08/03/2026
د ښځو نړیواله ورځ
ښځه د مینې، قربانۍ او قوت نښه ده. د یوې تعلیم یافته ښځې په وسیله نه یوازې یوه کورنۍ بلکې ټوله ټولنه روښانه کېږي.
پکار دي موږ ټول د نجونو د تعلیم، د ښځو د درناوي او د هغوی د اساسي حقونو د ملاتړ لپاره ژمن سو.
راځئ چې د تعلیم له لارې ښځو ته لا زیات فرصتونه برابر کړو، ځکه چې تعلیم یافته ښځه د روښانه راتلونکي ضمانت دی.
د ښځو نړیواله ورځ دې ټولو میندو، خویندو او لوڼو ته مبارک وي.
نوټ. دغه ویډیو کلیپ د یوې باسواده او خودمختارې ښځې Dr Shazia Khpalwak صېبه دی. کله چې تاسې ښځې ته حقونه ورکړئ، نو هغه به نه یوازې خپل ځان سیاله کړي، بلکې تاسو به هم سیال کړي.