر
(د پښتو ورځ)

د پېښور د ادبي فضا رنګونه * تېره هفته کښې د فکري مېلې په نوم د ايی ایم ساینسز درې ورځنیزې غونډې.. لس ادبي ناستې او دوه و...
28/05/2023

د پېښور د ادبي فضا رنګونه

* تېره هفته کښې د فکري مېلې په نوم د ايی ایم ساینسز درې ورځنیزې غونډې.. لس ادبي ناستې او دوه ورکشاپونه، یو د اولسي وېنا هنر او بل د تخلیقي لیک ورکشاپ..
* د مفکوره پراختیایی او څېړنیز مرکز پېښور له خوا د انځورګرئ د څانګې د دوه زده کونکینو انځورونه په کالیز الحمرا البم جرنل کښې د خپرېدو خوشالي او د تکړه سندرغاړي جلال خان یوسفزي د سندرې ریلیز کېدو لمانځنه
* د ارډر اف پن نومې ادارې له خوا په یو موضوع (وجودیاتي کرب) د شاعرۍ او تهېتر مقابلې... د پښتنو زلمو او پېغلو د انګرېزي شاعرۍ غوره او رسا نمایندګي
* د پشاور لټرېچر فېسټېول له خوا د میاشتنیزې مکالمې پېل
* د پشاور لټریچر فېسټېول له خوا ډېر زر د یو بل رسا ادبي او قابلِ تقلید اقدام پرېکړه...
* دغه یادې هلې ځلې هغه دی چې ما ورپکښې خپله ونډه لرلې ده. د دې نه علاوه متعددې ادبي ټولنې، مدني فعالان او تعلیمي ادارې تر خپله وسه د پېښور د نوکارې مخ په سینګهار کښې خپلې هڅې ګډوي.
دا وګړي ډېر کړې خدایه

نن د پښتو ژبي شاعر د جلبل خټک د وفات دریم تلين دي  💔ټولو ته د دعا درخواست دې 🤲
28/05/2023

نن د پښتو ژبي شاعر د جلبل خټک د وفات دریم تلين دي 💔
ټولو ته د دعا درخواست دې 🤲

د محترم حنیف خلیل صیب د پښتو کتاب *راڼه فکرونه* اردو ترجمہ *رخشندہ افکار*په نوم نن د یاسر خبیر په قلم چاپ شو۔مبارک د وی۔
27/05/2023

د محترم حنیف خلیل صیب د پښتو کتاب *راڼه فکرونه* اردو ترجمہ *رخشندہ افکار*په نوم نن د یاسر خبیر په قلم چاپ شو۔مبارک د وی۔

ملالہ ۔۔ میوند کندھار کے کنارے پر واقع ایک چھوٹے سے گاؤں کھگ کی رہنے والی تھی اور ایک چرواہے کی بیٹی تھی۔ اس کے والد اور...
27/05/2023

ملالہ ۔۔ میوند کندھار کے کنارے پر واقع ایک چھوٹے سے گاؤں کھگ کی رہنے والی تھی اور ایک چرواہے کی بیٹی تھی۔ اس کے والد اور منگیتر دونوں نے 27 جولائی 1880 کو انگریزوں پر حملے میں غازی ایوب خان کی فوج کے ساتھ شمولیت اختیار کی (جسے کچھ لوگ کہتے ہیں کہ اس کی شادی کا دن بھی تھا) اور بہت سی خواتین کی طرح ملالہ بھی زخمیوں کی دیکھ بھال اور پانی فراہم کرنے کے لیے وہاں موجود تھی۔

بالآخر لڑائی میں ایک ایسا موڑ آیا کہ افغان فوج اپنی زیادہ تعداد کے باوجود حوصلے پست کرنے لگی اور جیت انگریزوں کے حق میں مڑتی نظر آئی۔ یہ دیکھ کر ملالہ نے اپنا نقاب اتار دیا اور چیخ کر بولی:

کہ پہ میوند کی شهید نشوی
خدايه ږو لاليه بې ننګې ته دي ساتمه

(ساتھیوں! اگر تم آج میوند کے اس میدان میں شہید نہ ہوئے، تو ساری زندگی لوگ تمہیں بے غیرتی کا طعنہ دیتے رہیں گے۔)

حملہ آور فوج کے ہاتھوں اپنے ننگ اور ناموس (عزت اور فخر) کو کھو دینے اور ساری زندگی شکست کی شرمندگی کے ساتھ رہنے کے خوف نے افغان فوج کو دوبارہ منظم ہونے، اپنی جگہ پر کھڑے ہونے اور ایک ناممکن فتح کے حصول کے لیے اپنی کوششوں کو دوگنا کرنے پر اکسایا۔ . مللائی نے افغان فوج میں انتقام کا جذبہ بیدار کرنے کے بعد، وہ خود میدان میں کود پڑی، ایک گرے ہوئے پرچم بردار کے ہاتھ سے قومی پرچم پکڑا کچھ روایات کہتے ہیں کہ اس نے اپنے نقاب کو جھنڈے کے طور پر استعمال کیا۔
اور مندرجہ ذیل مشہور لینڈے گایا (مختصر نظم جو عموماً پختون خواتین کی طرف سے لکھی جاتی ہے)

سر مې دې جار تر خپل وطن شی
چې د ميوند په شهيدانو حساب شمه
خال به ديار له وينو كښيږدم
چې شينكي باغ كښي گل گلاب وشرموين

"میرے پیارے کے خون کے ایک قطرے سے،
مادر وطن کے دفاع میں خون بہایا،
کیا میں ماتھے پر حسن کا داغ لگاؤں گی
جیسا کہ باغ میں گلاب کو شرمندہ کر دے گا۔"

لیکن پھر مللائی خود بھی جنگ میں شہید ہوگئی۔ تاہم، اس کے الفاظ نے اس کے ہم وطنوں کو متاثر کیا اور جلد ہی برطانوی سامراجی فوج کی صفیں ٹوٹ گی اور وہ میدان جنگ ہار گئے جس کے نتیجے میں وہ قندھار کی طرف واپس ہوئے اور دوسری اینگلو-افغان جنگ میں برطانوی فوج کی سب سے بڑی شکست ہوئی اس دن ایک ہزار سے زیادہ برطانوی فوجی مارے گئے۔

مللائی کی موت کے وقت ان کی عمر 18 یا 19 سال تھی۔ اس کے بعد غازی ایوب خان نے ملائی کو خصوصی اعزاز دیا

غزل : رحمت شاه سائلانتخاب : عدنان ارمان  دا زما زړۀ ، که تصویر دَ لاله زار دے راتــیر شــوے دَ خالونو په بازار دےدَ الفت...
27/05/2023

غزل : رحمت شاه سائل
انتخاب : عدنان ارمان

دا زما زړۀ ، که تصویر دَ لاله زار دے
راتــیر شــوے دَ خالونو په بازار دے

دَ الفت لاس به دِ تاؤ ساتم له غاړې
ستا قامت که دَ فطرت دَ کور چنار دے

خبرلوسې خاموشۍ ته ئې حیران یم
لکه ګل په خوب اودۀ دے که بیدار دے

زۀ باران دَ کاڼــو هــم وژلے نـــه وؤم
چې پرې مړ شوم دا دَ چا دَ ګل ګذار دے

ستا جبین او په جبین دَ زلفو لوبې
ستا په مخ کښې چرته دام دے چرته دار دے

دِلبري کوي هغه دِلداري نه کړي
هغه ښکلے دے دَ چا چې فام ته دار دے

دا ګلونه چې غوړیږي او دوړیږي
دا بهار دَ چا د پــارۀ بې قرار دے

دَ بوسې تصور هم پرې نه ځائیږي
لکه ګل دَ خپل ښائیست په اوګو بار دے

روغ دَ داسې تماشو کله جوګه دي
محبت دَ لیونو خلکو روزګار دے

مونږه خو تل دَ زړۀ په ورکه پسې ګرځو
بختور دے چې پخپل زړۀ ئې اختیار دے

چې دې یو ارمان هم پاتې په زړۀ نه کړې
ښه مې لوبې په زړۀ اوکړۀ نن دې وار دے

دا چې ستا دَ زلفو سورے رانه غواړي
زړۀ مې سَوے ستا دَ شونډو په انګار دے

چې دَ تندر پریوتو ویره مې اخلي
دا دې څه تندر په سترګو کښې حصار دے

هغه شړنګ ستا دَ بنګړو مودې شوې تیرې
په غوَږونو کښې مې اوس هم شړنګهار دے

ما دَ خپل غزل په زړۀ کښې دے ساتلے
ستا تصویر نه دے زما دَ زړۀ تاجدار دے

ستا دَ درد دولت ئې ډیر دے جمع کړے
سائل هغه خوار سائل نه دے مالدار دے

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ روداد ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔                                                                               د ر...
27/05/2023

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ روداد ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د رستم ادبي جرګه مردان خېبر پښتونخوا پينځلس ورځنې تنقيدي اجلاس د جمعې په ورځ په 26مه مٸ کال 2023ء د جرګې په مرکزي دفتر اسحاق خان مارکيټ نزد ګورنمنټ ګرلز هاٸېر سېکنډري سکول رستم کښې ماسپښين دوه بجې د نامتو خوږ ژبي شاعر او د ګدر ساولډهېر سره علاقه لرونکي ګران ملکري مولانا زبېر جان عاقل په صدارت کښې وشو۔ د دې تنقيدي اجلاس د نظامت چارې د راج رستم مردان عمومي سېکتر او زلمي ځوان فکره شاعر ښاغلي افضل خان افضل ترسره کړې ۔ د تنقيدي اجلاس اغاز په باقاعده توګه د الله پاک د پاک کلام قران مجيد فرقان حميد د سپېځلو ايتونو څخه وشو ۔ د تلات کلام پاک سعادت د راج رستم مردان ګران ملګري حماد نصرت صېب ترلاسه کړو۔ د تنقيدي اجلاس ايجنډه څه په دې ډول وه۔ ١- تعزيتي قرار داد ٢- د تېر اجلاس روداد اورول ٣- د طارق کوثر صېب په غزل تنقيد ٤-ازاده او غېر طرحي مشاعره ١- د تنقيدي اجلاس د ايجنډې د وړومبۍ نکتې ترمخه د راج رستم مردان صدر ښاغلي طارق کوثر يو تعزيتي قرار داد وړاندې کړو چې پکښې د پښتو ادبي سنګر مردان سېکتر ښه شاعر د ورور په وفات د خفګان څرګندونه وشوه او د خداے بخښلي په حق کښې د ايصال ثواب په خاطر فاتحه ولوستې شوه او د مغفرت دعا هم وغوښتې شوه ۔ ٢- د اجلاس د ايجنډې د دوېمې نکتې ترمخه د رستم ادبي جرګه مردان کشر سېکتر ګران ګوهر نور د تېر اجلاس روداد واورولو چې ملګرو ٸې په يوه خله ستاٸينه وکړه او لېکوال ته ٸې پرې ډېر داد ورکړو ۔ ٣- د ايجنډې د درېمې نکتې ترمخه ښاغلي طارق کوثر خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو چې ملګرو پرې ډېر ګټه ور تنقيدي اوږد بحث وکړو ۔ ملګرو د غزل خوبۍ او خامۍ دواړه په ګوته کړې ۔ په غزل ٸې چې کومې نيوکې وکړې د هغې په حقله ٸې خپل ګټه ور تجويزونه او مستندې راۓ هم وړاندې کړې ۔ په مجموعي توګه ٸې د منظور حسېن همدرد صېب غزل يو ښکلې فني او تخليقي زيار وګرځولو۔ ٤۔ د اجلاس د ايجنډې د څلورمې او اخرۍ نکتې ترمخه يوه ازاده غېر طرحي مشاعره وشوه چې پکښې زبېرجان عاقل ، افضل خان افضل ، طارق کوثر ، ګوهر نور ګوهر ، طاهر علي طاهر ، منظور حسين همدرد ، مدرار علي همدرد ، اسرار شاهين ، پردېس خان ناياب ، جامداد اسير ، منظور علي طالب ، حماد نصرت ، زرداش خان مجروح ، عدنان خان عدنان ، سلمان غني او ماقب انکل خپل خوندور کلامونه واورول او د ملګرو نه ٸې پرې ډېر داد واخستو ۔ د دوي نه علاوه ضماد يوسفزے هم په دې اجلاس کښې موجود ؤ ۔ طارق کوثر صدر ۔ ۔ ۔ رستم ادبي جرګه رستم مردان منظورحسين همدرد د اطلاعاتو او سوشل ميډيا سېکتر ۔ ۔ ۔ راج رستم مردان

Address

Deans Tarde Center Peshawar
Peshawar
25000

Telephone

+923339193720

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د پشتو ادب خاوندان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share