Hamisha pokhto Adabi tolana هميشه پښتو آدبې ټولنه

  • Home
  • Pakistan
  • Khyber
  • Hamisha pokhto Adabi tolana هميشه پښتو آدبې ټولنه

Hamisha pokhto Adabi tolana هميشه پښتو آدبې ټولنه writer

05/10/2024

ليک زخـــمي شينواري

ادبي راپـــــور
په ٢٩ ستمبر کال ٢٠٢٤ د اتوار په ورځ ماسپښين دوه نېمې بجې په اکسفرډ اېجوکېشن اکېډيمي بټ خېلې په ګلورين هال کښې د پښتانه ادبي ملګري "پام" ملاکنډ لخوا د اعزازالحق اعزاز صېب په درناوي کښې دډاکټر على خېل درياب صېب په صدارت کښې يوه خوندوره دستوره اوشوه ـ چې د مردان خيالى اباد ډاکټر لعل باچا خيالى صېب پکښې مشر مېلمه وو ـ په خصوصي دمېلمنو کښې د اعزاز الحق اعزاز صېب تروڼه ملا احتشام الحق صېب او ملا عزيز الحق صېب شامل وو ـ دنظامت فراٸض زخمي شينواري ترسره کړه ـ د پام صدر حاجي حسن ناشاد صېب مېلمنو ته پخېر راغلاست اووٸې ـ او هارونه ٸې ورته واچول ـ د دستورې باقاعده اغاز دتلاوت کلام پاک نه اوشو ـ چې سعادت ٸې د موصوف بچي تقويم الحق ته حاصل شو ـ په دې خوندوره دستوره کښې د تاڼې ادبي ټولنې ملاکنډ ـ ياران قلم اله ډهنډ ډهيرۍ ، رڼا ادبي ټولنې اله ډنډهنډ ډهيرۍ، همېشه ادبي ټولنې اماندرې ـ پښتو ليک پل ملاکنډ ، مرستيال ليکوال مل ملاکنډ ،اواز ملاکنډ او ادينزۍ ادبي کاروان کوز دير ګڼ شمېر شاعرانو اديبانو ګډون اوکړو ـ
د دستورې دصدر ، مشر مېلمه او خصوصي مېلمنو په لاسو اعزازالحق اعزاز صيب ته روايتي څادر او پکول په سر کړې شو ـ د پام دمشرانو نورمحمد مشال صېب ،على اکبر سيال صيب ، حسن ناشاد صېب ، ديدار طاهر صېب ، اقبال حسېن محتاج صېب ، شاکر راڼيزي صېب ، شفيق صابر صېب ، سېدرحمان پروانه صېب او حسن محسن ورته په ادبي خدماتو "پام ايوارډ ٢٠٢٤ " ورکړو ـ او په سټېج ناستو مېلمنو ته د پام لخوا پکولونه ورکړې شو ـ دهمېشه ټولنې ملګرو ډاکټر على خېل درياب صېب ، فضل رحمان شاهد صېب او عبېدالله عابد صېب ورته د ټولنې له خوا دستار وتړلو ـ
دياران قلم ادبي ټولنې ملګرو ، ٩٢ ټولګيوال ملګرو او ايم فل سکالرز ورته خېلې ډالۍ او هارونه وړاندې کړه ـ د Gps بټ خيلې کامران صېب او رضوان الله ، دپاٸڼيٸر سکول اينډ کالج بټ خېله کاشف رضا صېب ، د قاٸد پبلک سکول اينډ کالج جولګرام صدام صېب ،
د انټيليکچول سکول سسټم بټ خېله ضياءالرحمان صېب ، د علامه اقبال ماډل سکول سخاکوټ شعيب صېب او سليمان صېب ، د لرنر اېجوکېشن بټ خېله محمد نواز صېب ، داسلاميه کالج طوطه کان حجت خان صېب ، کاروډوبا سکول اينډ کالج بټ خېله واجدعلى ، زوار خان صيب ، دسيرت ګرلز سکول عدنان صېب او جنت ګل صېب ، د دانش پبلک سکول على محمد خان صېب ښاغلي اعزاز صېب ته دهغوٸې په ادبي ، سماجي او علمي خدماتو خپل ايوارډونه ورکړه ـ
د پام مشر سيکتر زخمي شنواري د موصوف په د ژوند په شبږو اړخونو ليکلې خپله مفصله مقاله وړاندې کړه ـ رضوان الله مومندصېب ، ډاکټر درمان على خېل صېب ، ملااحتشام الحق صېب ملا عزيزالحق صېب او ډاکټر لعل باچا خيالى صېب د ښاغلي اعزاز په ادبي ،سماجي ، معاشرتي او علمي اړخونو خپل درانه تاثرات دګډونوالو سره شريک کړه ـ
ملګري سبحان ساجد صېب ، اغلې نيلم ارزو خور ، عبېدالله عابد صېب ، محمد اقبال اقبال د رحمت جان رحمت نظم او حسن خان ناشاد صېب په موصوف ليکلي خپل نظمونه وړاندې کړه ـ
دصدارتي خطبې نه وړاندې د پښتانه ادبي ملګري پام ملاکنډ له خوا
ډاکټر لعل باچا خیالي صېب مردان
ډاکټر درمان علي خېل اله ډهنډ
صابر حجازي صېب ملاکنډ ټي وي
منهاج چکدروال صېب صحافي فرنټئیر سټار
ظفرعلی ناز صېب بلبل سوات
سبحان ساجد صېب تاڼه
رضوان الله مومند ایم فل سکالر
نیلم ارزو ایم فل سکالر
ته د دوئ په ادبي خدماتو ستائین لیکونه د مختلفو ټولنو د مشرانو شاعرانو په لاسونو ورکړې شوـ
د دستورې مشر دملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې رٸيس ډاکټر علي خيل درياب صېب د موصوف په ادبي خدماتو رڼا واچوله ـ او دغسې دا خوندوره دستوره ماښام ته نزدې پاٸې ته ورسېده ـ
په درنښت
زخـــمي شينواري پام ملاکنډ ـ

07/02/2023
04/02/2023

D.R.P Daryab ali khil seab

03/10/2022

بابا رحیم اللّٰه سحر

10/08/2022

مشاعره سلام پاکستان پاکستان بابا فاونډىشن

ګوهر على ګوهر صاحب

10/08/2022

مشاعره سلام پاکستان پاکستان بابا فاونډىشن

نهار يوسفزۍ صاحب

Address

Malakand
Khyber

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamisha pokhto Adabi tolana هميشه پښتو آدبې ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share