13/05/2025
پر ښي اړخ ویده کېدو کې ساینسي اعجاز!
د خلکو د خوب ډولونه:
1- ځینې خلک پر خېټه ویده کېږي.
2- ځینې خلک پر شا ویده کېږي.
3- ځینې خلک پر کیڼ اړخ ویده کېږي.
4- ځینې خلک پر ښي اړخ ویده کېږي.
1- پر خېټه ویده کېدل:
دا ډول کسان د ساه تنګي احساس کوي، ځکه د شا دروندوالی او هډوکي د سږو پر مخ راځي، چې دا د ساه اخیستلو لپاره مشکل جوړوي.
پر خېټه ویده کېدل هېڅکله هم روغتیایي ګټه نه لري.
2- پر کیڼ اړخ ویده کېدل:
په عادي ډول، خواړه له 2 تر 4 ساعتونو پورې په معده کې پاتې کېږي، خو که یو څوک پر کیڼ اړخ ویده شي، نو دا به 5 تر 8 ساعتونو پورې دوام ومومي، ځکه:
لویه ښي سږۍ د زړه پر سر فشار راوړي.
لوی ځیګر هم بې ثباته حالت ته ځي.
له همدې امله، پر کیڼ اړخ ویده کېدل هم روغتیایي زیان لري.
3- پر ښي اړخ ویده کېدل:
کیڼ سږی کوچنی دی او دروندوالی نه لري.
ځیګر چې د بدن تر ټولو لوی اندام دی، د طبیعت له مخې د بدن ښي اړخ ته پروت دی، نو کله چې پر ښي اړخ ویده کېږو، نو هضم چټک ترسره کېږي.
دا غوره طریقه ده، چې انسان ته بشپړ راحت ورکوي.
نبوي لارښوونه:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
"کله چې د خوب لپاره لاړ شې، نو د لمانځه په څېر اودس وکړه، بیا پر خپل ښي اړخ ویده شه او دا دعا ووایه: (اللهم أسلمت وجهي إليك، وفوضت أمري إليك…)"
📖 [متفق علیه]
د خلکو د خوب ډولونه په زړو ویناوو کې:
پر شا ویده کېدل – د باچاهانو خوب.
پر خېټه ویده کېدل – د شیطانانو خوب.
پر کیڼ اړخ ویده کېدل – د شتمنو خوب (د ډېرو خوراکونو له امله).
پر ښي اړخ ویده کېدل – د پرهیزګارانو او عالمانو خوب.
👆 همدا د رسول الله ﷺ د خوب طریقه وه!
ارواپوهنه تعقیب کړی