28/09/2026
پښتو ژبې ارزښت مه کموئ
هر وار چې ته په فارسي خبرې کوې یا په دری لیکل کوې:
ته خپله پښتو ژبه کمزورې کوې
ته د پښتو د پراختیا مخه نیسې
ته د پښتو ژبې د ودې مخنوی کوی
ته د پښتو ژبې ارزښت په ټولنه کې راکموی
ژبه یوازې د خبرو وسیله نده ، ژبه د یوه ولس د هویت، تاریخ، کلتور، ادب او ګډې حافظې ژوندۍ خزانه ده. هره ژبه هغه وخت پیاوړې کېږي چې ویونکي یې په ورځني ژوند، کور، بازار، ښوونځي، رسنیو، لیکنو او ټولنیزو شبکو کې وکاروي. پښتو هم له دې اصل څخه مستثنا نه ده.
که یو پښتون د خپلې ژبې د کارولو امکان ولري، خو بې ضرورته تل بلې ژبې ته مخه کوي، په تدریجي ډول د خپلې ژبې د استعمال ساحه محدودوي. ژبه یوازې په دې نه پیاوړې کېږي چې موږ پرې وویاړو ، ژبه هغه وخت ژوندۍ او پیاوړې پاتې کېږي چې خبرې پرې وکړو، ولیکو، ولولو او راتلونکي نسل ته یې ور زده کړو.
کله چې پښتو په کور، کار، سوداګرۍ، زدهکړو، رسنیو او انټرنېټ کې ډېره وکارول شي، نو نوې کلمې، اصطلاحات، کتابونه او علمي محتوا پکې رامنځته کېږي. لیکوال لیکلو ته هڅېږي، خپرندوی کتاب چاپوي، رسنۍ ورته ځای ورکوي او ځوان نسل یې د معاصر ژوند لپاره یوه ګټوره ژبه ګڼي. خو که د پښتو ویونکي خپله ژبه له ورځني استعماله وباسي، د هغې د ودې طبیعي زمینه هم ورسره تنګېږي.
د نورو ژبو زدهکړه او استعمال د پښتو دښمني نه ده. دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، نورستاني، پشهيي، انګلیسي او نورې ژبې زده کول علمي او ټولنیزه شتمني ده. انسان کولای شي څو ژبې زده کړي او د اړتیا پر مهال یې وکاروي، خو د نورو ژبو زدهکړه باید د خپلې مورنۍ ژبې د هېرولو په بیه نه وي.
پښتو په شعار نه، په استعمال پیاوړې کېږي.
که غواړو پښتو پرمختګ وکړي، باید له خپل ځانه پیل وکړو په پښتو خبرې وکړو، په پښتو ولیکو، پښتو کتابونه ولولو، خپلو ماشومانو ته یې ور زده کړو، په ټولنیزو رسنیو کې پښتو محتوا زیاته کړو او د علم، ټکنالوژۍ، اقتصاد او معاصر ژوند لپاره نوې پښتو لیکنې تولید کړو.
Aziz Polad