Šifąt tŲłłąh Ãŕãb

Šifąt tŲłłąh Ãŕãb 🇦🇫مغروره نه یم،په ریاضی کی مشکل لرم،په هر چا حساب نه کوم🇦🇫

27/05/2026
05/05/2026

Christmas Songs

دغه جملې مو پخپلو اولادو باندې زده کړﺉ او په باربار يې ترې وپوښتۍسوال : دچابنده یي؟جواب : د الله جل جلاله بنده یم.سوال :...
11/07/2023

دغه جملې مو پخپلو اولادو باندې زده کړﺉ او په باربار يې ترې وپوښتۍ
سوال : دچابنده یي؟
جواب : د الله جل جلاله بنده یم.
سوال : دچا اُمتي يی ؟
جواب : د محمد رسول الله (صل الله علیه وسلم ) امتي یم.
سوال : دچا په ملت یي ؟
جواب : په ملت د ابراهیم ( علیه سلام ) یم.
سوال : دچا په مذهب یی ؟
جواب : د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) په مذهب یم .
سوال : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څو یاران درلودل ؟
جواب : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څلور یاران درلودل.
1- حضرت ابوبکر صدیق ( رض الله عنه )
2- حضرت عمر فاروق ( رض الله عنه )
3- حضرت عثمان غنی ( رض الله عنه )
4- حضرت علی ( رض الله عنه )
سوال : څو مذهبونه دي؟
جواب : څلور مذهبونه دي .
1- د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب.
2- د امام شافی ( رحمت الله علیه ) مذهب .
3- د امام مالک ( رحمت الله علیه ) مذهب.
4- د امام احمد بن حنبل ( رحمت الله علیه ) مذهب.
لوړ ترین په مذاهبوکي د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب دي.
سوال : ایمان څه شي دي؟
جواب : ایمان په لغت کي تصدیق او باور کولو ته ویل کیږي. او په اصطلاح کي دالله ( جل جلا له ) او دهغه د حبیب صلی الله وسلم ټول احکام په ژبه بیانول او په زړه سره تصدیق کول او عملي کول دي.
سوال : ایمان دڅه شي په واسطۀ سره قوي کیږي؟
جواب : ایمان دنیکو اعمالو ده کولو په واسطه قوي کیږي.
سوال : اسلام څه شي دي؟
جواب : اسلام عبارت دي دځان دتسلیمولو او د الهي احکامو دپیروي کولو څخه.

سوال : اسلام کوم قسم دین دي؟
جواب : اسلام متوسط دین دي په مابینځ کي د سختی او آسانی .
سوال : څو آسمانی دینونه دي او هم ووایه چي پرچا چا نازل شویدي ؟
جواب : څلور آسمانی کتابونه دي او په څلورو پیغمبرانو علیهم السلام نازل شویدي.
1- تورات په حضرت موسی ( علیه سلام )
2- انجیل په حضرت عیسی ( علیه سلام )
3- زبور په حضرت داود ( علیه سلام )
4- قرآن په حضرت محمد رسول الله ( صل الله علیه وسلم )
سوال : مونږ پر څو کتابونو باندي ایمان لرو؟
جواب : مونږ پر څلورو کتابونو باندي ایمان لرو لکه، ( توارت، انجیل، زبور او فرقان یاقرآن ).
سوال : زمونږ کتاب کوم یو دي ؟
جواب : زمونږ کتاب قرآن کریم دي.
سوال : قرآن شریف په څومره وخت کي، دچا له طرفه او دچا په واسطه په حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شو ؟
جواب : قـرآن کریم د 23 کالو په وخت کي د الله ( جل جلا له )له طرفه او دحضرت جبریل ( علیه سلام ) په واسطه پر حـضـرت مـحـمـد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شویدي.
سوال : قرآن کریم څو سیپاري او څو سورتونه لري؟
جواب : قرآن کریم 30 سیپاري او 114 سورتونه لري.
سوال : د قرآن کریم زده کول او هغه پر ځان عملي پر مونږ څه شي دي ؟
جواب : دقرآن کریم زده کول او دهغه پرځان عملي کول پر مونږ فرض دي.
سوال : د الله ( جل جلا له ) صفات څو قسم دي؟
جواب : صفات د الله ( جل جلا له ) دوه قسمه دي،چي هغه ذاتی صفات او فعلی صفات دي .
ذاتی صفات عبارت دي : سمع، بصر، کلام، اراده، قدرت، حیات او علم چي دا ده الله ( جل جلا له ) ذاتي صفات دي او ثابت دي،چي الله ( جل جلا له ) دهغه په ضد نه موصوف کیږي، مثلاٌ قدرت چي دهغه ضد کمزوري دي
فعلی صفات عبارت دي له : تخلیق، انشأ، ترزیق، احیأ، ابداع، اعزاز او اذلال، چي داصفات د الله ( جل جلال له ) لپاره ثابت دي او دهغه په ضد موصوف کیږي. لکه. احیأ ( ژوندي کول ) چي دغه اماتت ( مړه کول دي ) دی.
سوال : جنیات یا پیرانان دڅه شي څخه پیداشویدي ؟
جواب : د اوره څخه.

سوال : روح د انسان په کوم ځاي کي قرار لري ؟
جواب د انسان په ټول وجود کي قرار لری.
سوال : د ثمودیانو قوم ولي دبیخه وکښل شو ؟
جواب: ځکه چي د الله ( جل جلال له ) د اوامرو څخه یي سرغړونه وکړل.
سوال : فرعون ولي غرق شو ؟
جواب : ځکه چي ایمان یي په الله ( جل جلال له ) نه راوړي.
سوال : که چیری څوک په الله ( جل جلال له ) ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب: هغه چي په الله جل جلاله ایمان نلري هغه ته کافر ویل کیږي.
سوال : که په پیغمبرانو ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب : هغه ته هم کافر ویل کیږي.
سوال : آیا پر الله ( جل جلال له ) ایمان ندرلودل نیک اعمال کومه ګټه لري ؟
جواب : بغیر د ایمان څخه هیڅ عمل ګټه نلري.
سوال : د الله ( جل جلال له ) یوڅو نومان بیان کړي ؟
جواب : رحمن ، رحیم ، رزاق ، خالق ، کریم ، ستار ، رقیب ، قیوم ، قادر ..........
سوال : د پیغمبر ( صل الله علیه وسلم ) یو څو نومان ذکر کړي ؟
جواب : محمد ، احمد ، محمود ، صادق ، منیر ، بشیر ، نذیر ، مزمل ، مدثر ........
سوال : مجمل ایمان بیان کړي ؟
جواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب.
سوال : مفصل ایمان بیان کړي؟
جواب : آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت.
سوال : مومن به څو شیان دي ؟
جواب : مومن به ۷ دي :
1- ایمان په الله ( جل جلال له )
2- ایمان په ملائکه وو.
3- ایمان په اسماني کتابونو باندي .
4- ایمان په پیغمبران.
5- ایمان ده آخرت ورځي باندي .
6- ایمان ده مرگ څخه وروسته په ژوندي کیدو باندي.
7- ایمان په خیر و شر چي دخداي ( جل جلال له ) له طرفه دي.
سوال : پیغمبر چاته ویل کیږي ؟
جواب : هغه کس چي د الله ( جل جلال له ) له طرفه دبشر د لارښوونو لپاره رالیږل شوي وي.
سوال : د پیغمبران ( علیهم السلام ) اجمعین شمیر څو دي ؟
جواب : د پیغمبران ( علیهم سلام ) یو لکُ څلور ویشت زره زیات وکم پکښي.
سوال : زمونږ پیغمبر څوک دي ؟
جواب : زمونږ پیغمبر حضرت محمد ( صل الله علیه و سلم ) دي.
دنورو ملګرو سره یي هم شریک کړي
الله ج به اجر درکړې.
کاپی

13/06/2023

روحش شاد و یادش گرامی باد 🤲🇦🇫

علم زیب و زینت و هر انسان تهجاهلیت لوی مصیبت و هر انسان ته🖤❤💚
11/03/2023

علم زیب و زینت و هر انسان ته
جاهلیت لوی مصیبت و هر انسان ته🖤❤💚

10/03/2023

Address

Jalalabad
0026

Telephone

+93783560070

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Šifąt tŲłłąh Ãŕãb posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Šifąt tŲłłąh Ãŕãb:

Share

Category