اقرأ سټوډيو

اقرأ سټوډيو کابل ښار، ۱۲ ناحیه د ارزان قیمت سیمه او اوله چهاراهی

13/11/2025

په غږ یی عرش ولړزيده؛ دنیا خبره نه وه!
له درد او څړیکو جوړه څانده؛ وه سندره نه وه!

شاعر : مولوي انس حقاني
غږ : مولوی خاکسار کاپیساوال


بسم الله الرحمن الرحیم د زلزلې د قربانیانو په تړاو د اقرأ سټوډیو ادارې له لوري اعلامیه!د اقرأ سټوډیو اداره کنړ، لغمان او...
01/09/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

د زلزلې د قربانیانو په تړاو د اقرأ سټوډیو ادارې له لوري اعلامیه!

د اقرأ سټوډیو اداره کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د رامنځته شوې زلزلې له امله ټولو شریفو متدینو ولسونو ته د مالي او ځاني سترو زیانونو په تړاو د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

یاده رسنیزه اداره د دې ناوریني پېښې د شهیدانو کورنیو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لري او له لوی الله تعالی څخه د متضرر شویو کورنیو لپاره د صبر، اجر او ثواب غوښتنه کوي.

همدارنګه د هېواد پر شتمنو تجارانو، د خیر غوښتونکو شخصیتونو او د اسلامي امارت پر مسؤلینو غږ کوي، څو خپلې بشري او اسلامي ورورولي لمخې مرستې د زیانمنو شویو کورنیو سره ونه دروي او د خپلو ترسره شویو خدمتونو لړۍ لا غښتلې کړي.

د اقرأ سټوډیو اداره د هغو ټولو خیر ښېګڼو، مرستو او د اسلامي امارت د مسؤل چارواکو پر وخت د همکاريو ژوره قدرداني کوي چی تر دې دمه د اغېزمنو شویو خلکو په لاسنیوي کې د دوي له لوري ترسره شوي دي، او په کلکه باور لري چې د هېواد د میړنیو ولسونو یووالي او مرستې به د دې غمیزې د درملنې لامل شي.

په درنښت
د اقرأ سټوډيو اداره

03/08/2025

زړه رانه خفه دی او دځان خبرې نه کوي
نه پوهیږم ولې دارمان خبرې نه کوي

غږ : مولوی خاکسار کاپیساوال
شاعر : وحیدالله وحیدي

02/08/2025
د فعاليت د پيل خبرتيا:په پوره ویاړ سره زیری درکوو چې اقرأ سټوډیو خپل رسمي فعالیت د بيا ځلې لپاره د کابل ښار په یو ښکلی م...
28/07/2025

د فعاليت د پيل خبرتيا:
په پوره ویاړ سره زیری درکوو چې اقرأ سټوډیو خپل رسمي فعالیت د بيا ځلې لپاره د کابل ښار په یو ښکلی موقعيت کی پیل کړ!
اقرأ سټوډیو یوه توليدي او خصوصي اداره ده، چې په کال ۱۳۹۷ هـ ش کی تاسیس شوی د سمعي او بصري خدماتو تولید په برخه کې تخصص لري، یاده سټوډیو د معیاري تخنیکي وسایلو، عصري سافټویرونو او مسلکي ټیم په مټ، د غږ د ثبت، تنظیم، تدوین، او شفاف تولید ته ځان ژمن ګڼي.

اقرأ سټوډیو د اسلامي، ټولنیزو، تعلیمي او فرهنګي پیغامونو د خپرولو لپاره یو اغېزمنه اداره ده، هڅه کوو چې د خپلو امکاناتو په مرسته، د اصلي پیغامونو روښانه انعکاس وړاندې کړو.

که تاسې د صوتي ترانو، تعلیمي پیغامونو، مستنداتو، اعلانونو یا هر ډول سمعي او بصري خپرونو د تولید اړتیا لرئ اقرأ سټوډیو ستاسو غوره انتخاب دی، د اقرأ له لاری استعدادونو ته مو ارزښت ورکړئ.





Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اقرأ سټوډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to اقرأ سټوډيو:

Share

Category