Mahd Al-Hayat Clinic مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِك

Mahd Al-Hayat Clinic مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِك Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mahd Al-Hayat Clinic مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِك, khost, Kabul.

Mahd Al-Hayat Clinic & Maternity مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِك

ستاسو د روغتیا او هوساینې لار
پاملرنه، باور او هوساینه — زموږ د خدمت بنسټونه.
په خوست ښار کې
ډېر ژر په پرانیسته سره ستاسو چوپړ ته حاضرېږو.

21/05/2026
بسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمپه ډېر ویاړ او خوښۍ سره تاسو ته زیری درکوو چې:مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِیک او زیږنتونMahd...
21/05/2026

بسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

په ډېر ویاړ او خوښۍ سره تاسو ته زیری درکوو چې:
مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِیک او زیږنتون
Mahd Al-Hayat Clinic & Maternity

ډېر ژر خپل رسمي فعالیت پیلوي.

د نسایي، ولادي او ښځینه ناروغیو په برخه کې د معیاري، خوندي او مسلکي خدماتو وړاندې کولو لپاره مو دا مرکز د تجربه لرونکې متخصصې په مرسته جوړ کړی دی.

دوکتورس برښنا نصیب عبدالي د نسایي ولادي ټرینر متخصصه

MD / MBBS — KhostMS: KPH / RBH Kabul

اوسنئ دنده:
• د خوست ملکي تخصصي روغتون د نسایي ولادي او اکمال تخصص پروګرام استاده

پخوانۍ دندې:
• کابل رابعه بلخي روغتون
• خوست شیخ زاید پوهنتون کدري روغتون
• خوست بې سرحده زیږنتون

زمونږ د خدماتو برخی:

• د نسایي او ولادي ناروغیو معاینه او تداوي
• د امیندوارۍ منظم تعقیب او مشورې
• الټراساؤنډ خدمات
• د مور او ماشوم مراقبت
• نورمال او خوندي ولادت
• سیزرین عملیات (Cesarean Section)
• د رحم، تخمدان او ښځینه ناروغیو جراحي عملیات
• د بې اولادۍ (Infertility) مشورې او تداوي
• د میاشتني عادت ستونزو تداوي
• د ښځینه انتاناتو او هورموني ستونزو درملنه
• د کورنۍ تنظیم او مشورې
• عاجل نسایي او ولادي خدمات
• د ښځینه ناروغیو کوچني او لوی جراحي پروسیجرونه

زمونږ موخه د میندو او ماشومانو لپاره خوندي، باوري او معیاري روغتیايي خدمتونه دي.

د رسمي افتتاح نېټه به ډېر ژر له تاسو سره شریکه شي.

مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِیک او زیږنتون
ستاسو د باور ځای

پته: خوست ښار ډاکټر اشرف ځدراڼ ته مخامخ زعفران مارکیټ زیرزمیني

07/05/2025

يو څوک په ۲۲ کلنۍ کې له پوهنتونه فارغ شي او پنځه کاله د ښې وظیفې په انتظار تېر کړي.
خو بل څوک په ۲۵ کلنۍ کې د ادارې ريئس شي او په ۵۰ کلنۍ کې مړ شي.
بل شخص په ۵۰ کلنۍ کې رئیس شي او تر ۹۰ کلنۍ پورې ژوند وکړي.
يو څوک لا تر اوسه مجرد وي خو بل څوک د ښوونځي له وخته نیکه شوی وي.
اوباما په ۵۵ کلنۍ کې تقاعد شو او ټرمپ په ۷۰ کلنۍ کې پیل وکړ.
نو؛
هر څوک په دې دنیا کې د خپل وخت و زمان په دایره کې حرکت کوي. معنا دا چې ځیني ښايي درنه مخکې وي او ځیني درنه شاته وي. هغوی سره حسد او کینه مه کوئ چې درنه مخکې دي.
هغوی د خپل وخت په دایره کې روان دي او ته په خپله کې.
ارام واوسه، په تا لا ناوخته نه دی، باوري اوسه چې ستا د ځلېدو وخت هم زر راروان دی.

18/04/2025

څومره ښې مشورې دي:

وایي، که نه یې بلل شوی، نو مه ورځه. که درته څه نه وي ویل شوي، نو په اړه یې پوښتنه مه کوه. که ناوخته یې دعوت درکړ، رد یې کړه. د دې مانا دا ده چې تاسې د پلان برخه نه یاست، ارزښت مو مه کموئ!

17/04/2025

که له کوچنیو فرصتونو او خوشالي ګټه واخلې، نو لوی فرصتونه او خوشالي به پخپله راشي.

15/04/2025

که موږ د ظاهري څېرې پر ځای د فکرونو، اخلاقو او عقلونو جوړولو ته پام وکړو، نو نه یواځې به ښه انسانان، بلکې یوه روښانه ټولنه هم ولرو.

15/04/2025

په هغه ټولنه کې چې خلک د اشخاصو پر ځای هېواد ته لومړيتوب ورکړي، هلته خلک د پرمختګ په زينو پورته کېږي.

15/04/2025

رهبر هغه څوک دی چې د خلکو لپاره د خلکو په منځ کې ژوند وکړي، نه دا چې ځان له خلکو پټ کړي..

#چيګوارا

15/04/2025

د چيګوارا ځېنی خبرې..

۱: په ستونزمن وخت کې له ډارن سره مشوره مه کوا ځکه چې هغه به ستا پاتې همت هم درختم کړي.
۲: څوک چې ترشاه درپسې خبری کوي پروا نه لري ځکه د هغوي موقف له تا شاته دی.
۳: چا چې یو ځل درسره خیانت وکړ نو زر واری بیا هم درسره کوي.

15/04/2025

غلامي او شخصیت پرستي انسان دومره ذلیلوي چې ژوندي پاتې کېدل هم ورته پرمختګ او ترقي ښکاري.

Address

Khost
Kabul
2501

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mahd Al-Hayat Clinic مَهْدُ الحَيَاةِ كَلِينِك posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share